ورزش

د زمبابوۍ غوره توپ اچونې افغانستان تر ۲۲۳ منډو محدود کړ

نن ټکی اسیا (سه شنبه، تلې۲۸مه ۱۳۹۴ل): د افغانستان او زمبابوۍ تر منځ د لوبو د سیریز په درېیمه سیالۍ کې افغانستان زمبابوۍ ته ۲۲۴ منډې هدف وټاکه.

نن د لومړۍ درجه لوبډلې زمبابوۍ سره درېیمه سیالي وه. پچه افغانستان وګټله او د لومړي توپوهنې پریکړه يې وکړه.

افغانستان پیل ښه و، لومړۍ ویکټ په ۵۱ منډو وسوځېده. محمد شهزاد  ۳۰ تیزې منډې جوړې کړې. وروسته نور علي او محمد نبي ارامه لوبه پیل کړه او په ۳۰ اورونو کې یې منډې ۱۲۴ ته ورسولې. دغه مهال نور علي ځدران بولډ وسوځېد، ورپسې د ویکټو د تللو بهیر پیل شو، په ۱۲۴ منډو افغانستان خپل درې لوبغاړي له لاسه ورکړل. نوروز منګل او کپتان اصغر ستانکزی په صفر صفر منډو وسوځېدل.

تر اصغر ستانکزي وروسته سمیع الله شینواری او محمد نبي ګډه لوبه پیل کړه، خو کوم د پاموړ شراکت يې جوړ نه کړ او نبي په ۴۲ منډو رن اوټ شو. ورپسې شینواری هم ژر وسوځېد.

افغانستان په ۳۹ اورونو کې ۱۴۹ منډې جوړې کړې او خپلې شپږې ویکټې يې د لاسه ورکړې. دا مهال د افغانستان هیلې نورې مړاوې شوې وې چې شفیق الله او رشیدخان لوبه پیل کړه، دواړو لوبغاړو تر ۱۷۸ ته منډې ورسولې. رشیدخان په ۱۵ منډو وسوځېد.

داسې برېښیدله چې افغانستان ښايي ۲۰۰ منډې هم پوره نه کړي خو دولت ځدران او شفیق الله په وروستیو څلور اورونو کې   ۴۲ منډې جوړې کړې او په دې سره یې ټولې منډې تر ۲۲۳ پورې ورسولې او یو نسبتا ښه هدف يې زمبابوۍ ته وټاکه.

افغانستان پیل او پای دواړه ښه و، خو منځ لوبغاړو يې ښه لوبه ونه کړله او له همدې کبله له ستونزو سره مخ وه.

افغانستان نسبتا ښه توپ اچوونکي لري او د لوبې د ګټلو ډيره تمه شته دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x