
په پنځه میاشتي وزارت کې «جهاني» د خپل وزارت ویب پاڼه «غني» نه کړه
نن ټکی اسیا (سه شنبه، تلې ۲۸مه، ۱۳۹۴ل): د ګډ حکومت کابینه چې نږدې په دریو پړاونو کې لا هم سرپرست وزیر لري، د اطلاعاتو او کلتور وزارت لپاره يې د پښتو ژبې نوموتی لیکوال او شاعر عبدالباري جهاني د وزير په توګه معرفي کړ.
عبدالباري جهاني د ولسي جرګې له لوري د رایو په اکثریت د دې وزارت لپاره ومنل شو، خو له کاري مودې يې نږدې پنځه میاشتې اوړې خو لا هم نه دی توانېدلی چې د خپل وزارت ویب پاڼه غني کړي، او نه يې هم له کاره ولس خوښ نه برېښي.

د اطلاعاتو او کلتور پر وزارت تر ډېر د بې بندوباره رسنیو په اړخ کې نیوکې کېږي، چې دغه وزارت يې د سمولو په برخه کې پاتې راغلی دی.
که څه هم د عبدالباري جهاني ټاکنه یوه پر ځای ټاکنه بلل کېدله، خو نوموړی تر اوسه نه دی توانېدلی چې د خپلو تبلیغاتو او نشراتو مهمه وسیله « د اطلاعاتو او کلتور وزارت وېب پاڼه » فعاله وساتي.
د دې وزارت په مسوولیتونو کې د رسنیو څارنه هم شامله ده، خو په وېب پاڼه کې يې د «رسنۍ» تر اپشن لاندې د یوې رسنۍ نوم هم نه دی خپور شوی، دوی تر اوسه په افغانستان کې د دولتي او غیر دولتي رسنیو نوملړ هم نه دی خپور کړی.
دغه وېب پاڼه چې یوازې پکې د عبدالباري جهاني ژوند لیک، د هغه د چاپ شوي او ناچاپ اثارو په اړه معلومات او څو لنډ خبرونه پراته دي، نورې اپشنې يې تشې پاتې دي.
په وېب پاڼه کې د « رسنیو قانون » چې یوه مهمه اړتیا د اطلاعاتو او کلتور وزارت د تګلارې یو مهم اړخ دی، هم تش پاتې دی، پر دې اپشن په ټک کولو سره لوستونکی تشې پاڼې ته بیايي.
په وېب پاڼه کې د هارون حکیمي په نوم، د اطلاعاتو او کلتور وزارت د سلاکار او ویاند تلیفون شمېرې او برېښليک خپور شوی، خو « نشراتي معینیت، فرهنګي معینیت، مالي اداري او ګرځندوی معینیت، د ځوانانو معینیت، رسنۍ، د رسنیو قانون» او نور ګڼ اپشنونونه تش پاتې دي.
بل اړخ ته که د همدې وزارت د دري ژبي څانګو وکتل شي، هلته له د جهاني صاحب پيژندنه هم نسته.
عبدالباري جهاني چې ډېر وخت يې په امریکا کې تېر کړی د امریکا غږ په پښتو برخه کې يې کار کړی او د افغانستان اوسنی ملي سرود يې هم جوړ کړی دی.
د اطلاعات او کلتور وزارت وېب پاڼه په لاندي ادرس کتلای شئ:
http://moic.gov.af/ps
عجیبه کوی
یو دغنی دنوم ورسره کولو لپاره مومکمل عنوان بدل کړ؟
ولا افرین
تراوسه یو عنوان وه
اوس بیا بل شو
لینه هم هغه یوه لیکنه !