هرات : غوريان ولسوالي او دامنيې قومنداني تر سختو بريدونو لاندي دي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، تلې ۲۸مه، ۱۳۹۴ل): د هرات ولايت د غوريان ولسوالۍ مرکز او امنيه قومنداني د طالبانو له لوري تر بريدونه لاندي دي .

د طالبانو له لوري ياده پېښه تائيد شوې خو د مرګ ژوبلي په اړه يې کره جزئيات نه دي خپاره کړي .

ددې پېښي تر څنګ دهرات اسلام قلعه دلاري عمومي قومندان عبدالرحمن هم د طالبانو له لوري د ۲ پوليسو په شمول مرګونی ژوبل شوی .

طالبانو ته نیژدو سرچینو ویلي چې د غوریان ولسوالۍ مرکز ، امنیه قومندانۍ او شاوخوا پوستو سقوط وکړ، اوس دوی باندي واکمن دي.

طالبانو رسما ددغه خبر پخلی نه دی کړی، او نه یې هم دا ویلي چې دهغو عسکرو او دولتي چاوراکو سره یې څرنګه چلند کړی چې په دغه ولسوالي کې د دوی سره جګړه کړې.

حکومتي چارواکو يې لا په ډې اړه څه نه دي ويلي، خو ددې تر مخه ځینو ازادو سرچینو د غوریان پر ولسوالۍ د طالبانو د برید او جګړو خبر ورکړی وو.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د