افغانستان

لوګر: امريکايي بمبار شپږ ولسي وګړې وژلي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، تلې ۲۹مه، ۱۳۹۴ل): تېر ماښام شاوخوا اوه بجې د لوګر په خروار ولسوالۍ کې د ولسي وګړو پر کورونو درنې بمبارۍ د ماشومانو په ګډون شپږ تنه ووژل.

په سیمه کې عیني شاهدان وايي چې امريکايي چورلکو د دې ولسوالۍ په کاریزګي سيمه کې پر ولسي وګړو بمباري وکړه او د دريو ماشومانو په ګډون يې شپږ تنه ووژل.

خروار ولسوالۍ چې له نږدې میاشت راهیسې د وسله والو طالبانو له لوري محاصره ده، وخت نا وخت پکې د نښتو راپورونو ورکول کېږي.

د لوګر ځايي چارواکو د تېر ماښامني بريد په اړه څه نه دي ويلي، خو تر دې څو ورځې وړاندې هم د خروار په غاښي سیمه کې د واده پر مراسمو بمبار شپږ تنه ولسي وګړي ووژل.

د لوګر اوسېدونکي وايي چې د نوي والي په راتګ د ولايت امنيت لا ترينګلی شوی او د بهرنيانو له لوري ملکي وژنې ډېرې شوې دي.

د دوی په خبره حلیم فدايي په ميدان وردګو کې هم ورته کړنې ترسره کولې، چې ګڼ ولسي وګړي يې د ځانګړو ځواکونو په وسيله ووژل.

ياده دې وي خروار ولسوالۍ چې د لوګر یوه نا امنه ولسوالي ګڼل کېږي، دم ګړۍ هم د وسله والو طالبانو تر محاصرې لاندې ده، چې څو ځلې يې افغان عسکرو د خلاصون هڅه کړې خو پاتې راغلي دي، د روانې میاشتې تلې په شلمه هم په همدې ولسوالي کې طالبانو د افغان پوځ د دوو چورلکو د راغورځولو خبر ورکړ، چې د لوګر امنیتي مسوولینو يې د یوې الوتکې غورځېدل ومنل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x