ورزش

افغانستان تر یوې سختې مسابقې وروسته له زمبابوۍ ماتې وخوړه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، تلې۲۷مه ۱۳۹۴ل): زمبابوۍ د افغانستان لخوا ورکړل شوی ۲۲۴ هدف د وروستي اور په څلورم بال پوره کړ.

افغانستان د لوبې تر پایه ښه مسابقه وکړه او تر وروستي اور پورې لوبه دا یوه داسې ډارونکي فلم په څېر وه چې لیدونکی یې مخکې صحنو ته جلا تلوسه لري او هم یې له عواقبو ډاریږي.

د زمبابوۍ د لوبې پیل ښه و، په ۴۰ منډو یې لومړنی لوبغاړی د یوې تېروتنې له کبله د لوبڅار لخوا سوځيدلی اعلان شو، دوهم لوبغاړی يې په ۷۸ او درېیم يې په ۱۱۷ منډو وسوځېد. د زمبابوۍ د ګټلو ستر راز هم د دوی دغه شراکتونه وه چې یوه لوبغاړي له بل سره جوړ کړل.

زمبابوۍ خپله څلورمه ویکټه په ۱۷۸ منډو د لاسه ورکړه او په پنځمه ویکټ یې ټاکلی هدف په وروستي اور کې پوره کړ.

د افغانستان له لوري امیر حمزه یواځينی توپ اچونکی و چې د زمبابوۍ درې توپوهونکي یې وسوځول. پاتې نور په دې ونه توانیدل چې د مخالفې لوبډلې کوم لوبغاړی وسوځوي.

زمبابوۍ د ددغو لوبو په لړۍ کې په افغانستان برلاسی دی او له درې سیالیو یې دوې ګټلي دي.

څلورمه سیالي د اکتوبر په ۲۲مه د پنجشنبې په ورځ ترسره کیږی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x