نظــر

عام ولس وسله اخلي

لیکوال: حاجي غلام محمد معصومي
لیکوال: حاجي غلام محمد معصومي

لیکوال: حاجي غلام محمد معصومي – هلمند

پوره  ۱۰ کاله تر مخه د وسلو ټولولو لپاره نوی اداری د بهر نیانو دیوه  پرو ګرام  له مخی  د ( ډی ډی  ار ) په  نامه  پر وګرام شروع سو، چی وروسته د    ډایاګ  پرو سه ونومول سول، چی د ا هم  د تیر رژیم   ټولي  وسلي او مهمات د پروګرام له  مخی  تخریب یا د ملی اردو په چوکات کی شامل سوه،

خو داپرو ګرام د ۲۰۰۲ کال څخه شروع او ۲۰۰۴ کال  کی پای ته ورسید، چی خلع سلاح کیدی یوه غوا به یی ور کول  چی  دا ښې شیدی  کوی خلګ یی مالدارۍ او بزګري  خوا ته  تشویقول.

زما ښه پیاد دی چی د (ډی ډی  ار) د پرو ګرام دپای ته رسیدو سره سم د ولت ډیر خوشحاله وو، چی ټول  غیری مسول  کسان يې خلع سلاح سول، چي اوس به یو ملی  قوی اوردو   ولرو اوس به ټول خلګ خپل ژوند د ارامی فضا  کی تر سره کوی.

خلګ  خوشحاله وو کارو بار روان  و هغه کسان چی نور کاريې  نه سوای کولای په خارجی کمپنیوکي يې کار شروع کړ، چا بیا د کتارونو  موټران  بیول چا بیا د خارجیانو سره قرار دادونه  وکړل، خو دا پروګرام روان وو، اوس چی هر څه ورځ  تر بلی بندیږی خلګ د خپل سر نوشت لپاره نوی لاری چاری پیدا  کوي.

اوس ډیری ځوانان  وطن پر یږی او بهر ته روان دی خپل مرګ په ستر ګو  وینی هغه  ځوانان چی دلته پاته کیږي د بیکاری بی ثباتی او یو نا معلوم برخلیک څخه ځوریږي.

تیره ورځ  می خبر تر لاسه کړ، چی  اوس په بغلان ولایت کی خلګو د ځان د ساتنی د پاره ۷۵۰نفرو، خپلي وسلې  را اخستی او د ځان ساتنه کوی.

اوس ، چي حالاتو ته ګورم، ما ته له تیرو۱۰ کالو مخکي ورځي را په یادیږي، چی  زه  د یو خبر یال په حیث دفاع وزارت ته تللی وم او د فاع وزیر  خپله ماته  وویل چی اوس د خلګو ساتنه یوازی د ملی اردو  کار دی، بیا به نه اردو سیاسی  کیږي او نه به خلګ د امنیت په خاطر وسلې ته لاس اچوي، جنرال  عبدالرحیم وردګ را ته وویل چی د( ډی ډی ار ) پرو ګرام له لاری خلګ   کولی سی په دی پرو سه کی شامل سی، که چیري د یادبهیر وروسته له چا سره وسله ونیول سوه،نوداوسله ګرځول قانوني سرغړونه او هغه کس به د بند ټاکلې موده هم تيروي.

جهادي قومندانان به ویل موږ جهاد  کړی دی  بیا دولت دوی ته اعزازي رتبې ورکړې، منظمي تنخواوي يې ورشرووع کړي خو د وخت په تیر یدو سره يې معاشونه بیرته بند او دوی همداسي لاس ترزنه کښېناستل.

اوس یوځل بیا د ملي وحدت حکومت غواړی پخوانی مجاهد قومندانان را ټول او د وسلوالومخالفینو سره یی وجنګوی.

د ملي وحدت دولت ددغه اقدام په اړه له هیچا سره دا پوښتنه پیدانه سوه، چی دغه وسله وال خلګ څوک دی چی جنګ  کوی څه  غواړی؟

خلک پوښتنه کوي، چي ولي له دولت سره هغه ژبه نسته چی  د حل لاره ور ته پیدا کړی که جنګ د ګاونډیانو سره وی  نوولی د بغلان د امنیی قومندان جنرال پر دلی وویل چی د کندوز په جګړه کي د وژل سویو وسله والو طالبانو تر سل زیاتي جنازې له کندوز څخه د وژل سويو دوستانو بغلان ته راوړي او هلته يې خاورو ته سپارلي دي.

که مو پام کړی وي امنیتي څانګي رسنیو ته په استول سويو خبرپاڼو کي ادعاء کوي، چي د هیواد په بیلا بیلو ولایتو کی وسله والو در نه مرګ ژوبله اوښتې ده، نو که سړي حساب وکړي په یوه ورځ او شپه کی د دولت  مخالیفین د مرګ ژوبلی اعلان ۱۰۰۰نفر ته رسیږي .

تیره شپه د اتو بجو خبري سرویس ته ناست وم، چي د ټلویزیون څخه مي داخبر واورید،چي دکندهار ولایت په غورک، میانشین، ریګستان ولسوالیو کي د چاڼیزو پوځي عملیاتو پرمهال  ۱۵۵ نفر او ۲۰۰نفر د غزنی ولایت ۲۲۰نفر د کندز ولایت  کی ۱۰۰نفر د هلمند ولایت کی ۸۰نفر ننګر هارولایت کی ۴۰نفر اوبالاخره د نورو ولایتونوپه جګړو کي يې هم دمرګ ژوبلي بیلا بیلي شمیرې یادي کړي نوکه چیري دغه مرګ ژوبله په رښتیا وسله والو مخالفینو ته اوښتې وي نودا مخالفین ولي نه خلاصیږي اویاهم ولي نه کمیږي؟

که چیري جګړه د افغانانو ترمنځ وي، نو بیا واضح خبره ده، چي زموږ په ۲۲ ولایتونو کي خپلمنځي جګړه روانه ده او دواړو خواته افغان افغان وژني
اودا ستونزه ورته بلي په ناسور بدلیږي.

په هیواد کي د نېکمرغۍ او سولي د ټینګښت په هیله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x