شعـــــرونه

غزل – امید عمرخېل

شاعر: امید عمرخېل
شاعر: امید عمرخېل

دسیند لمنې بارانونه ټول کړل
چا مې له سترګو انځورونه ټول کړل

چا مې تقدیرته شمع بله کړله
ډیوې له شپو زما خوبونه ټول کړل

چې به ېې سیوری په منګیو جوړ وه
چا له ګودره چنارونه ټول کړل

هلته ماشومې به کتاب اخیستۍ
ظالم قلم او کتابونه ټول کړل

امید کرلي دي لاسونو کې ډیر
چا له لاسونو مې ګلونه ټول کړل

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x