افغانستان

د ولسي جرګې او کابینې یو شمېر غړي معتادان دي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، تلې ۲۸مه، ۱۳۹۴ل): د عامي روغتیا وزیر او د ولسي جرګې یو غړی وایي د نشه یې توکو او ناقانونه درملو په کاروبار کې لوړپوړي چارواکي لاس لري.

د روغتیا وزیر پیروزالدین پیروز پرون د ولسي جرګه په استجوابیه غونډه کې وویل تر څو چې لوړپوړي چارواکي د نشه یي توکو له کاروبار څخه لاس نه وي اخستی نو دا ستونزه به حل نشي.

په همدې مهال د کورنیو چارو وزارت د مخدره موادو سره د مبارزې مرستیال باز محمد احمدي هم دا مني چې پر یو شمېر چارواکو سربېره بهرني ځواکونه هم د نشه یي توکو په کاروبار کې ښکېل دي.

د ښاغلي احمدي په خبره که د دوی ریاست د کابل پر هوایي ډګر کنټرول لرلای نو هېچا ته به یې د نشه یی موادو د واردولو اجازه نه وه ورکړې. د نوموړي په وینا: امریکایانو د کابل هوايي ډګر د امنیت مسؤلیت د ګلوبل په نوم یوې شخصي بهرنۍ شرکت ته ورکړی او هغوی د شرابو او نورو نشه یي توکو د واردولو مخنیوی نه کوي.

د ولسي جرګي غړی او د خوست استازی همایون همایون وویل: د سټيټيک په نوم ټابلیټ چې نشه لري او د انسان شهوي قوې پاروي د دې ولسي جرګې وکیلان او د کابینې ځینې غړي یې هم استعمالوي.

د روغتیا وزیر ډاکتر پېروز د ښاغلي همایون خبره تایید کړه خو وویل دا ټابلیټ عام استعمال لري خو تر دې زورورې ګولۍ هم شته چې په هیواد کې پلورل کېږي او له بهره واردیږي ؛ خو هر څوک یې نشي را نیولای. ځکه ډېره ګرانه بیه لري.

وحیدپاڅون

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استا ذ بیانزی

دا چه څوک لمړی د خپل ناموس او بیا د خاوری ، خلکو او خپلواکی د پلورلو د پاره د نړیوال کفر ډالری تر لاسه کوی تر دی ډالرو خمار او نور نشه توکی چیری دی او هغه هم چا ته چه مخکی به یی پولیۍ او الوګانو او چرګان خرځول او اوس په مرمی ْضد لندکروزورو کی د پاډی ګاردانو سره د کابل او افغانستان په نورو لویو ښارو کی ګرخی هره اونی په دوبی او هر میاشت په اروپا او امریکا په عیاشو محلو کی وی نو دغه ډالرو ته که په نشه توکو روږدیدل نه وایاست نو… نور لوستل »

engener habeeb

وزیرصیب هم په همایون طنز کوی.ورته وایی چی ته سه خبریی ساده گله اصلی گولئ خوماته معلومی.دا ستا هغی خو اوس عامی گولئ دی.موز چی سه خورو دهغی قیمت ته نسی اداککلای

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x