fbpx

د ایچ ټي سي (HTC) د نوی سمارټ فون بیه، ځانګړتیاوې او د وړاندې کیدو نیټه

نن ټکی اسیا (شنبه، تلې ۲۹مه ۱۳۹۴ل): د ایچ ټي سي کمپنۍ خپل نوی او پیاوړی سمارټ فون د ایچ ټي سي ون اې ۹ (HTC One A9) په نوم معرفي کړ. د ایچ ټي سي کمپنۍ خپل دغې سمارټ فون ته ډیرې هیلې لري.

د وروستیو راپورونو پر بنسټ د دغې سمارټ فون یوه بڼه به له ۳۲ ګیګابایټ فایل ثبتونې وړتیا او ۳ ګیګابایټ رېم سره وړاندې کیږي چې د دغې بنې بیه به ۳۹۹ امریکايي ډالره وي. تر دې مهاله د ۱۶ ګیګابایټ فایل ثبتونې وړتیا او ۲ ګیګابایټ رېم لروونکې بڼې بیه معلومه نه ده.

هیره دې نه وي چې د ایچ ټي سي کمپنۍ دغه نوی سمارټ فون به یوازې د امریکا په بازارونو کې په ۳۹۹ ډالره وړاندې کیږي او نورو هیوادونو کې به يي بیه له امریکا سره توپیر ولري.

د ایچ ټي سي دغه پیاوړی سمارټ فون ټولو سیمو او هیوادونو ته وړاندې کیږي. دغې کمپنۍ ویلي چې غواړي خپل ټولو نړیوالو کاروونکو ته خپل د سمارټ فون رسمي او خلاصه شوې بڼه وړاندې کړي.

ایچ ټي سي کمپنۍ اعلان کړی چې خپل دغه سمارټ فون به د نومبر د میاشتې په منځنیو ورځو کې نړیوالو کاروونکو ته وړاندې کوي. له دې وړاندې د دغې کمپنۍ سمارټ فونونه سختې ماتې خوړلي.

د ایچ ټي سي ون اې ۹ (HTC One A9) ځانګړتیاوې:

• دغه سمارټ فون ۵ انچه ډسپلې او ۱۰۸۰*۱۹۸۰ پکسله ریزلوشن لري.
• اصلي کامره يي ۱۳ میګاپکسله او د ۱۰۸۰ پکسله ویډیو ثبتولو وړتیا لري.
• مخکینی کامره يي ۴ میګاپکسله ده.
• دغه سمارټ فون کې سنپ ډراګن ۶۱۷ ډوله څلور هستې لروونکی پروسېسر ځای پر ځای شوی. د دغې سمارټ فون یوه بڼه به له ۱.۲ او بله به يي له ۱.۵ ګیګاهرتز پروسېسر سره کاروونکو ته وړاندې شي.
• دغه سمارټ فون ۳ ګیګابایټ رېم لري.
• د فایل ثبتونې وړتیا يي ۳۲ ګیګابایټ دی او کاروونکی کولی شي تر ۲۰۰۰ ګیګابایټ اضافي میموري کارډ استعمال کړي.
• دغه سمارټ فون کې ۲۱۵۰ ملي امپیر وړتیا لروونکې بیټرۍ کارول شوې.
• له انډرایډ ۶.۰ مارشمالو سره به کاروونکو ته وړاندې شي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د