افغانستان

امریکا د طالبانو یو بل مشر د نړیوالو «ترهګرو» په لست کې شامل کړ

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، تلې ۲۹مه ۱۳۹۴ل): د امریکا متحده ایالتونو پرون سه شنبه د طالبانو په یوه بل مشر بندیزونه لګولي او هغه يې د «ځانګړو نړیوالو ترهګرو» په لست کې داخل کړی دی.

د «امریکا غږ» انګلیسي څانګې په خپل راپور کې ویلي چې د امریکا د خزانې ديپارتمنت تورک آغا د «نړیوالو ځانګړو ترهګرو» په لست کې شامل کړی دی. له دغې پریکړې وروسته د امریکا تر واکمنۍ لاندې سیمو کې د نوموړي ټولې شتمنۍ کنګل کیږي او همدا راز امریکايي اتباع له دې منع کیږي چې له تورک اغا سره راکړه ورکړه وکړي.

د خزانې دیپارتمنت د خبرپاڼې له مخې تورک اغا په ۲۰۱۰ز کال کې د طالبانو لپاره په منځني ختیځ کې ۴ میلیونه ډالر او په ۲۰۰۹ کې ۲ میلیونه ډالر مرستې راټولې کړې وې.

خبرپاڼې زیاته کړې چې تورک اغا د طالبانو پخوانی غړی دی او د طالبانو په مهمو نظامي بریدونو کې يې مرکزي رول ادا کړی دی، همدا راز يې د طالبانو د «تروریستي فعالیتونو» د ملاتړ لپاره یې میلیونونه ډالر راټول کړي دي.

د یاد ډیپارتمنت د معلوماتو پر بنسټ تورک اغا په جنوب او لویدیځ کې د طالبانو مشري هم کړې ده. «هغه د طالبانو مهم قوماندان، د نظامي کميسیون غړی او د ستراتيژيکو او لوژیستیکي عملیاتو د ګروپ مسوول ګروپ غړی هم و».

د امریکا د ادعاو پر بنسټ تورک اغا د طالبانو مهم قومندان و او د ۲۰۱۲ز کال په پیل کې د دې مسوولیت ور تر غاړه شوی و چې د نامعلوم کیمیاوي پوډرو پر مټ لوړ پوړي دولتي چارواکي ووژني.

نن ټکی اسیا ته یوې سرچېنې ویلي چې تورک اغا یو مهال د سرې میاشتې رییس او بیا د خوست والي و او اوسمهال ورته څرګنده نه ده چې په طالبانو کې رسمي دنده لري که نه.

دوه میاشتې وړاندې امریکا د طالبانو د مرستیال مشر سراج الدین حقاني کشر ورور عزیز حقاني تور لست ته هم داخل کړی و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
engener habeeb

تورک زما دمعلوماتو له مخی ناروغه ده او پرکور ناست دی.کومه دنده نلری.دامریکا استخبارات بیخی شرموونکی اعلانونه کوی.چی سه په مخه ورسی هغه وایی.خدای خبربیاچابیاغولولی.زینی هیوادونه امریکایان خطاباسی

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x