آیا روسان زموږ په هيواد کي هم د مداخلې خیال لري؟

ليكوال: عبدالمالك همت

لیکوال: استاد عبدالمالک همت

لیکوال: استاد عبدالمالک همت

د تېري یکشنبې په ورځ نړي والو رسنيو خبر خپور کړ چي د روسیې لومړي وزیر ديميتري مدیدوف اعلان وکړ چي هيواد يې په سوريه کي له بشارالاسد څخه د ننګي (دفاع) لپاره نه، بلکي د خپلو ملي ګټو او مصالحو لپاره جنګیږي او دلیل يې دا ښوولی دی چي په سوریه کي د روسیې پوځي مداخله روسیې ته د بنسټپالو د ننوتو د ګواښ د مخنيوي لپاره ده، ځکه که ترهګر په سوریه کي ونه ځپل سي، نو روسیې ته به ولاړ سي.

د مدیدوف دا خبره رشتیا او دقیقه ده. هر هيواد خپل ، خپل اهداف او مصالح لري او هیڅ هیواد د نورو په غم کي نه وي. هر هیواد د نورو ولسونو په ځپلو، خوارولو او لاندي کولو، ښکېلولو او په نورو هيوادونو کي د خپلو پلویانو او مزدورانو په پيدا کولو او استخدامولو کي خپلي ګټی او خپلي موخي لټوي. که کوم هيواد د بل هيواد سره دوستي هم کوي، بیا هم بې مطلبه نه وي.

هر سړی تر خپل مطلبه پوري یار دی
ما بې خپل مطلبه یار لیدلی نه دی

خو په دې مداخلو د ځینو وس نه رسيږي، ځيني داچاري په يو ډل مناسبه توګه ترسره کوي او ځيني بیا په دې اړه د خپلو امپریاليستي خاصیتونو او غرور له امله تر دې کچي سراښ وي چي په دې لاره کي هم نور ټوکر ټوکر کړي او هم خپلو هيوادونو ته سخت تاوانونه ورسوي. دا چاري په ډول ډول لارو تر سره کيږي، چي وروستۍ پوله يې پر بل هيواد باندي پوځي تېری او اشغال دی.

دا هم باید له هېره ونه باسو چي دغسي ښکېلاکګر هيوادونه له خپلو اجیرانو او ګماشته ګانو څخه تر هغه مهاله کار اخلي چي په کار يې وي او چي کار يې ځني واخیست بیا يې د خټو د مزدور غوندي جواب کړي او مخ يې هم نه ويني.

په سوریه کي د روسانو پوځي مداخله پر پورتني ښوول سوي دلیل سر بېره نور اصلي او عمده دلایل هم لري او هغه دادي چي په روسیه کي د کمونيسانو د واکمنۍ له وختو څخه تر اوسه امريکې او نورو لوېدیزو هيوادونو د نړۍ په بېلو بېلو ګوټونو کي د روسانو ګټو ته سخت زیانونه اړولي دي. امريکې او ملګرو يې روسانو ته په افغانستان کي سخت تاريخي شرمونه او نه جبيره کېدونکي تاوانونه واړول. د دې خبرو غچ اخیستل نه د روسانو له زړونو څخه وتلی دی او نه وزي. طبیعي وه چي په روسیه کي د کمونيزم له ړنګېدو، د شوروي واکمنۍ له ټوټه ټوټه کېدو او کمونيستي بلاک  تر راپرځېدو وروسته روسانو د امریکا او لویديځ پروړاندي سمدستي هيځ نه سوای کولای. ځکه نو اړ ول چي په نړۍ والو چارو کي د امريکایانو د خپل سريو او پر نورو هيوادونو باندي د هغو د تېريو په اړه د نندارچيانو په توګه واوسي. امريکې په افغانستان کي د روسانو پر ګتو باندي په همدغو سختو ګوزارونو بسنه ونه کړه او خبره يې تر دې ورسول چي پر عراق باندي په تېري کولو سره يې هلته د روسيې په ملیارډونو پانګوني پر هيڅ او برباد کړې. روسانو په سوریه کي هم زښته زیاته پانګونه کړې وه. امريکې او نورو دلته هم د روسیې ګټو ته سخت تاوانونه متوجه کړل. بیا يې په اوکراین کي د خپلو ګومارلو او لاسپوڅو په مټ د روسانو پلوی واکمن له واکه وشاړه. پردې سره بېره امريکایان او پلویان يې د روسيې په چاپېر او نړۍ کي په داسی چارو لګيادي چي یا اوس یا په راتلونکې کي د روسانو او د هغو د ملګرو په سخت زیان تماميږي. روسانو دا هرڅه ليدل ، خو له نه وسه شهو خور وه. ځکه نو روسانو په دې څو تېرو کلونو کي د خپل اقتصاد د بیا رغښت او لا ښه کېدو، د خپلو پوځي ځواکونو د بیا اصلاح او آرایش او داسي نورو سمونونو، لاسته راوړنو اوچمتو والو کوښښونه وکړل. د چين او نورو سره يې ملګرتیا ټینګه کړه او د شانکهای تړون يې چي په ښکاره اقتصادی، خو په اصل کي پوځي تړون دی رامنځ ته کړ. او په عین حال کي يې دا ډېر کلونه امريکې او د هغې ملګرو ته موقع ورکړې وه چي پر نورو هيوادونو باندی په تېريو، جنګ جګړو او ډول ډول ظلمونو او تعداوو هم ښه بدنام سي، هم ښه ستړي او هم يې اقتصاد ته درانه تاوانونه واوړي.

اوس چي امريکا او ملګري يې په نړۍ کي سره نيڅۍ سوی او سخت بدنام او منفور سوي او په افغانستان، عراق، سوريه او نورو ځايونو کي د جګړې په ډګرونو کي سخت مات سوی، اقتصاد يې دړي وړي سوی او د خپلو یکه تازیو او خپل سریو ناوړي پایلي یوه په بلي پسې څکي او هرځای پړه هم د امريکایانو له خوا ده ، په تېره د اوکراین د واکمن په راپرځولو او د کریمیا او د اوکراین مېشتو روسانو په اړه ملامتیا پر امریکایانو اچول کيږي، نو روسانو له خپلو ګټو او مصالحو څخه د ننګي او دفاع وخت مناسب وګاڼه او په څو کلن، بشپړ چمتو والي، پیاوړی پوځ، ښو وسلو پیاوړي اقتصاد او د ولس، نړي والو ملګرو او خپلي کلیسا د ملاتړ په درلودلو سره يې تر هرڅه دمخه کريميا په خپل هيواد ګډه کړه، په اوکراين کي يې د روسي نژادو په را پاڅونه، هڅونه او ملاتړ د بېلتون پالني د ستونزو او جګړو او ناامنيو اورونه بل کړل، په دې وروستيو کي يې دادی په سوریه کي پوځي هيښانده او حیرانوونکې مداخله وکړه، د بشار اسد د شیعه، علوي پلویانو، ایرانیانو کيوبایانو او نورو په ملګرتیا دادی د اسد د هغو مخالفينو چي د امريکې روزلي دي په شمول ټول مخالف وسله وال او عام ولس په بې رحمو بمباريو ځپی او امريکایان او نور يې په يوه داسي حالت کي درولي دي، لکه په يوه کلي کي چي ناببره يو غټ لېوه راښکاره سي او له حیرت او وهمه د ټولو پر ځانونو باندي وېښتان شخ شخ ودريږي او نه پوهيږي چي څه وکړي.

امريکایان او ملګري يې د روسانو دې جسوررانه اقدام ته داسي هيښ پاته دي چي دا مازی سپوڼ لا هم نه سي ورته وهلای.

اوس سوال دادی چي تر دې وروسته به روسان څه کوي؟ آیا دوی به پر دغه پوځي تېري بسنه وکړي او که به تر دې وروسته زموږ هيواد ته وار راباسي؟

اوس د افغانستان په اړه، په تېره دلته د داعش د شتون، د طالبانو او د داعش د جنګیالیو د شمېر او د امريکايي پاسپورټ لرونکو روزونکو له خوا په روسي ژبه د داعش جنګیاليو ته په افغانستان کي د روزني ورکولو په باب د روسانو د ځينو څرګندونو او په افغانستان کي د داعش د جنګیالیو ځپلو ته د چمتووالي د څرګندولو او له افغانستان څخه روسيې ته د یوه پلاوی له ورتلو او مذاکرو څخه داسي راوزي چي روسان په افغانستان کي هم د مداخلې لپاره پلمې جوړوي. په دې اړه د روسيې د هيواد د سیاسي او سفارتي لوړپوړو چارواکو ځينو څرګندونو، اړيکو، تګ راتګ او نورو امريکایان، ناټو او نور لوېديځوال سخت وارخطا کړي دي او د افغانسان په اړه يې د روسيې تحرکات تر سختو او پرله پسې څارنو لاندي نيولي دي.

په افغانستان کي د روسيې پخواني او اوسني پلویان، په تېره په شمالي صفحاتو کي هم په دولت کي او هم په ملېشه يي ځواکونو او نورو ډلو ټپلو کي خورا ډېر دي. چي دې لاملونو هم امريکا په سخته خرخښه او اندېښنه کي اچولې ده.

خدای مه کړه که روس زموږ پر ګران هيواد باندي بیا ځلي تېری کوي، هغه به هم ښايي چي پر هغو سیمو وي چي اوس د ملېشو د جوړولو او پر هغو باندي د وسلو د وېشلو آوازې ځني راوزي. په ځينو شمالي ولايتونو کي دغه د ملېشو جوړولو او پر پخوانیو او نوو توپکیانو د وسلو د وېشلو بهير بې څه نه دی روان.

دلته د روسانو دې پټو او څرګندو تحرکاتو امريکايان هم پرخوځښت راوستلي دي. امريکا ته د پاکستان د لومړي وزیر ور غوښتل، په ناڅاپی توګه د افغانستان د پخوانيو زورواکانو پر تحرک راتلل او د کابل د ادارې له خوا هغو ته په دولت کي د زیاتي برخي ورکولو موافقه که څه هم په ظاهره په هيواد کي د طالبانو او ناامنيو پر ضد د اقداماتو بڼه ورکول کيږي، خو اصلي لاملونه يې هماغه د روسانو په وړاندي په افغانسان او نوره نړۍ کي د امريکایانو له خوا اقدامات دي.

بله داچي د امريکایانو رسمي او د نړۍ په سطحه اعلان سوی تصميم دا وو چي د امريکې او ناټو پوځونه به  د ۲۰۱۶ کال ترپایه له افغانستان څخه پای پوکه وزي، صرف زر تنه امريکايي عسکر به د خپل سفارت د ساتني لپاره دلته پاته کيږي. خو اوس که امريکا او ناټو د روس د دې خوځښتونو او نوو کرشمو د څرګندولو پرمهال له افغانستان څخه خپلي پښې سپکوي دابه امريکایانو ته يو ډول انتحار وي، ځکه مو نو دادی وليدل چي اوباما په دې لو انه اوتنه پر خپله خبره ونه درېدی، له خپله هوډه د نوي اړتیا او مجبوریت له امله واوښتل او په افغانستان کي د ناامنيو د ورځ تربلي ډېرېدو، افغاني وسلوله والو قواوو ، د ناړتيا او د طالبانو د پیاوړتيا په پلمه يې خپل پوځي شتون دلته د نامعلومي مودې لپاره وغځاوه.

ښه نو، اوس به څه کيږي؟

یو خودادی چي د لوی څښتن تقدیر د بنده ګانو په تدبیر پوري خاندي، وايي زه څه کوم او دوی ځه کوي؟ نو د خدای اراده چی څنګه سوې وي، هغه خو نو نه يو په بله کيږي. پاته سو زموږ اټکل، هغه دادی چي سر له دې اوسه به روس او امریکا ښه سره ښکر په ښکر کيږي. سختو تاوانونو ګاللو ته به هم اوږې ورکوي. قیامونه او ناامنۍ به نوري هم زور واخلي او د دوی د دې کشمکش له امله به بې وزلي خلک تر دې لا هم وځپل سي. نړۍ ممکن په پخوانۍ توګه نه، بلکي په بله او نوې بڼه پر دوو قطبونو ووېشل سی. له افغانستان څخه به امريکایي پوځي ځواکونه په آسانۍ سره د خلکو او طالبانو د غوښتنو سره سم ونه وزي، ځکه به نو رشتینې سوله هم داسي ژر ممکنه نه وي. زموږ خلک به د پردو غليمانو په شومو موخو او کړنو نور هم ښه پوه سي، د کفارو او د دوی د لاس کښېنولو له ناوړو عملونو به تر پوزي راسی او د حق خوابه ډېره پیاوړې سی. خو کېدای سي تر یو څه وخته د هيواد او خلکو کورني دښمنان، بېلتون غوښتونکي، زورواکان، په اصطلاح د مجاهدینو پخواني مشران، مافیايي حرامخوران، توپکیان، علمای سوء او ډول ډول ټلويزيوني، تبلیغاتي او توپکي اربکیان او نور موقع پالونکي ښه په غوره کي اوسي. خو په دې کي رشتينو مسلمانانو ته څه د نهیلۍ خبره نسته. موږ مسلمانان چي له لوی څښتن جل جلاله څخه پر هغه دنیا د جنت ښې او ښادۍ غواړو نو دا یو څه خواري او زحمت غواړي، لوی څښتن فرمايي:

﴿أَمْ حَسِبْتُمْ أَنْ تَدْخُلُوا الْجَنَّةَ وَلَمَّا يَأْتِكُمْ مَثَلُ الَّذِينَ خَلَوْا مِنْ قَبْلِكُمْ مَسَّتْهُمُ الْبَأْسَاءُ وَالضَّرَّاءُ وَزُلْزِلُوا حَتَّى يَقُولَ الرَّسُولُ وَالَّذِينَ آَمَنُوا مَعَهُ مَتَى نَصْرُ اللَّهِ أَلَا إِنَّ نَصْرَ اللَّهِ قَرِيبٌ (214)﴾ [البقرة : 214]

ژباړه: آيا تاسي داسي ګڼلې ده چي جنت ته به (هسي سلابلا) ننوزئ؟ په داسي حال کي چي تر اوسه لا پر تاسي باندي هغسي حالات نه دي راغلي، لکه پر هغو مسلمانانو چي راغلي وه چي تر تاسي دمخه تېر سوي دي. پر هغو ستونزي او کړاوونه راغله، ولړزول سول، ان تر دې چي د وخت پيغمبر او د هغه مسلمانو ملګرو وويل چي:” د الله مرسته به کله راسي؟“. خبر سئ چي د الله مرسته نژدې ده.

پر دې دنیا د بري ناوې په  صبر(مړانه ، د کړاوونو او ناخوالو په زغملو) اوپرله پسې جد او جهد کولو سره په غېږ کي نیول کيږي، لوى څښتن لارښوونه کوي:

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اصْبِرُوا وَصَابِرُوا وَرَابِطُوا وَاتَّقُوا اللَّهَ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ ﴿٢٠٠﴾  [آل عمران: ۲۰۰]

ژباړه: اى هغو کسانو چي الله او پيغمبر يې رشتيني بولئ او په شريعت يې عمل کوئ!(د خپل پالونکي پر طاعت، د شریعت پر تکالیفو او د ستونزو او سختيو په مقابل کي) صبر کوئ، د باطل پالو په مقابل کي (تر دې اندازې) مېړانه (او ثابت قدمي) وښياست (چي تر تاسي بل ښه صبر کوونکي نه وي او تر دوی زیات صبر کوونکي سئ) او زما او خپل دښمن د جهاد لپاره ملا ټينګه وتړئ او له الله څخه (په ټولو احوالو کي د هغه د اوامرو په ترسره کولو او له هغو چارو څخه چي منع کړي يې دي په ډډه کولو سره) وبېرېږئ، په دې هيله چي (د الله د رضا په تر لاسه کولو سره په دنيا او آخرت کي) برى درپه برخه سي.

همدا راز فرمايي:

وَلَا تَهِنُوا وَلَا تَحْزَنُوا وَأَنْتُمُ الْأَعْلَوْنَ إِنْ كُنْتُمْ مُؤْمِنِينَ (139)  [آل عمران: ١٣٩]

ژباړه: (اى مسلمانانو!) تاسي (د دښمن له جګړې څخه) کمزوري مه ښکاره کوئ (همت مه بايلئ) او مه ګروم کوئ (او مه په جګړه کي د کړاوونو د درپېښېدو له امله غمجن کېږئ). که تاسي په رشتيا مومنان پاته سئ (خداى او پيغمبر رشتيني وبولئ او د اسلامي شريعت متابعت وکړئ)، نو تاسي به سر لوړي (او لاسبري) اوسئ. (او ښه انجام به ستاسي وي).

بالاخره لوی څښتن موږ ته د اسلام د بري، په مځکه کي د مومنانو د خلافت او د ښمنانو د هلاکت وعده راکړې ده:

﴿وَعَدَ اللَّهُ الَّذِينَ آَمَنُوا مِنْكُمْ وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ لَيَسْتَخْلِفَنَّهُمْ فِي الْأَرْضِ كَمَا اسْتَخْلَفَ الَّذِينَ مِنْ قَبْلِهِمْ وَلَيُمَكِّنَنَّ لَهُمْ دِينَهُمُ الَّذِي ارْتَضَى لَهُمْ وَلَيُبَدِّلَنَّهُمْ مِنْ بَعْدِ خَوْفِهِمْ أَمْنًا يَعْبُدُونَنِي لَا يُشْرِكُونَ بِي شَيْئًا وَمَنْ كَفَرَ بَعْدَ ذَلِكَ فَأُولَئِكَ هُمُ الْفَاسِقُونَ (55)﴾ [النور: ٥٥]

ژباړه: له تاسي څخه چي کومو کسانو ايمان راوړى او سم کارونه يې کړي، الله وعده ورسره کړې ده چي خامخا به يې په مځکه کي هماغه شان خليفه ګان وګرځوي، لکه هغه خلک چي تر دوى دمخه يې خليفه ګان ګرځولي وه او حتماً به يې هغه دين ورته محکم کړي چي دوى ته يې خوښ کړى او تر بېري وروسته به يې حالت په امن بدل کړي. يوازي مابه لمانځي، هيڅ شى به نه راسره شريکوي او له هغه وروسته چي کوم کسان کافران سول نو فاسقان به وي.

نو راځئ چي د حق تعالی د دې وعدې د ترسره کېدو په هيله دعاوکړو چي: اللهم اشتغل الظالمين بالظالمين واخرجنا من بينهم سالمين غانمين.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استا ذ بیانزی
میلمه
الحاج استا ذ بیانزی

همت صاحب ، زه ستاسی د تقوی او ښه نیت لمانځته او ستاینه کوم ، مګر د روسانو په اړه مه لیکه چه کږی سترګی لری او یا د امریکایانو سره په دشمنی کی دی خپل غچ اخستونکی دی ، لمړی دا خبره ناسمه چه دوی د امریکایانو سره دشمنی لری ، دوی پرون څه ناڅه او هغه هم اشتی پذیره د اقتصادی رقابتو دشمنی لرله ، مګر نن هغه دشمنی ختمی شوی ، نن د روسانو پوتین او نور د سی ای ای معاش خواره دی ، که داسی نه وی پوتین به ټول عمرکله ریس او کله معاون… نور لوستل »