شعـــــرونه

زه به خپل د هدف لوری ته لار باسم

نورمحمد غفوری

نور محمد غفوري
نور محمد غفوري

ډیر ظلمونه،  استـــبداد  او نا کــــردې        په ما   وکـــول  نامـــردې  زمــــــــانې

په غمونو کې پیدا سختو کې لوی شـوم        په زحمت کې تـــیروم لا ورځـې،  شپې

په سړو او په ګرمو او شکــنجو کـــی        فلک وکړې  په ما   ډیرې  تجـــــــربې

لا هــــنوز که د  ثبات امــتحان اخلی؟        ور پــه ګـوته بـه کـــړم نورې نــښا نې

پریږده پریږده چی ارمان ئی پاته نشی        هــره خـوا دې را تـــه بلې کــړي لمبې

زه به خپل د هدف لوری ته لار  باسم        څوک چی څه کوی هغه د کړی نخری!

خیر که ته ئی رانه بیله زې تنها کړم          را ســره دی  ســتا د مینی خاطـرې

5.06.1982
بلغاریاــ صوفیه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x