سعودي عربستان: ايران په لوی لاس حج کې جرمونه کړي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، تلې ۲۹مه ۱۳۹۴ل): سعودي چارواکو تور لګولی، چې ايران يوازينی دولت دی، چې د حج په مراسمو کې يې په لوی لاس ګډوډي کړې او د حج د قربانيانو په وينو او دردونو لوبې کول غواړي.

د سعودي رسمي خبري اژانس د وزيرانو شورا د مرستيال يحيی الصمعان له قوله ليکلي، چې د وزيرانو شورا مرستيال تېره ورځ جينوا کې د نړيوال پارلماني اتحاد په غونډه کې وويل، چې سعودي عربستان د بيت الله د ټولو حاجيانو او زيارت کوونکو خدمت خپل فرض بولي او په ډېره خوښۍ د دوی خدمت لپاره شپې ورځې رڼوي.

ښاغلي صمعان زياته کړه، چې هر کال له دوو ميليونو زيات مسلمانان د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه حج لپاره سعودي عربستان ته راځي او د تېرو لسو کالو په ترڅ کې هېڅ داسې کومه ستره پېښه نه ده رامنځته شوې.

د وزيرانو شورا مرستيال ټينګار وکړ، چې سعودي عربستان هېڅکله په خپلو کورنيو چارو کې د هېڅ هېواد مداخله نه شي زغملی؛ ځکه چې دا د نړيوال قانون او اصولو خلاف کار دی. نوموړي همدا رنګه پر ايران نيوکې وکړې، چې د حج له غمجنې پېښې د خپل هېواد په ګټه سياسي تبليغات کوي او د حج د قربانيانو په وينو يې تجارت پيل کړی دی.

د صمعان په وينا ايران هڅه کوي، چې د حج پېښې داسې انځور کړي، چې د خپلې مداخلې لپاره يې دليل وبولي او دوی سره د ديني شعايرو د احترام اندېښنه نه شته، بلکې د خپل واک او ځواک د پرمختګ په غم کې دي.

د سعودي د وزيرانو شورا مرستيال يحيی صمعان زياتوي، چې يمن او د سيمې نورو هېوادونو کې د ايران د لاسوهنو ناکامه هڅو ايران په نړۍ کې بربنډ کړی او اوس غوړاي، چې د منی پېښه د خپل سياسي تجارت په توګه وکاروي.

«دا هڅې د ايران د پخوانيو عادتو د لړۍ برخه ده، چې په پخوانيو وختونو کې ايران حاجيانو ته تکليفونه رسولي، د حج مراسمو د ګډوډۍ هڅې يې کړي او تل يې غوښتي، چې د حج مراسم ګډوډ او حاجيان وځوروي.

ايران يوازېنی هېواد دی، چې د حج په ورځو کې يې جرمونه کړي او د اتيايمو کلونو ناکامه شرارتي هڅې يې اوس هم د خلکو په ذهنونو کې خوندي پاتې دي.»

د سعودي رسمي خبري اژانس وايي، چې ښاغلي صمعان دا څرګندونې د نړيوال پارلماني اتحاد کلنۍ غونډه کې د ايران پارلماني پلاوي د مشر د هغو څرګندونو په غبرګون کې وکړې، چې دمنی پېښې پړه يې پر سعودي عربستان واچوله.

«شؤون خليجه» خبري او تحليلي ويبپاڼې ليکلي، چې ايراني چارواکو د منی پېښه کې د قربانيانو شمېر له اوو زرو زيات ښودلی، په داسې حال کې، چې د سعودي رسمي اعلان له مخې ۷۶۹ حاجيان په دغه پېښه کې شهيدان شوي وو.

وړمه ورځ د ايران مذهبي لارښود اية الله علي خامنايي د ايراني حاجيانو يوې غونډې ته په خپلو خبرو کې وويل، چې د منی د پېښې پړه د سعودي حکومت پر غاړه ده، غربي حکومتونو او حتا هغو هېوادونو، چې د منی پېښه کې يې سلګونو حاجيان شهيدان شوي، په دې اړه هېڅ غبرګون ونه وښود.

فارس خبري اژانس د خامنايي له قوله ليکلي، چې ايران يوازينی هېواد و، چې د اوو زرو شهيدانو په اړه يې خپل غږ پورته کړ، مګر هېڅ هېواد ورسره همغږي او مرسته ونه کړه.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د