نظــر

دروغجنه میډیا

لیکوال:(محمد کمال افغان)

لیکوال : محمد کمال افغان. د ژوندون ټلوېزیون د (ستاسو نظر) خپرونې چلوونکی
لیکوال : محمد کمال افغان. د ژوندون ټلوېزیون د (ستاسو نظر) خپرونې چلوونکی

زه یو افغان خبریال یم، زمونږ (۲۴) ساعته لالهانده ژوند، هڅې، منډې ترړې، ذهني او فزیکي فشار او د اړوندې رسنۍ مالي لګښت، بالاخره په ټولنه کې د ځینو اشخاصو له لوري ورته (دروغجنه میډیا) ویل کېږي. ولې؟

اوس مهال شاوخوا (۱۶۰۰) چاپي رسنۍ، (۱۵۰) راډیو ګانې او (۶۰) ټلویزیونونه په هېواد کې فعالیت کوي، سره له دې، چې داسې ازادې رسنۍ او خبریالان شته، چې د بیان پر ازادۍ او ازادو مطبوعاتو باوري لري، خو ډير ځلې پر یو شمېر رسنیو او خبریالانو د دروغجن خبریال یا دروغجنې میډیا، د پردیو د لاسپوڅو او پردیو ژبو ته د خدمت کولو تور هم پورې کېږي.

افغانستان د نړۍ د هغو هېوادونو په کتار کې راځي، چې له امنیتي پلوه د خبریالانو لپاره له سترو ننګونو او ستونزو ډک دی، او کار کول هم په کې د سرساتنې بشپړه او پخه مسلکي تجربه غواړي، خو افغان خبریالان چې اوس اوس دې ډګر ته ورغلي، تر ډېره په سختو حالاتو کې د سرساتنې پوهاوی او تجربه یا بېخي نه لري او یا ډېره کمه لري.

په ژورنالېزم کې یوه اصطلاح ده، چې هېڅ یوه پېښه هم د خبریال د ژوند ارزښت نه لري، د ژورنالیزم استادان وايي، (خبر ورکړﺉ، خو په خپله خبر مه جوړیږئ) دا په دې خاطر چې ژورنالیست ته زیان و نه رسیږي.

له دومره کړاونو سره سره هغه متل دی وایې، (هندو ستړی خدای نا راضه). زه یو افغان خبریال یم، خپل هېواد او خپلو خلکو ته وفادار یم او غواړم له دغې لارې خپلې ټولنې او خلکو ته خدمت وکړم او تر خپلې وسې هڅه کوم، څو د سترګو لیدلی حال او حقیقت ووایم، د خلکو او دولت ترمنځ د پل حیثیت غوره کړم، تل هڅه کوم، چې د ملت له ستونزو او اړتیاو څخه دولت خبر کړم او د دولت له کړنو او پرېکړو څخه ملت خبر کړم.
په خدای باور وکړئ! په هېواد کې شته ناخوالې مې سخت دردوي او ورته زورېږم، خو څه وکړم. وایې، تشه لاسه ته مې دښمن یې. په فردي توګه مې هېڅ له وسې پوره نه دي، خو شپه او ورځ هڅه کؤو، چې د رسنیو له لارې خلکو ته د هېواد، سیمې او نړۍ په کچه د پرمختیاؤ، نیمګړتیاؤ او نوښتونو په اړه راپورونه برابر کړو، څو له وروستیو تغیراتو څخه زمونږ خلک باخبره شي.

هر کنج او کنار ته فکر کؤو، چې یو مشکل حل شي، یو مظلوم د ظالم له ظلم خلاص شي، په هېواد کې هر اړخیز پرمختګ، سوله او ثبات رامنځته شي، د خلکو او دولتونو ترمنځ اړیکه پیدا شي، حق حقدار او کار اهل کار ته وسپارل شي، د مینې، محبت او ورورولۍ فضا رامنځته شي، په خلکو کې د اسلام او هېواد پالنې روحیه رامنځته شي، هر څوک د مسؤلیت احساس وکړي، د خپلې سیمې او هېواد د ښېرازۍ او سرلوړۍ لپاره لاس په کار شي او بالاخره چې چېرته ستونزه وي هغه د دې لپاره، چې حل لاره ورته پیدا شي، رابرسېره یې کړو.

خو سره له دومره هلو ځلو بیا هم ولې (دروغجنه میډیا)؟ حتا اکثر خلک له رسنیو سره خبرو کولو ته نه حاضرېږي وایې، زه چې څه وایم بیایې هسې نه نشروئ! یا وایې، زمونږ خبرې ځای نه نیسي او داسې نور بېلا بېل دلایل وایې. کله مونږ ته نیغ په نیغه وایې، تاسې ټول دروغ وایاست! د مثال په توګه وایې، کله چې یو ځای کې نښته شوې وي، نو تاسې د یو لوري تلفات او زیانونه یادوئ، خو د بل لوري تلفات او زیانونه پټوئ! د یو لوري نیمګړتیاوې او عیبونه بیانوئ، خو د بل لوري په نیمګړتیاؤ او عیبونو پرده اچوئ او له هغوی ملائیکې جوړوئ! د خاین نوم او څېره نه ښکاره کوئ! د یو چا خبرې ټولې نه خپروئ! او بالاخره دا چې هېڅ حقیقت نه نشروئ!.

زه د دوی خبرې، ګیلې او اندېښنې تر یو بریده پر ځای بولم، خو دا هم وایم، چې ټولو ته په یوه سترګه مه ګورئ! د یو لاس پنځه ګوتې برابرې نه دي.

مونږ چې کله کومې سیمې یا ځای ته د خبري پوښښ لپاره ځو، نو هلته چې څه په سترګو ګورو او یا یې عیني شاهدان راته وایې او اورو یې، نو خلکو ته یې په غږیز، انځوریز او یا لیدنیزه بڼه بیانؤ.

» مونږ نه شو کولای، چې له لیدلو، شواهدو او کره اسنادو پرته څه نشر یا خپاره کړو.

» د وخت د کمښت یا ارزښت له امله نشو کولای، ستاسې خبرې ټولې نشر کړو.

» د محکمې له حکم پرته د یو چا څېره د مجرم په نوم نشو ښودلای، ممکن هغه کس بې ګناه ثابت شي، نو د هغه کس شخصیت، ابرو او حیثیت ته ضربه واردېږي.

» ستاسې خبرې، اندېښنې او شکایات ځای نیسي، ځکه ستاسو د خبرو پورې اړوند ارګان، اداره او یا کس ستاسو له خبرو متأثره کېږي او اړ کېږي، چې مثبت فکر او کړنه ترسره کړي.

» کله چې په کوم ځای کې پېښه یا برید شوی وي، نو مونږ چې هلته ورشو سمدستي اجازه نه راکول کېږي، چې د پېښې په اړه بشپړ مالومات تاسې سره شریک کړو، خو کله چې اجازه راکړل شي، نو څه چې مونږ هلته ګورو یا اورو په اړه یې تاسې ته مالومات درکؤو.

» که مونږ هلته د په نوعیت، کمیت او کیفیت کې د راته ویل شؤو خبرو پرته تغیر راولو، مونږ مسؤل ګڼل کېږو بیا به د دولت مسؤلیت څوګ په غاړه واخلي او حتا په ټولنه کې ریښتیا هم په دروغجن پېژندل کېږو، ځکه نورو رسنیو یو ډول بیان کړی وي او ته د نورو ټولو مخالف بل څه وایې.

» راځم اصلې خبرې ته، چې ټول خبریالان او رسنۍ دروغجنې نه دي، بلکې څه چې ګوري یا ورته ویل کېږي هغه بیانوي، نو له تاسې په ډېر درنښت هیله کوم، چې زمونږ شخصیت او حیثیت ته هم پاملرنه وکړئ او ټولو رسنیو او خبریالانو ته دروغجن او دروغجنه میډیا مه وایئ! هر څوک پوهېږي، چې غوا توره او شیدې یې سپینې.

که څه هم چې د بیان ازادي، مصؤنیت او امتیازات د خبریالانو حق دی؛ خو مونږ له دغه حق څخه بې برخې پاتې یو. حکومت په ډېرو برخو کې پر مونږ  سخت سانسور وضع کوي، په داسې حال کې چې په وروستیو کلونو کې په ټولیز ډول نوي ژورنالیزم او د بیان ازادۍ ګام په ګام په افغانستان کې وده کړې؛ خو له حکومت څخه ګیله مند یو او ترې غوښتنه کؤو، چې پر خپلو ژمنو ودریږي او د بیان د ازادۍ هغه اساسات دې عملي کړي؛ کوم چې د ولسواکۍ پر بنسټ يې له نړیوالې ټولنې او خلکو سره ژمنه کړې ده.

همداراز د مصؤنیت په تړاو یې هېڅ کارنه دی شوی او هېچا هم په سختو شرایطو کې د ځان ساتنې او راپور ورکولو ځانګړې روزنه خبریالانو ته نه ده ورکړې، چې له مخې یې په تېرو کلونو کې ډېرځله ژورنالستان قرباني شوي هم دي.

مونږ د یو خبر په جوړولو زیات لګښت او وخت تېرؤ او ستونزې زغمو، خو تاسې یې په څو دقیقو کې ګورئ او بیا ډېر ژر پرېکړه پرې کوئ!.

دا هم منم، چې ځینې رسنۍ او خبریالان به د بېلابېلو لاملونو له امله یو اړخیز راپورونه خپروي، خو دا په دې مانا نه، چې ګواکې ټول خبریالان او رسنۍ کاذبې دي.

د وچو له امله لامده مه سوځئ! په افغانستان کې ژوند او بل هر کار ډېر سخت دی، خو زما په نظر خبریالي تر ټولو سخت کار دی او دا، چې بیا ستاسې دا خبرې ورسره مل شي، چې دروغجنه میډیا یا خبریال، نو هغه ده، چې د خبریال په همت او کار کې کمزورتیا او خنډ پیدا کوئ!.

هیله ده خفه هم نشئ او له دې وروسته خپله پرېکړه سمه او پر ځای وکاروئ.

درناوی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندی

محترم خبريال صيب تاسو ته سلام او احترام که اشتباه نه وم نو دا ستا دوهمه ليکنه دی چی زه ئی په نن کی لولم، خبريال صيب تاسو به کيداي شی د خبر جورولو په اندوخر کی د مصروفيت له وجهی افغانانو ته په پخواني سترگه گوري، خو حقیقت داده چی نن سبا هر بيداره افغان تر هر خبريال دیر مسلکی او د هر خردجال شیطنت له ورايه تفکیک کولاي شي. تاسو په همدي ليکنه کی که له يوي خوا له درواغو انکار کوی له بلی خوا مو د منکره درواغو عذرونه او سببونه یاد کری دي. ستاسو دا جمله… نور لوستل »

غوربندی

په تیر پسی،،،

د راتلونکي هوسا او باثباته افغانستان لپاره لازم ده چی رسني تولی دولتي شي او د دولت په چوکات کی د ملت د سرلوري او مصلحتونو په رنا کی ازادي (قوانین ) وضع او پاليسي ورکرل شي ياني پری تطبیق کرل شي، د تخلف په صورت کی په داسي توگه مجازات شي چی خپل د ژوند شريکي ته هم حال (مظاهره) ونشي کولاي، پاته لا دا چی مدني (معديي) فعالانو يا د خبريالانو تولنو ته شاكي شي.

ابو حلیمة

دروغجنه میډیا! ملګریه: کامیابی دی په نیکو اعمالو کی له الله نه غواړو میډیا سی کله هم درواغ و وایی رسوا او خلکو ته مخ تورنه کیکی ننی میډیا وال دروغ نه وایی، ولی متاسفانه هغه رښتیا خپروی، سی به هغه سره ملت ټوټی ټوټی، له حقایقو څخه یی لری، او په خپلو منځونو کی یی سره بی اعتباره کړی، هغه خبر خپروی سی هغه خبر دښمن په ډیر دقت سره جوړ او نشر ته اماده کړای وی، دوی ته یی له هغو عینکو اور ښیی سی دملت دښمن خوښی کړی وی، همدغه میدیا د دښمن اساسی او کارندویه قوی… نور لوستل »

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x