هلمند : د باباجي ماموريت تر بريدونه لاندي دی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، تلې ۲۸مه، ۱۳۹۴ل): له سيمي نه زموږ همکار خبر راکوي چې د هلمند ولايت مرکز لښکرګا ښار ته څېرمه د باباجي په سيمه کې سخته جګړه روانه ده .

جګړه نن ماپښين شاوخوا درې بجي پیل شوې .

ويل کيږي چې جګړه د باباجي پر ماموريت باندي د طالبانو له لوري شروع شوې او تر دې دمه يې د مرګ ژوبلي په اړه کره معلومات نشته .

دا جګړه په داسي حال کې رامنځته کيږي چې څو ورځي مخکي هم دا سيمه د شديدو جګړو شاهده وه .

 

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د