
د بسم الله محمدي د فساد دوسیه د ولسمشر غني پر مېز!
ذبیح الله خورشیدی

د شمال ټلوالې مشرانو په دې ورستیو کې مټې رانغاړلي چې د استاد سیاف په همکارۍ د دفاع وزارت د پخواني وزیر بسم الله محمدي د ۲۰۰ میلونو ډالرو اختلاس چې د دې ښاغلي د ماموریت پرمهال شوی، په یو ډول ولسمشر تر فشار لاندې راولي څو ولسمشر غني د دې موضوع له څېړلو را وګرځوي او دغه دوسیه د تل لپاره و تړي.
دا خبرې په هغو ناستو کې زیاتې ښکته ، پورته شوي چې د شمال ټلوالې او سیاسي مشرانو د ښاغلي استاد سیاف په کور جوړې کړې وې.
د ژوندون د یو راپور له مخې په دې ناستو کې ژمنه شوې چې نه یوازې د بسم الله محمدي د فساد دوسیه به تړل کېږي د دې ترڅنګ به دا ښاغلی د ولسمشر د امنیتي سلاکار محمد حنیف اتمر د مرستیال په توګه ټاکل کېږي.
۵میاشتې وړاندې ولسمشر په دفاع وزارت کې د پراخ فساد د څېړلو لپاره یو ځانګړی پلاوی ته دنده وسپارله څو په دفاع وزارت کې د شوي فساد په تړاو څېړنې وکړي چې تېره ورځ ګمارل شوي پلاوي خپلې وروستۍ موندنې او ارزونې له ولسمشر غني سره د یو راپور په بڼه شریکې کړې.
د ملي دفاع وزارت د لوژستیکي قراردادونو د څېړلو پلاوي مشر حمیدالله فاروقي په وینا یو شمېر متخصصینو پنځه نیمې میاشتې په دې راپور کار کړی دی چې د فساد شتون په رېښه یي توګه تحلیل او تثبیت شوی او له فساد سره د مبارزې د څرنګوالي په برخه کې یې د متخصصینو وړاندیزونه هم برابر کړي دي.
ارګ ویلي، ولسمشر غني به د دې راپور له لوستو وروسته خپله پرېکړه ملت ته اعلان کړي او هغه ارزونې چې ټاکل شوي پلاوي تر لاسه کړي په واضح توګه له خلکو او د خلکو له استازو سره شریکې کړي.
په دفاع وزارت کې د بسم الله محمدي د فساد ډډوزې هغه وخت بوی وکړ چې ولسمشر د تدارکاتو په کمېسیون کې په فساد ککړ قرارداونه وڅېړل.
د دفاع وزارت د تيلو ټول قراردادونه چې نږدې ۲۰۰ میلونه ډالر فساد په کې شوی ولسمشر ۵ میاشتې وړاندې لغوه اعلان کړل او د مسولینو دندې یې وځنډولې او همدا کارکوونکي چې په فساد کې ښکیل دي له هېواده ممنوع الخروج اعلان شوي خو له بده مرغه نن هم سرې سترګې ګرځي.
د افغانستان لوی څارنوالۍ ژمنه کړې وه که دغه فساد ثابت شي له خپلو قانوني صلاحیتونو به کار واخلي او مفسدین به د قانون منګولو ته وسپاري خو تر اوسه لیدل کېږي لوی څارنوالۍ هغه د فساد دوسې نه دي څېړلي چې زور واکي په کې ښکیل دي.
د بسم الله محمدي دوسیه چې خپله زور واکی ده او د شمال ټلوالې پسې غټ زور دی فکر نه کوم چې عدلي ارګانونه به څه اقدامات وکړي.
ولسمشر غني چې د فساد سره د مبارزې په برخه کې زیات جدي دی اوس نه باید له دې قضیې سره سیاسي چلند وکړي او یا هم د شمال ټلوالې مشرانو هغه فشارونو ته تسلیم شي چې غواړي د بسم الله خان د فساد دوسیه پټه شي او دا ښاغلی له بدنامۍ وژغوري.
ولسمشر ته اوس ښه فرصت په لاس ورغلی چې د ټلوالې شومې موخې له همدې قضې په ګټنې سره شنډې کړي او د ناقانونه غوښتنو په تړاو ورسره حساب وکړي.
نن چې د شمال ولایتونه د سقوط له ګواښ سره مخ دي یوازینی لامل یې همدا دی چې اردو ته اکمالات نه رسیږي او ډېرځله د افغان سرتېرو شاه تګ هم له دې وجې کېږي.
هغه مهال چې بسم الله د دفاع سرپرست وزیر وو څه داسې پېښې ولیدل شوې چې په بدخشان کې سرتېرو سرونه غوڅ شول او د اکملاتو د ستونزو له وجې یې ځینې د وسلوالو لاس ته ژوندي ورغلل.
هغه امکنات چې مونږ پرې جګړه ګټلی شوه هغه ټول ښاغلي بسم الله کنګل کړي او نن ورځ پرې غوړ ګرځي خو څوک به پیدا نه شي چې پیشتې هم ورته ووایي.
اوس ولسمشر ته په کار ده چې د دې راپور له ویلو وروسته د بسم الله محمدي شتمنۍ کنګل کړي او لویه څارنوالۍ باید د دې ښاغلي سره حساب وکړي.
که چېرته حکومت په دې وتوانیږي چې د تېر حکومت مفسد وزیران محکمه کړي نه یوازې د خلکو د ملاتړ سره به مخ شي بلکه دا بنسټ به هم کېښودل شي په راتلونکې کې هېڅو ک د دې جرت ونه کړي ډ ملت شتمنۍ شخصي جیبونو ته واچوي.
په همدې هیله.
Mohtarama;
Yawazi Bismillah khan ? Atmar khan,Adullah khan,Dostam pacha,…. aw dassi nor ? Da wamana chi da pakir Ghani sara ba kom musulman Afghan kar wanaki. Aw ka ta kom momin Afghan paki pizani ? Ka dorbin ham passi rawakhli pak ba paki wa nawini
خورشیدی صاحب ، ستاسی د لیکنی تر یوی کچی لمانځنه او اوستاینه کوم چه د دوی د فساد او بی کفایتیو په اړه دی څه لیکلی ولی د ځینو ټکو په اړه به ورسره زیات کړم او هغه داچه : لمړی : تاسی لیکلی چه د بسم الله د اختلاس دوسیه د دولسمشر غنی په میز پرته ده . زه وایم د غنی د اختلاس ، غلامی او ملی خیانت دوسیه به د چا په میز پرته وی ، کیدی شی تاسی راته اوباما او جان کیری یاد کړی. دوهم : تاسی ورته ولسمشر وایاست ، ولسمشر خلک هغه ته… نور لوستل »