نظــر

ای قوم بحج رفته کجائیدکجائید

Haj makkah

رسنیو راپور ورکړی چې سږ کال دحج دموسم په رارسیدو سره یوځل بیا دکرزي دحکومت زرګونه لوړپوړي او منځ پوړي چارواکي دنفلي حجونو داداء کولو لپاره دحرمینو دیار ته تللي دي .

راپورونه  وایي چې یوازې دولسي جرګې ۱۴۱ تنه حج ته تللي چې له همدې امله پارلماني غونډې په ټپه دریدلې ، دکرزي په رژیم کې دحج او اوقافو چاروهم  تجارتي بڼه غوره کړې او هرڅوک په کې په ناجائزه طریقه دمادیاتو او معنویاتو موندلو هڅه کوي .

دکرزي په حکومت کې داوقافو وزارت یو له هغو وزارتونو څخه دی چې دفساد او اختلاس نړیوال ریکارډ لري ، ددې وزارت یو وزیر ( صدیق چکري ) له پنډونو پیسو هضمولو وروسته اوس لندن ته تښتیدلی ، په داسې حال کې چې دمتدین اولس حقیقي مستحقینو او دحج ارمانجنو ته  له بیابیا هڅو سره دحج فرصت نه ورکول کیږي ، او پرته له رشوت څخه یې  دپچې ختلو بخت نه خلاصیږي ، دحکومت ددری ګونو قواوو منسوبین او دکورنیو غړي یې دلسم او یوولسم ځل لپاره نفلي حجونه کوي  .

دهیواد اوسنۍ حاکمه طبقه په فساد ، رشوت ، ظلم  او غصب کې ښکېله زموږ دتاریخ ترټولو کرغیړنه کتله بلل کیږي ، چې دشخصي ګټولپاره یې داولس شتمنیو ته  سخت زیانونه اړولي دي ، مګر له دې څرګند ظلم او ناروا سره سره دوی بیا دحج په مهال هم ځان ترټولو متدین انګیري او داولس له غوښو په تروړلو پیسو باندې نفلي حجونه کوي .

دغو ناخبرو ته باید وویل شي ، چې منزل یې خطا کړی دی ، ددې په ځای چې په نفلي حجونو سره دحقوق العباد دخوړلو له مواخذې څخه دخلاصون هڅه وکړي ، باید چې داولس دسر ، مال او عزت له اضافه تروړلو او خوړلو څخه لاس واخلي ، دا خو مسلمه خبره ده چې الله تعالی په حج ، شهادت او نورو سترو عباداتو سره یوازې  دحقوق الله  په حق کې له شویو تجاوزارتو تیریږي او حقوق العباد یوازې  دهمغه شخص په عفوه سره بښل کیدای شي ، نو دغه غولیدلي ددې په ځای چې درشوت پیسې په حج ولګوي او دنورو ولسي حاجیانو دتګ مخه ونیسي باید چې دګناه د( سدذریعې ) په دود نور خپل ګریوان ته سرټیټ کړي ، دخلکو له ځور ، دکفارو له ملګرتیا  او دبې چاره اولس دشتمنیو له خوړلو لاس واخلي .

دوی باید په دې پوه شي چې دمسلمان زړه الله تعالی ته ترهرڅه ډیر ارزښت لري  ،خپل او  دبل مسلمان زړه ساتل دحج اکبر معادل بلل شوی دی

دل بدست آور که حج اکبر است

از هزاران کعبه یک دل بهتر است

سره له دې چې دنفلي حج او تصدق بالمال  مسئله دعلماء کرامو ترمابین اختلافي ده چې ځینې صدقه افضله بولي او ځیني نفلي حج ، خو که دکابل دزرګونو چارواکوکرغیړن اعمال او بیا نفلي حج ته داسې په اتفاق راونیدل ، او ورسره دکابل دزیاتره ښاریانو دفقر او مفلسۍ ژوند ته سړی ګوري  نو هغه دمولانا روم  رحمه الله بیت سړي ته وریادوي چې  دپارلماني او نورو نفلي حاجیانو لپاره داپه کې په نښه شوي چې باید څه وکړي او له کومه ځایه یې پیل کړي .

ای قوم  بحج رفته کجائید کجائید

معشوق همینجا است  بیائید بیائید

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x