د افغان هويت د مسخ کولو دسيسه
درنو وروڼو او خويندو! لږ پام وکړئ، لږ وخوځېږئ، لږ ويښ شئ. نن ورځ په لوی لاس ستاسې د تاريخ، هويت او وياړونو د له منځه وړلو هڅې کيږي. دا دی په خوست کې هم د کورنيو جګړو د يوه مخکښ او د زرګونو بېګنا وګړو په قتل تورن يوه کس په نوم يو پارک ونومول شو. د رباني په نوم د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون له نومولو وروسته په نورو لويو ښارونو کې هم د ورته نوم اېښودنې لړۍ روانه ده او لرې نه ده چې دافغانستان د وياړلو تاريخي څېرو پر ځای به د حبيب الله کلکاني، رباني، مسعود، دوستم او نورو په شان بدنامو کسانو نوم اخستل کيږي چې دا په خپله د افغان هويت او وياړونو سره ښکاره دښمني ده.
د شمال ټلوالې واکمنو کړيو د ځينو نورو غلامو واکمنو په ملاتړ د افغانستان د تاريخ په مسخ کولو پیل کړی دی او تل ېې دا هڅه کړې ده چې د انګرېزانو او روسانو پر خلاف د افغان ولس د سپېڅلي مقاومت پر ځای د خپل کرکجن او تېر لنډ تاريخ سپيناوی وکړي او په دې ډول د افغان ولس تاريخي وياړونه د دوی په اصطلاح د مقاومت په بدنامه تاريخ بدل کړي.
موږ له افغان دولت، مدني ټولنو، ځوانانو، مبارزينو، نړيوالو او ولس څخه غواړو، تر څو د دا ډول پرېکړو او هڅو پر وړاندې په کلکه ودريږي او نور پرېنږدي چې د پرديو ګوډاګيان او بې هويته کسان ېې تاريخ ومروړي او پر ځای ېې د خپل ناولي تاريخ پاڼې په سپينو پاڼو ځای پر ځای کړي.
افغــــــــــان يون