نظــر

دیرغلګرو په سر او مال دوه ستر بریدونه

taliban-firingپه تیرو څو ورځو کې په افغانستان کې په امریکایي یرغلګرو باندې دوه خورا ستر او غیزمن بریدونه ترسره شول ، چې لومړي هغه یې دیرغلګرو لپاره دسر خورا دروند زیان درلود او په دوهم کې امریکایانو ته  خوراستر مالي زیان واوښت  
دروان میلادي کال داکتوبر په اتلسمه ورځ سهار اوه نیمې بجې یو تن استشهادي مجاهد( صلاح الدین ) خپل له بارودو ډک لارۍ موټر دپکتیا ولایت په زرمت ولسوالۍ کې دامریکایانو یوې سترې اډې ته ورساوو او انفجار یې ورکړ ، چې امریکایي او داخلي سرتیرو ته یې خورا دروند زیان واړاوو .

دپکتیا په زرمت کې دغه امریکایي اډه چې په سلګونو امریکایي ا و داخلي عسکر په کې میشت دي ، په پکتیا کې دامریکایانو له مهمو مراکزو څخه ګڼل کیږي ، په دې وروستیو کې چې دزرمت ولسوالۍ له مختلفو امریکایي قرارګاوو څخه امریکایان ووتل ډیری یې په همدې اډه کې رایوځای شوي وو ، له دې اډې څخه دپکتیا او پکتیکا په ډیرو سیمو کې دعملیاتو دسوق او ادارې دمرکز په توګه استفاده کیدله  چې دننه په کې په سلګونو سرتیرو سربیره   دچورلکو تم ځایونه ، داوسیدو کمپونه او د ( اتفاق غږ ) په نامه یوې امریکایي راډیو هم فعالیت درلود .

 دا اډه  چې دولسوالۍ دبازار ختیځ خواته په یوه دښته کې جوړه شوې ده ، داستوګنې له کورونو په ډیر لرې واټن کې قرار لري ، چې له همدې امله په دې ستر برید کې ملکي خلکو ته کوم زیان نه دی اوښتی .

له سیمه نه یوه عیني شاهد راته وویل ( له بریدو وروسته داډې دننه زیاتره تاسیسات له بنسټه نړیدلي دي ، دبرید په ورځ ترماښامه  لوډر او نور درانه وسائل دویجاړو ودانیو په پلټلو بوخت وو ، او تر دیوالونو او چتونو لاندې شوي عسکر یې پلټل ، دنوموړي په وینا به  دامریکایانو او داخلي عسکرو تلفات خورا زیات وی ، ځکه اډې ته سخت زیان اوښتی او دبرید په ورځ ټوله ورځ امریکایي چورلکې دمړو او ټپيانو په انتقال بوختې وې ، په ځاني زیان سربیره له برید سره سم داډې په سر ولاړ څارونکی بالون هم وچاودید او ځمکې ته راوغورځید ، دغه راز داډې به منځ کې ولاړ  د رادار ، مخابراتي وسائلو او راډیو انتنونه هم په بشپړ ډول له منځه تللي .

په اډه کې موجود راډیو سټیشن چې د ( اتفاق غږ ) په نوم یې فعالیت کاوو او ټوله ورځ به یې بې حیا موسیقي نشروله دغه راز یې دبیلابیلو پروګرامونو په توسط دخلکو دبي لارې کولو هڅه کوله ، له برید وروسته یې چا غږ نه دی اوریدلی ، ویل کیږي چې راډیو سټیشن له کارکوونکو سره یوځای له منځه تللی .

دزرمت برید په امریکایانو دځاني تلفاتو له درکه ستر برید چې امریکایانو هم دتل په شان هڅه وکړه ورته رسیدلي تلفات دخلکو له نظره پټ وساتي ، له برید وروسته امریکایانو سیمه سخته محاصره کړه دغه راز یې دخپلو رسینو په خوله اعلان کړه ، چې په برید کې د ۴۵ داخلي عسکرو په شمول  ۸ تنه ملکي خلک هم ټپيان شوي دي په داسې حال کې  چې برید په داسې ځای کې شوی چې له کلیو په لرې واټن کې  پروت دی .

طالبانو دبرید په اړه وویل چې په برید کې ۱۳ بهرني او ۱۹ کورني عسکر وژل شوي او ۲۸ بهرني او ۴۵ کورني عسکر ټپيان دي ، معمولا دداسې سترو بریدونو په اړه  امریکایان په خپل وخت  ځاني تلفات نه مني ، نوځکه احتمال شته چې دامریکایانو دځاني زیان په اړه به وروسته  دوی په حقائقو اعتراف وکړي .

تردې برید دوه ورځې وروسته  داکتوبر په شلمه نیټه طالبانو دپروان ولایت په باګرام ولسوالۍ کې د ( سوپریم ګروپ ) په نامه دامریکایي پوځ په یوه ستره قراردادي کمپنۍ چې امریکایانو ته  پوځي اکمالات رسوي ، توغندوي برید وکړ ، چې دکمپنۍ په ګودامونو کې دسختې اورلګیدنې له امله سلګونو میلونو په ارزښت  امریکایي اموال داور خوراک شول .

سوپریم ګروپ یو امریکایي شرکت دی ، چې وظیفه یې په بحراني او جګړه ایزو سیمو کې امریکایي پوځ  ته لوژیستیکي او نور اکمالات رسول دي ، دا کمپنۍ چې دهیواد په مختلفو سیمو کې مراکز لري مرکز ي ګودام یې دپروان ولایت دبګرام ولسوالۍ دچوغ بخش په سیمه کې قرار لري ، چې تقریبا ۶۰  جریبه په اندازه په ځمکه کې یې  خورا ستر ګودامونه او ذخیرې جوړي کړي دي ، دا اډه ښایي دافغانستان په سطحه دامریکایانو ترټولو ستر تدارکاتي  مرکز وي ، چې په زرګونو کانتیره مالونه په کې پراته وو او هره ورځ په سلګونو اکمالاتي موټرو ورته تګ راتګ درلود .

ددغه مهم اکمالاتي مرکز امنیتي وضعیت ته  هم ډیر پام کیده ، دمرکز دساتنې لپاره په نورو حصارونو سربیره دکانیترونو ستره احاطه هم تر مرکز راګرځول شوې دغه راز یې څو امنیتي پوستې هم په شاوخوا راګرځول شوي دي.

څو شپې وړاندې داکتوبر په شلمه دشپې په لس بجې دپروان ولایت مجاهدین په دې مرکز برید وکړ ، او ددښمن ګودامونو یې د RPG  راکټ  په توسط په نښه کړل ، دراکټ دمرمیو دلګیدلو له امله په مرکز کې اور ولګېد چې وروسته  شیبه شیبه پراخېده او ترسهاره یې ټول مرکز  په لمبو کې واخیست .

د سوپریم ګروپ په دې مرکزي قرارګاه کې لګیدلی اور چې ۴۸ ساعته یې لمبې پورته کیدلې ، دمرکز ټول هست وبود یې وسوزول ، ګودامونه ، له اموالو ډک کانتینرونه  ، په مرکز کې موجود سلګونه موټر ، دبیلابیلو اموالو ذخیرې او حتی دمرکز دساتنې لپاره جوړې شوې امنیتي پوستې او تاسیسات یې هم لولپه کړل .

له سیمې نه وروسته  کتونکي وایي چې مرکز په بشپړه توګه  ایره شوی دی ، دسوپریم ګروپ امریکایي شرکت ویاند  ویکټوریا له رسنیو سره په خبرو کې یوازې په دې ټکي ټینګار کړی دی ، چې په برید کې دوي ځاني تلفات نلري ، نوموړي ویلي چې دامریکایي عسکرو دلوژیستیکي اموالو ګڼې ذخیرې سوزیدلي دي ، او سوپریم شرکت اوس له سره تصمیم نیسي چې خپلې له لاسه ورکړې ذخیرې ډکې کړي .

د زرمت او باګرام بریدونه ښيي چې دیرغلګرو سراو مال ته دافغانستان په لراوبر کې سخت لاس ورلویدلی دی ، او هره ورځ  ترپخوا ډیر او له اټکل لوړ تلفات وراوړي .

په دې وروستیو کې امریکایان هڅه کوي ، دجګړې په میدان کې خوړلی شکست په تبیلغاتي سانسور او کنټرول سره جبیره کړي ، له همدې امله خو په امریکایي رسنیو کې ددې دوو سترو او بریالیو بریدونو انعکاس خورا کمرنګه وو ، ډیری امریکایي رسنیو ترې هیڅ یادونه ونه کړو او نورو یوازې عادي پیښې وبللې ، په داسې حال کې چې خپله ددوی داعتراف له مخې هم دباګرام پیښه دیرغلګرو لپاره په تیرو لسوکلونو کې ترټولو ستره مالي ضایعه وه .

عبدالرؤف حکمت

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x