افغانستان

ظاهر قدير: حکومت دې غږ وکړي، موږ جګړې ته تيار يو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، تلې ۲۹مه، ۱۳۹۴ل): په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازی او د دې جرګې لومړی مرستيال وايي نوموړی له خپلو ملګرو سره د داعش پر ضد جګړې ته تیار دی.

ظاهر قدير تېر ماښام په یوه خبري ناسته کې جلال اباد کې رسنیو ته وویل چې نوموړی یوازې د حکومت غږ ته په تمه دی.

هغه وړاندې وویل اوس يې هم داعش ته منسوب دوه تنه نیولي او په خبره يې دې دوو تنو په نوموړي د بريد نیت درلود.

ظاهر قدير تر دې وړاندې هم په ننګرهار کې د داعش پر وړاندې د حکومت چوپتیا غندلې وه او غږ يې کړی و، چې باید د داعش پر ضد د ولس ملاتړ وشي.

نوموړي دا رد کړه چې ګواکې په ختيځ کې د ملېشې جوړولو هوډ لري.

د شنونکو په قول په ننګرهار کې د داعش پروژه له ناکامۍ سره مخ شوې ده، امريکا دپاکستان په همکارۍ غواړي دغه پروژه نورستان او له هغه ځایه بدخشان ته ولېږدوي، چې په ختيځ کې به يې د ختمولو لپاره ظاهر قدير «نمایشي اتل» اعلان شي.

یاده دې وي د ننګرها د اچين اوسېدونکو پرلپسې ويلي چې داعش وسله وال د کرښې له هغې غاړي د پاکستاني پوځيانو په ملتیا را اوړي او د دوی په سیمه کې جګړه کوي.

تر اوسه په ننګرهار کې داعشي وسله والو د بهرنیانو پر ضد کوم اقدام نه دی کړی، خو له طالبانو سره يې د ځینو نښتو خبرونه ورکړل شول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استا ذ بیانزی

کینه لوده ، د انګریزانو قاچاقی خره ، د خپل پلار قدیر لوده غچ له هغو واخله چه د پلار د غوښو پوټی یی درله د هوا د مرغانو ښکار کړو تاسی د خپل مشر سره خیانت وکړو چه له امله یی بیلونران شوی تاسی ته ګوره او جګړی ته ، او بیا کوم حکومت تاسی ته امر کوی هغه چه په فساد او بی کفایتیو او غلامیو کی تر غوږو ډوب پروت دی او د خپل اخری ځنګدن ورځی او ساعتونه شمیری ؟

محمود

بیانزی صاب ته په خورا احترام ! مونژ باید په خپلو خبرو که وج او سپک الفاظ و نه کاروو، داسی الفاظ د باطل سره د مبارزی او دشمنی معیار ندی. مننه

الحاج استا ذ بیانزی

زه ستاسی خبره تاییدوم او منم یی ، مګر د ځینو غلامانو بی ځایه لاپی کله کله مونږ هم بی لیاری کړی

ذبیح الله

بیانزی صاحب ! دا خو ټولو ته معلومه ده چې ظاهر قدیر د نورو مشرانو په شان یو خرس شوی مشر دی ، خو بیا هم دا کار يې د مظلوم او بې چاره کلت په ګټه دي چې د داعش پاکستاني ځناور يې د غرونو څخه وشړل ، اوس که څوک د ظاهر قدیر په دې کار خفه وي چې ولې يې داعشیان له خپلې خاورې وشړل آیا دا به ددې په معنا نه وي چې هغه افغانې تورسرې (افغاني ناموسونه) چې د پاکستان سپیانو (داعشیانو ) بوتلې پرې راضي ول ؟؟؟؟؟؟؟ او دې کې زه اسلامي امارت ځکه… نور لوستل »

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x