نظــر

ولس باید پر خپلو معیاراتو له سره غور وکړي

لیکوال: باعث قطب

جناب اشرف غني ښايي د نړۍ د تبلیغاتي شعارونو پراخه ترینه هدیره وي، دا د شعار ورکونې عادت یې وروسته تر ټاکنیزو مسابقو او دیموکراتیکو ټولټاکنو هم ورسره ملګری دی او اوس هم په ګرمو او هیجاني خبرو کولو سره له ناستو د لاس پړقولو تمه لري چې ډېری درباریان یې اوس هم په چکچکو بدرګه کوي.

اشرف غني له هغه وخته چې د مطبوعاتو د مایکونو شاته راغلی؛ یوه خیالي کله وه او کېدای شي چې د همدې خیالي افکارو له وجهې د تفکر تر دوهم مقامه رسېدلی وي. کله چې ده جناب د لومړي زل لپاره د ټاکنیزو مسابقاتو میدان ته راودانګل – یانې را ودانګل شو ــ نو دا خیالي تفکرات یې په ملت ووېشل او ملت همدې تصوراتو تر دې ځایه راورساوو چې د امریکا او نړیوال کفر مرسته یې تر شا -لکه د فضایي راکټ د سون توکي- شتون درلود. دا د دوستۍ اړیکې له هغه راهیسې پیل دي چې دای د بېروت له استعماري پوهنتون څخه د امریکا د رهبرسازۍ په کدر ونازول شو. دا شخص یې هم لکه حنیف اتمر د همدې ورځې لپاره ساتلی وو چې د امریکې د چوپړ ویاړ تر لاسه کړي لکه څنګه چې اتمر د امنیتي تړون په امضا کې تر لاسه کړ.

کله چې ملت د ده -غر غوښې او سیند ښوروا کولو- شعارونه واورېدل او د ګېډې له فقر څخه چې د تاریخ په اوږدو کې ورسره لاس او ګرېوان وو؛ د خلاصون خیال ور تزریق شو، نو خپل شته اعتقادي او عقلي معیارات یې د متفکر په خیالاتو کې له خاطره ووتل او پرې خطا شول.

د دې تېروتنې فیصله به ملت ته پرېګدو… رازو ديته چې په دې غوړو شعارونو ولې اشرپ غني سترګې مړې کړې او د ملت په هیلو یې سوړ رېګ وپاشه؛ د تاریخ په اوګدو کې مو د نظام واګې تل د فاسدو او غلو په لاس کې وې، تل یې د ملت په خزانې او جېب خپل غلې او د مظلومو په وینو سرې پنجې خښې کړې او په عقیدوي وراثت یې د نظام واګې خپلو پرازیتو ته پریښودې چې د ملت راتلونکی یې هم له بلاوو سره ښکېل کړ.

دولتونو مو تل په سرنوشت لوبې کړي او په ګڼو دښمنانو یې پلورلي یو. که کوم مشر د افغاني ارزښتونو د ساتلو په نوم کار کړی او پر خلکو یې ځان تپلی؛ تر ډېره یې خپل شخصي مصلحتونه په سر کې نیولي دي. دا ولې؟ دا ځکه چې موږ تل د نظام په کار، کار نه دی لرلی او تل مو ځان له خطره د تېښتې په نوم څنډې ته کړی او له سیاسته سره مو د نه کار معیار په سر کې نیولی، په همدې اساس په موږ تل د دوی له خوا سیاسي مصلحتونه شوي دي. زموږ معیارات هم ورځ تر بلې چې حالت مو د ذلت پر خوا په نزول دی؛ له اسلامیته د الحادیت او مادیت په لور تللي او بوول شوي دي!

دا چې په دې لېږد کې چا پېړۍ پېړۍ خوارۍ کړي دي او موږ یې د اسلام له پرتمین تصوره د مادیت په ناورین ککړ کړي یو؛ ټولو ته لکه لمر روښانه ده. زموږ ملت د استعمار او ورپسې معاصرې جګړې (عقیدوي او ایدیالوژیکې جګړې) اوږد تاریخ او تجربه لري، څوک به پدې توطئه خبر نوي؟ هغه څوک چې د غرب په ظاهري پرمختګ کې یې معنوي بصیرت له لاسه ورکړی وي.

خو زموږ لویه ستونزه د هغو څټو سم نه پېژندل دي چې د لویدځ له خوا د روبوټ په ډول زموږ په معیاراتو او بلآخره پر سرنوشت د واک سیوری لري، موږ تل د داسې اشخاصو په پېژندنه کې تېروتي یو نو ځکه مو حالت تر دې ذلته رالوېدلی دی.
یوازې زموږ ملت نه بلکې د نړۍ په ټولو مسلمه ملتونو چې پېړۍ وړاندې د امت په نوم پېژندل کېدل؛ همدا استراتېژۍ عملي کیږي.

ولې تېروتي یو؟ ولې په دې موقعیت کې لوېدلي یو؟ ځکه خپل ایمان مو د دنیا په زینت او مصلحت کې سر ټيټی کړ او په مقتضیاتو یې ونه پوهېدو!

نو دغسې ماشیني شخصتونه پر موږ حاکم دي او د دیموکراسۍ په نوم د غرب د ګټو او بلآخره د چارو په دنیاوي کولو او دنیا پرستۍ کې غټ واک لري (یانې واک مو ورکړی).

سره له دې چې دغسې غلامانو زموږ پر اعتقاد د بطلان خط راوکاږه؛ د ملت په مادي آرمانونو یې هم خاورې وپاشلې.

نن دې ملت ته پکار ده چې پر خپلو معیارونو یو زل بیا غور وکړي. د غرب پرستو په غوړو وعدو ونه غولیږي او د اسلامي نظام راتګ د ځان او ټولنې نېکمرغي وګڼي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x