ورزش

فوټبال: د سرو زرو توپ ګټلو لپاره د ۲۳ کاندیدانو نوملړ اعلان شو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، تلې ۲۹مه ۱۳۹۴ل): د فوټبال نړیوالې ادارې د ۲۳ هغو لوبغاړو نوملړ اعلان کړی چې روان زیږیدیز کال کې د سرو زرو توپ ګټلو لپاره د کاندید په توګه انتخاب شوي.

دغه نوملړ کې لالیګا بیا هم لومړۍ مقام خپل کړی. له لالیګا څخه ۱۱ کسان د سرو زرو توپ د ګټلو لپاره د کاندید په توګه انتخاب شوي. له غوره لیګ او بوندس لیګا څخه پنځه پنځه لوبغاړي انتخاب شوي.

دغې نوملړ کې د بارسلونا لوبډلې شپږ لوبغاړي او د ریال ماډرېډ او بایرن مونیخ لوبډلو څخه پنځه پنځه لوبغاړي ټاکل شوي. د ۲۰۱۶ زیږیدیز کال د جنوري په میاشت کې به له یوې غونډې په پایله کې د دغې توپ ګټوونکی او د کال غوره لوبغاړي معرفي شي.

د هغو لوبغاړو نومونه چې د سرو زرو توپ ګټلو لپاره د کاندید په توګه انتخاب شوي:

سرخیو اګویرو (منچستر سیټي)
کوین دي بروین (منتچستر سیټي)
یایاتوره (منچستر سیټي)
کریسټیانو رونالډو (ریال ماډرېډ)
کریم بنزما (ریال ماډرېډ)
ګریټ بېل (ریال ماډرېډ)
ټوني کروس (ریال ماډرېډ)
هامس رودریګز (ریال ماډرېډ)
ادن هازارد (چلسي)
الکسېس سانچز (ارسنال)
لوئیس سوارز (بارسلونا)
اندر اینستا (بارسلونا)
لیونل مېسي (بارسلونا)
خاویر ماسکرانو (بارسلونا)
نیمار (بارسلونا)
ایوان راکیتیچ (بارسلونا)
روبرت لواندوفسکي (بایرن مونیخ)
مانویل نوير (بایرن مونیخ)
توماس مولر (بایرن مونیخ)
ارین روبن (بایرن مونیخ)
ارتورویدال (بایرن مونیخ)
زلاتا ابراهیموویچ (پاریسن ژرمن)
پل پوګبا (یوونتوس)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x