افغانستان

د هرات غوریان ولسوالۍ سقوط وکړ

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، تلې ۲۹مه ۱۳۹۴ل): د هرات ولایت د غوریان ولسوالۍ سقوط وکړ.

د هرات ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند عبدالرووف احمدي هم تایید کړې چې طالبانو پرون مازدیګر د غوریان په ولسوالۍ برید کړی او په وینا يې تر دې مهال (پرون ماښام مهال ۶ بجې) د طالبانو او دولتي ځواکونو تر منځ نښتې روانې دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي هم په غوریان ولسوالۍ د طالبانو برید تایید کړی دی. هغه پر خپلې ټویټر پاڼې پرون ماښام مهال لیکلي وو چې طالبانو د هرات ولایت په غوریان ولسوالۍ وسله والو طالبانو برید کړی خو د امنیي ځواکونو له مقاومت سره مخ شوي دي.

صدیقي زیاته کړې چې د هرات امنیه قومندان غوریان ته تللی او طالبانو برید په شا تمبول شوی دی.

د غوريان ولسوالۍ اوسېدونکو هغه مهال ویلي وو، چې د پولیسو قومندانۍ او د ولسوالۍ ودانۍ د طالبانو له لوري کلابند دي.

خو طالبانو د شپې ناوخته خبر ورکړ چې طالبانو د غوریان ولسوالۍ مرکزي ودانۍ، امنیه قومندانۍ او نور دولتي تاسیسات يې نیولي دي.

طالبانو ادعا کړې چې د ولسوالۍ په مرکز کې د حکومت لخوا بندیان شوي «هېوادوال» هم خوشې کړي دي.

وسله‌والو پرون په هلمند کې هم د باباجي ماموریت چې د هلمند ښار په څلورمه حوزه کې پروت دی، ونیولو.

همدا راز يې دوه ورځې وړاندې د فاریاب ولایت د غورماچ ولسوالۍ له امنیه قومندان او لسګونو پولیسو سره ونیوله.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استا ذ بیانزی

دا د طالبانو پیاوړتیا نه د الله نصرت دی چه طالبانو ته یی د ددی ټولو بریاوو پیاوړتیا ورکړی ، پرون به خلکو ویل چه روسان د فیل پښه ده څوک یی نه شی لیری کولی هغه د فیل پښی څخه د مچ وزر جوړ شو ، او نن وایی چه د ټولی کفری نړی باداران او غلامان سره یو شوی د دوی سره خو جنګ د ټولی نړی سره جنګ دی ، همداسی ده روسان او څومخی مسلمانان هم ورسره ملتیا لری مګر تاسی یی ګوری چه د صحرا وچ خر یی تری جوړ کړی کله تری یوه او… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x