
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، تلې ۲۹مه ۱۳۹۴ل): د ملګرو ملتونو دکډوالو ادارې ويلي چې اروپا ته د پناه وړونکو په شمېر کې په بې سارې توګه زياتوالی راغلی.
د غې ادارې ويلي چې د روان زيږديز کال په تېرو نږدې لسو مياشتو کې له افغانستان، سوريې او عراق څخه يونان ته له ۵ لکو څخه زيات کډوال ورغلي دي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې په يوه تازه راپور کې ويل شوي چې که څه هم په دې وروستيو کې د يونان د ساموس، ليسبوس او چييسوس په سواحلو کې هوا ډېره يخه شوې ده خو بيا هم د پناه غوښتونکو د راتګ لړۍ د پخوا په څېر روانه ده.
په راپور کې دا هم راغلي چې په ډېر بد او ستونزمن حالت کې لاهم د ورځې د ۱۰ زرو په شاوخوا کې پناه غوښتونکي دغو ټاپوګانو ته ځان رسوي، چې په تېرو ۴ ورځو کې دغو ټاپوګانو ته شاوخوا ۳۵ زره پناه غوښتونکي ورغلي چې له دې لارې د اروپا نورو هېوادونو ته لاره پيدا کوي.
په دغو کډوالو کې د عراق سوريې او نورو هېوادونو تر څنګ د افغاني پناه غوښتونکې شمېر هم د پام وړ دی او هره ورځ په لسګونو زره ځوانان په هېواد کې د بې کارۍ او خراب اقتصاد له امله دغو هېوادونو ته مخه کوي.
له افغانستان څخه له شاوخوا يوه کال راهيسې اروپا ته د افغان پناه غوښتونکو شمېره په بې سارې توګه زياته شوې ده.
له سوريې څخه وروسته افغانستان دوهم هېواد دی چې په زيات شمېر وګړي يې اروپا ته د پناه غوښتلو په موخه سفر کوي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د روان کال د مئ د مياشتې په يوه راپور کې ويلي وو چې په پنځو مياشتو کې (۱۸۱۷) افغان پناه غوښتوتکې اروپا ته د تګ پر مهال په بېلابېلو پېښو کې وژل شوي دي.
که څه هم د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي او نورو چارواکو ډېر ځله له افغانستان څخه د خلکو د وتلو او اروپا ته د نه تګ غږ کړی خو په هېواد کې بې کاري او غربت هغه څه دي چې له امله يې افغانان دغو له ستونزو ډک سفر ته مخه کوي.