نظــر

دشلګر پاڅون خېلو ترفیع وکړه

ghazni-uprisingتېره ورځ دکورنیو چارو وزارت  دپولیسو د ۵۰۵ سپین غرزون قومندان عصمت الله علیزی دغزني ولایت داندړو ولسوالۍ مرکز میري بازار ته تللی وو ترڅو په هغه مراسمو کې شرکت وکړي ، چې په دې ولسوالۍ کې د ( پاڅون ) په نوم دپيل شوي اربکي خوځښت ګډونوالو ته دترفیع او رسمیت ورکولو لپاره  رابلل شوي وو .

عصمت الله علیزی علیزي په دې مراسمو کې هغه سراېله اربکیان چې تردې وړاندې یې ځان  ( ملي پاڅون ) نوماوو رسما دکورنیو چارو وزارت دمحلي پولیسو تر ریاست پورې مربوط کړل ، په دې مراسمو کې ددوه سوه پاڅون خېلو له سره نوم لیکنه وشوه ، او رسما دمحلي پولیسو ( اربکیانو ) په نوم ومنل شول ، دکابل چارواکو په وینا په دې توګه په غزني کې دپاڅون په نامه مجهول الهویته خوځښت ته دپای ټکی کیښودل شو ،ځکه ګډوانوال یې اوس رسمي اربکیان شول .

دشلګر پاڅون خېل هغه وسله وال دي چې په تیرو څو میاشتو کې یې دادوهم ځل دی چې خپل عنوان بدل کړی او داسې ښکاري چې اوس دوی هم نه پوهیږي ، چې څوک دي او دڅه لپاره ځانونه او نور وژني .

دتیرژمي په وروستیو او دپسرلي په سرکې دشلګر پاڅون خېلو ځانونه  دحزب اسلامي مجاهدین بلل ، حزب اسلامي  هم دوی خپل کسان بلل ، او کلکه دفاع یې ترې کوله ، ترهغه وروسته دوی په ځان دملي پاڅون نوم کیښود او څو میاشتې ترهمدې عنوان لاندې  دبي بي سي او ازادۍ راډیو  سورڼي ته ښه په اخلاص وڅرخېدل ،په دې موده کې دوی تراړتیا ډیر وپړسول شول ، دکابل پتلون کړیو ، جګړه مارانو او نورو بګیلو او دشرمندګۍ په پوله ولاړو سیاستوالو او صاحب نظرانو ورپورې خپلې ټولې هیلې غوټه کړې او دځان لپاره یې دنجات دبیړۍ یوازیني ملاحان  وبلل ، له غفورلیوال نه نیولې بیا دپسرلی تربیلمازانو ټولو ډالري تنخوا خورو  ورته  خیټې خیشتې کړې ، چې که خیر وو نور له امریکانه  په نولس پاته صلیبي جګړه دهمدې پاڅون په مټ کامیابه کیږي .

دوی په پوره بې عقلۍ دشلګر لوچک اربکیان دعربو له پاڅوالو سره تشبیه کول ، او خورا درنې هیلې یې پورې تړلې ، په دې موده کې دوی دشلګر جنګیره اربکیان او یو شمیر لوچک فیسبوکيان ښه وباټول او دشوتلو دبګړیو په ورتړلو سره یې سم استعمال کړل ، هغوی ته یې درانه القاب ورکړل ، په راډیو ګانو کې یې ورسره مصاحبې وکړې او لاپو شاپو ته یې ښې چکچکې وکړې .

مګر څنګه چې وایي  ( دښې ورځې وروره په بده ورځ پیغوره ) کله چې داربکیانو زوال او ذلت پيل شو او ورځ په ورځ یې دشرمندګۍ نښې راڅرګندې شوې ، نو ددوی نړیوالو او کابل میشتو ملاتړو یې هم له  مرستې او ملاتړه لاس واخیست ، موږ ولیدل چې په بیا بیا ګڼ اربکیان ووژل شول خوپخوانیو په ملاټپوونکو یې یو  آه قدرې هم پرې ونه کړ او نه  یې په بده ورځ ددوی غږ  او فریاد واورېده .

دپسرلي بیلمازان چې په پاڅون پاڅون یې کومې وشلول ، کله چې دپاڅون دوژل شوي مشر عبدالمالک  ژوندلیک دنشر لپاره ورولیږل شو نو لومړی خو یې نه نشراوو او وروسته یې چې کله خپور کړ نو لاندې یې ورسره ولیکل ( چې له دې لیکنې سره ددوی دریځ موافق نه دی ) مطلب داچې دعبدالمالک  شهادت ( ؟؟؟) او مبارزه دوی هم په رسمیت نه پيژني .

دشلګر اربکیان دخپلې دندې په دوهم پړاو کې له لنډه موده تشهیر وروسته له سختو ستونزو سره مخامخ شول ، ډیر مشران یې ووژل شول ، ډیری افراد یې وتښتیدل اونور یې هم ډیرې بدې ورځې ولیدلې .

اوس چې دعصمت الله علیزي په لاس دوی له سره اربکیان شول دا خبره مهمه ځکه ده چې په دې سره ددوی په باره کې رامنځته شوی ابهام له یوې مخې ایسته شو، خبره  سپینه ، کره اویوطرفه شوه ، دوی که پخوا هره دعوا کوله  مګر اوس بې له شکه  محلي پولیس  او یاهم اربکیان دي .

دشلګر اربکیانو چې دکال په سرکې مجاهدین ، په مابین کې پاڅون خېل او په پای کې پولیس شول په دې یې ډيره خوښي ښودلې چې دوی دمحلي پولیسو ترنامه لاندې په یوه چوکاټ کې راغلي ، دوی ویل پخوا زموږ تنخواګانې ، اسدالله خالد او فیضان ترخپل منځ سره تقسیمولې ، وینې زموږ توېیدې خو ددوبۍ عیشونه  مامورجبار کول ، نه  وسلې رارسیدې او نه هم خوراکي مواد ، اوس چې په رسمي توګه محلي پولیس وبلل شوو ، شاید چې ترپخوا به مو تنخواګانې یوڅه ښې شي .

افغان مجاهد

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x