افغانستان

مسلم دوست په افغانستان کې د داعش ډلې له جنایاتو پرده پورته کړه

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، تلې ۲۹مه ۱۳۹۴ل): په ختیځ ولایت ننګرهار کې د داعشیانو تر منځ اختلافات اوج ته رسیدلي دي.

داعش تقریبا یو نیم کال وړاندې په افغانستان کې خپل څانګه خلاصه کړه، ورسره يې د  اورکزیو اوسیدونکی حافظ سعید خان ددغې ډلې د مشر په توګه وټاکه.

د داعش د رهبري شورا غړي مسلم دوست نن ټکی اسیا ته یوه لیکنه رالېږلې چې په کې نوموړي د داعش له کړنو بیزاري اعلان کړې ده. مسلم دوست یو له هغو کسانو ګڼل کیږي چې ډيری افغانان یې د داعش صفونو ته جلب کړي وو.

مسلم دوست، افغانستان کې د داعش ډلې د رهبري شورا غړی
مسلم دوست، افغانستان کې د داعش ډلې د رهبري شورا غړی

مسلم دوست په دغه لیکنه کې ویلي چې حافظ سعید خان پرته له دې چې یو مسلمان دی، نور هېڅ استعداد نه لري، بلکې نږه بې سواده او امي دی.

د مسلم دوست په باور دوی فکر کاوه چې داعش به د ټول امت او په ځانګړي توګه «افغانانو ته د خوشحالۍ، سوکالۍ، ودانۍ، علم او هرې نېکمرغۍ زېری شي او زمونږ مجاهد ولس به د ډېرو کړاوونو له ګاللو وروسته د ارام سا واخلي او ستونزې به يې حل شي. خو له بده مرغه د سعید خان د بې کفایتۍ او نورو مغرضو اړخونو د ناولو لاسونو درا اوږدېدو له کبله د سعید خان ولایت په داسې ګړنګونو سر شو چې بې له دې هیڅ چاره نه وه چې مونږ ترې راجلا شو».

هغه اشارتا داعش او حافظ سعید خان د پاکستان د استخباراتو جاسوسان ګڼي او وايي چې « لوی ناورین دادی چې پاکستاني مجرمانو په سیمه کې داسې ملانماګان ګمارلي دي چې هغوی دا فتوې ورکوي چې انګرېزي پاکستان کې جهاد ناروا او افغانستان کې فرض عين دی!!!».

د مسلم دوست له قوله حافظ سعید خان د دغو مفتیانو له فتوی سره سم کار روان کړی، ځکه نوموړي پاکستان پرېښود او د جهاد تر نوم لاندې یې په افغانستان کې فساد پیل کړ.

مسلم دوست د داعش له مشر حافظ سعید خان سره د خپلو اختلافاتو ستر لامل دا ښيي چې داعش پاکستان پرېښود او افغانستان ته راغلل او دا هم مني چې داعش د استخباراتي کړیو لخوا تمویلیږي: « اوس په ځان نه پوهېږي خلک يې غولوي او د چندو په نامه ورته ځينې استخباراتي کړۍ د فساد لپاره پيسې رالېږي او افغانستان کې يې بوختوي».

مسلم دوست د داعش له تښتونو، بې ګناه خلکو نیولو، ځورولو، ناروا وژنو، جریمو اخېستلو، او د مرکزونو تړلو څخه هم پرده پورته کړې. هغه د لیکنې په یوه برخه کې وايي: «کله يې چې کوټ نه دوه کسه پورته کړل، ما ځواب ور ولېږه چې راخوشې يې کړي خو هغه په ناروا ووژل، او بیا چې د مامند په تختوکلي کې ما ورته درې نبوي حديثونه وړاندې کړل نو د حديثونو سپکاوی يې وکړ. زما او د هغه ترمنځ ډېرې ترخې خبرې تبادله شوې. زه بل لوري ته لاړم او سعیدخان د مامند بې ګناه نيول شوي خلک په ناروا او وحشي ډول ووژل».

مسلم دوست دا هم مني چې داعش هغه ملکیان چې محض طالبانو ته یې چای، ډوډۍ او شپه ورکړې، وژلي دي. نوموړی د افغانانو له دغه دريځه دفاع کوي او وايي چې افغانان میلمه پاله ولس دی او هر چاته ډوډۍ ورکوي. د داعش دغه مشر ادعا کوي چې سعید خان په دې تور هم خلک وژلي چې له کوره یې په دوی ډز شوې وې او په وینا یې دا ډول وژنې هیڅ روا نه دي.

په وروستیو کې داسې راپورونه ورکړل شول چې په شینوارو او مامندو کې زرګونه کسان له زده کړو له دې کبله محروم شوي چې داعش ښوونځي تړلي دي. د داعش دغه مشر دا تاییدوي چې حافظ سعید خان (خراسان کې د داعش والي) مکتبونه او لیسې تړلي چې دا کار یې د اسلام خلاف دی.

مسلم دوست وايي چې د داعش د مشر کارونه «جاهلانو ته حواله دي». نوموړی مخکې د ځان صفايي کوي او وايي چې ده ورته په یوه مجلس کې د منظم تشکیل نقشه جوړه کړه خو د «سعیدخان او ټولو خلکو مخکې يو تور مخي جاهل وویل چې: د رسول الله صلی الله علیه وسلم په وخت کې داسې نظم نه و …..!!! ما هغه چپ کړ خو وروسته کارونه د هماغه جاهل له غوښتنې سره سم بې نظمه او ګډوډ روان شول».

مسلم دوست د لیکنې په پای کې وايي چې داعش د اسلامي اصولو خلاف هر ناړامي او سختي وازمویله او په وینا يې د چا په خلاف چې په قران کې د سختۍ کولو امر شوی و هغه يې پرېښودل او په بې وزلو مسلمانانو يې سختي را واخېستله.

داعش شاوخوا یو نیم کال وړاندې د خراسان ولایت څانګه د پاکستان په قبایلي سیمو کې پرانېستله او تر هغه وروسته یې خپل جنګیالي د افغانستان ختيځو سیمو ته راولېږل.

په ننګرهار کې د طالبانو یو قومندان نن ټکی اسیا ته د نوم نه ښودلو په شرط وویل چې داعش په افغانستان کې لومړی له دې کبله پرمختګ وکړ او څو ولسوالۍ يې ونیولې چې طالبان ورسره له جګړې منع شوي وو. د نوموړي په وینا «اسلامي امارت» غوښتل دا ستونزه د داعش له اصلي مشرانو سره د خبرو اترو له لارې حل کړي.

د یاد قومندان له قوله طالبانو له هغه وروسته د داعش ضد کوټلي اقدامات وکړل چې د ملا اختر محمد منصور د لیک په ځواب کې د دغې ډلې ویاند عدناني  طالبان اربکیان وبلل او دوی ته يې بلنه یې ورکړله چې توبه وباسي او د داعش سره یوځای شي.

طالبانو مشر ملا اختر محمد منصور سره د القاعده د مشر په شمول ډيری نړیوالو جهادي ډلو بیعت کړی او دغو بیعتونو د داعش د هغو فتواوو مخه نیولې چې د طالبانو خلاف یې ورکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

34 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Ghaforor mama

This ruthless Daesh recruiter must pay for his horrible, unislamic and inhumn committed crime and recruitment efforts. He strenghtened thoes monsters operations through his last brath. According to this idiot saying; Hafiz Sayed is illetrate, while in this photo he has a shelve full of books

javed

انشاء الله چی د ISI او CIA پروژی په رسوا کیدو دي

محمدربی آماج

د افغانستان د طالبانو، داعشیانو او شمالی ټلوالی ټولی کړنی د پخوانۍ کیسی (د طالبانو غوا) ته ورته دی چی هر څوک ورنیژدی شی دوی بیا داړی جینګی ورته نیولی وی، خپله مفکوره او لاره لیکه نلری، یوازی دپیسو او ځواک تږی دی،ټولودغه پورته ذکرشویو ډلوپخپلو کړنو سره هغه درحمن بابا د شعر ریښتینولی له ورایه ثابته کړه کوم چی وایی: دین یی دام وی د دنیا په لارکی ایښۍ! ««»» پری را اړوی وحشیان د مخلوقات. اوس نو ته راشه همدا د ښاغلی مسلمیار اقرارونو ته! ته مسلمیار!!؟ جلال آباد او بیا ابو بکر بغدادی او عراق او سوریه… نور لوستل »

lممتاز خان

مسلم دوست صاحب د نوم سره د هله اشنا شوم چه کال مخکی له رسنیو نه می واوریده چه تاسو دداعش لیدد ا خراسان لپازه ګمارل شوی یاست- زما سوال دادی چه افغانستان علما لری نو داعش راتګ ته سه ضرورت وه؟ تاسو ولی یو نیم کال ورسره ملګری وای او په سل هاو افغانان مو د افغانستان د تباهی او بربادی لپاره ور جلب کرا؟ پدا یو نیم کال کی چه کوو ظلم داعش په افغانانو کری او باه کوی تاسو پکی سل په سلو کی شامل یاست؟ تاسو سنګه عالم او لیدر یاست چه یو نیم کال بعد… نور لوستل »

غوربندی

خدای دی تا خوار نکړي چې د ای-اس-ای له خوا په څو واره غولول کیژې، دا به شاید ستا عقلي نه بلکه د سلفیانو خپلسری او هیڅ ځای ته نه رسیدونکی عقیده ده چی تا خپله کړې ده، هم ځانونه پکی سیځی هم نور…

الحاج استا ذ بیانزی

اماج خانه الله ج اول درته سواد او اسلام علم در زده او بیا دی له ناروغی وژغوری ، ستاسی دا ناروغی د هغو ډالرو له امله ده چه هره اونی یا میاشت دی ورباندی جیبونه تشیږی او ډکیږی هغه کسان چه دغه ناولتیا درکوی اوښانو کی یی پړی اچولی ، تاسو به هم له ځانه سره بیوځی او لا له اوسه توبه وباسی که نه اخرت خبره خو مو په خپل حال دی په دی ژوند کی به په رنآ ورځ د اسمان ستوری وګوری

الحاج استا ذ بیانزی

د داعشی فتنه د داعش د بادارانو له خوا څه چه خپله دداعشیانو له خوا هم په ډاګه شوه ، دا چه مسلم دوست یونیم کال څه جهالت کی ننوتی وو ، که هغه جهالت یی شعوری وو یعنی سره د دی چه داعشیان یی پیژندل او ده ورسره غړیبتوب تر لاسه کړی وو ، الله ج ته باید توبه وباسی او د خپلو هغو بدو بخشنه تری وغواړی ، او که هغه وخت نه پوهیده او اوس یی د هغو جنایات تر سترګو شوی ، اوس یی هم ښه کار کړی چه له ناولتیاوو راووت و مګر اوس ځانله… نور لوستل »

قاري سعيد خوستى

مسلم دوسته ته هم د كرزي په شان غواڑي يو پلاستيكي اتل له زانه جوڑ كڑي
كرزي خارجيان د ابادى په نوم راوستل او تا جاهل پودريان تيره وال د خلافت په نوم راوستل

Shuaib

زه خو وایم چې دغه مسلم صاحب اوس هم ښه وکړل ، دا هم یو مسنون عمل دی او د هوښیارۍ کار دی ، چې اوس د داعشی سعیدخان له کړنو برائت اعلانوي . ده که په هرنیت دا کار کړی وي او له سعیدخان سره یې پر هره مسئله ستونزه راغلي وي او بیا ځینی بیزاره شوی وي . خو موږ به یې دا ښکاره خبرو ته وګورو چې رښتیا هم په ښه نیت یې دا کار کړیدی . د دین او وطن پخاطر یې هغوی او د هغوی اعمال غندلي ، په هرصورت د ستایلو وړ کار یې… نور لوستل »

Omer Jan

الحمدالله که مسلم دوست صاحب براءت خویش را اعلان نمود .یقینا با این اقدام وی شک و شبهه از دل بسیار مردم براشته خواهد شد . و برایت مسلم دوست صاحب لازم است قسمیکه قبل برای دعوت و جلب افراد برای داعش سعی و تلاش می نمود از این به بعد برای مردم حقایق ایشان را واضح نماید و با اختر صاحب بیعت نماید .

اتل

بسیار یک پشنهاد مهم و پراهميت از طرف عمرجان. تشکر.

kadir mohmand

Dear Muslim Brothers and Sisters: When I met with Abdullah Abdullah in September, 2012 in Afghanistan after showing me his extremely expensive gold watch, he bragged that he was in charge of the mercenaries DAESH. I have known Abdullah since childhood. Furthermore, I have been told from reliable sources on the ground in Afghanistan that any so-called Daish is really hired mercenaries and thugs paid by the CIA with huge amounts of drug trafficking money. Any “so-called” DAESH, ISIL ISIS, fighters in Afghanistan are really CIA and MI6 contracted thugs. The former, governor of Paktika Abdul Karim Mateen, admitted that… نور لوستل »

نور محمد

قاري سعید خوستي صیب ډېره په زړه پورې خبره کړې.
رښتیا چې مسلم دوست(؟!) ډېر ستر خیانت د مسلمانانو او افغانانو سره کړی، چې داعشي وحشي څېره يې په افغانستان کې راښکاره، نوموړي په داسې اعلان باندې ځان ته د دغه ستر خیانت څخه برائت نه شي ورکولی. باید الله تعالی ته توبه باسي، له افغان ولس او مسلمان ولس څخه بښنه وغواړي.

نور محمد

الحاج استاذ بیانزي چې په حق ويلو کې د هیچا پروا نه لري ترې یوه نړۍ مننه.
اباد، سرلوړی او خوشاله دې وي.
بیانزي صیب! د غیرت او مېړانې شمله دې تل هسکه غواړم.

دادلله مجاهد

الحمد الله دا کوم خبر چی نن سبا دشیخ مسلم دوست په هکله خپورکړی دی سرا سر خطا دی او دارپور تاژ چا له زانه جوړکړی دی. بی ځایه د منافقانو #### . خپلی خولی بندی کړی هسی نه چه خپل ایمانه ځان خلاص کړی………

محمود

یو ه خبره باید واضح شی چه مسلم دوست صاب د حا فظ سعید نه خپله وفاداری اخیستی ده او بس، دده بیعت د ابوبکر صا ب سره په خپل ځای دی ، او دا شه کار دی، او مونژ د ملګرو نه تقضا کوو چه یو طرفه خبره ونه کړی او د مشرانو احترام وکړی، او تورونه ونه لګوی، که شه ګومان نه وی دلته په امارت پوری اړوند هم داسی خبری او پوشتنی شته چه تر او سه لاینحله پاتی دی . زمونژ د اففان اسلامستانو یو عادت دادی چه دوی خپله کمزوری نه منی ، مثال ستاسی… نور لوستل »

محمدربی آماج

ښاغلۍ بیانزۍ صیب! سلامونه او نیکی هیلی: پدی هیله چی په روځنیو چاروکی دسوکالی او بریا په نصیب وی .آمین: اما بعد:ښاغلیه زه ستا په غوصه پوه نه شوم چی زما د دغی وړی لیکنی څخه ستا په اوړو کی ولی شګه پیداشوه؟! لومړۍ:له کومه ځایه تا دغه د غیب علم لرۍ چی زه هم پردیو ډالرو له لاری تغذیه کیږم!؟ لاسوند لری؟ او که ایمان په ګومان خوری! دوهم: په رښتیا ما پیژنی او که همداسی په تیاره کی غیشی واروی؟ او زما کومه ناروغی ستاسو ښاغلی بیا زما په لیکنه کی وموندله؟ زه خو خپل ځان جوړګڼم ستا… نور لوستل »

غوربندی

آماج صیب طالب خپل امتحان عملا ورکری ده، د ماډلین البرایټ خبره دې څوک اوس په یو توت هم نه اخلي، ګزول خو لا یو څه ابعادو ته اړتیا لري. متاسفانه زمونږ ځنې یک-لا شیشه-مخان (روشنفکران) په سیاسي تحلیلونو کې دومره ژور (ورک) شي چې نور د انسانانو په خاصه توګه د دنیا په سیاست بازار/روانه جګړه کې د خد ای ج بلا کیف لاس/ارادې ته اصلا اعتبار نه ورکوي، بده یی دا چی بیا په دې عقیده چې وي چې په خپل اغوا شوي فکر او مړ ضمیر سره د هری پیښې، تحرک او خوځښت تر شا د امریکا… نور لوستل »

الحاج استا ذ بیانزی

اماج صاحب زه درته اول سلامونه او بیا بخښنه غواړم ، که مونږ داسی څه لیکلی وی چه باید نه مو وی لیکلی ،کله کله د خلکو دریز او تګلیاره د هغو له لیکنو او تبصرو په ډاګه کیږی چه ځینی د نړیوال امپریالیزم په کوم ایزم کی ککړ شوی ، ځینو ته خپله خاوره ، خلک او خپلواکی ( چه ناموس او یا تر ناموس هم زیات دی ) د یو څو ډالرو په مقابل کی هیڅ ارزښت نه لری ، او دا هم کیدی شی زمونږ د هیوادوالو کم وزیاد څلور لسیزی د شرقی او غربی استعمار په… نور لوستل »

Ahmad reza

ما دین خود را از مسلم دوست نگرفتهایم، شما،مسلم دوست،طالبان و همه مزدوران ای اس ای هستید.،،، مسول نن.اسیا ملا خیل در پشاور در پیشروی مایان از ای اس ای پول میگیرد، الله متعال تو ملاخیل را به قهر خود گرفتار کند،سوال بنده اینست که به الله چی جواب خواهی گفت ای ملاخیل؟؟؟

Ahmad reza

ای مسلمانان، بازی ملاخیل را نخورد،مسول نن.اسیا،،،
دیگر اینه مومن باید استقرار فکری داشته باشد نه مانند مسلم دوست که خدمتگار طالبها بود ای اس ای مزدش را کم کرد، او رفت به داعش حالا ای اس ای دوباره مزدش را بالا برد، دوباره به طالب رفت،،، ملا ها شما همینطور هفته فهم هیتید

رضا کاظمیان

سلامونه ګرانو دوستانو، څو خبرو ته مو پام را اړوم اول دا چی داعش ، طالب او داسی نور ټول د آی اس آی پروژی دی زه د دولت طرفدار هم نه یم خو باید خپله اصیله مسلمانی کلکه کړو او بیا خپل دین خلکو ته هم ورسوو. دوهمه دا چی که داعش یوازی د آی اس آی پروژه وی نو دا دومره لویه کچه طالبان له کومه ځایه را ځی تمویل کیږی او څوک یی تنظیموی، که وایی چی دا د الله ډله ده او الله یی کمک کوی خو داسی هم نده ځکه چی تر هغو چی طالبانو… نور لوستل »

محمدربی آماج

ښاغلو بیانزۍ او غوربندی صیب ته اسلام علیکم ورحمته الله وبرکاته! اما بعد، د روغتیا او سوکالۍ جامی په تن ولرۍ.آمین: تر دی وروسته انسان جایزالخطاُ موجود دۍ، او الله (ج) خپل مخلوق (انسان ) داسی را پیژنی آیت: ان الانسان لظلوم کفار.ط صدق الله العظیم.::: ژباړه: په تحقیق سره چی انسان ظالم او ناشکره دۍ. د پوه انسان لوی والۍ پخپلو غلطیو باندی په ریښتینی اقرار کی نغښتي دۍ، دغه زه د ځان لپاره هم وایم.راغله خبره دیته هره ټولنه ځانله بیلی اخلاقی پولی او بریدونه لری چی د ټولنپوهنی په ژبه ورته اخلاقی کودونه،ارزښتونه او باورنه ویل کیږی،… نور لوستل »

غوربندی

آقایان هر یک کاظمیان و رضا

با سلام

تقدس و حقانیت طالبان از روی افساد و خباثت دشمنان ایشان معلوم و قابل درک است .

تماشای چند تا سریال جاسوسی اکثرا نا فهم ها و کله خامهای ما را دچار شک و تردید کرده به ای_اس_ای و سی-ای-ای و موساد و غیره شیاطین در حد الوهیت قائلند و هر چیز را اراده آنها (لعنهم الله) می پندارند.

الحاج استا ذ بیانزی

مونږ د ځينو غلامانو او ……. تبصری ولوستلی او دی نتیجی ته ورسیدم چه د نن ټکی اسیا له لیکونکو هیله ولرم چه : چه د نارینه وو او شځو تبصری سره بیلی کړی او بیا هغه ښځی چه د ډالرو د تر لاسه کولو د پاره د ناموس خو څه چه د ځآن پلورلو پروا هم نه لری . تاسی د ځینیو تبصری وګوری چه په لوستلو یی زه وشرمیدم هغه چه په قران کی ورته هرزه ګیاه وایی تر هغو هم بدتره اسفل سافلین دی . د الله ج قدرت ته ګوره ، چه دغه د دجالی امپریالیزم… نور لوستل »

غوربندی

آماج صيب

تاسو ته مجددا سلام أو احترام

که مهربانی وکري نونژ ته د خپل اند له مخی د پردي تعریف وکري?

د اخلاقی کودونو له مخی چی تاسو افغانان تعریف کری دي آیا طالبان د نومورو کودونو له مخی پردي بلل کيداي شي?

آیا تاسو د سیاست او اخلاقی کودونو تر منز په يوالي معتقد ياست که په بيلوالي?

الحاج استا ذ بیانزی

اماج صاحب السلام علیم ستاسی د تبصری مهمو ټکو ته به منطقی ( عقلی او نقلی ) خواب ولیکم او هغه دا چه : لمړی : تاسی د طالبانو شروع په عمومیاتو کړی ، وایاست چه د طالبانو د ښو کړنو محصول وو د همدی امله خلکو خوش کړل زه باور لرم چه هغه وخت به هم طالبانو کی ځینی کسان وو چه ښه به نه وو مګر دا چه ډیرو یی ښی کړنی تر سره کړی هغوی بکی څوک نه یادوی او نه هغه لږ د دی ډیرو نمایندګی کولی شی په اخره کی مو بیا د یو څو… نور لوستل »

khalid

وروڼو د محمود، رضا کاظمیان او محمدربی آماج د خبرو نه معلومیږی چی د ملی امنیت د بدنامی اداری کارکوونکی دی غواړی چی په خوشی او عبث بحثونو کی هم خپل وخت او هم د نورو وخت ضایعه کړی ددوی وجدان او ضمیر مړ ده فکر یی کقری فکری یرغل په تمامه معنی تسخیر کړی غواړی چی ځان پدی خوا او هغی خوا وهی او اوسنی وضعیت ته ددوام زمینه برابره کړی او افغانان یی منلو ته راضی کړی کنی پدی خو اوس ماشوم هم پوهیږی چی په افغانستان کی څه روان دی امریکا ولی په افغانستان یرغل وکړ او… نور لوستل »

عبدالحق

محمدربی آماج د څانګه اماج د شمشاد تلویزیون خبر یاله وه،پلار دی، ده د پیژندلو لپاره همدومره کافی دي.

محمدربی آماج

کوم چا ته چی یوازی خپله ړانده او دوګماتیک اندونه دومر لوړ او غوره ښکاری چی العیاذ باالله له آیاتو څخه یی هم لوړ ګڼی. نور نو هغوی ته باید څه وویل شی؟ او بله دا چی ایمان په ګومان خوړل او د مفتی پخای کیناستل او ټاپی لګول یوازی پخپل ځان د ناپوهۍ ګواهی ورکول ندی نو بل څه دی؟ په ډیر درناوی هغو ته چی بعالم د غیابت کی او نه پیژندنی کی تومت او توهین کوی.صرف دومره به ورته ووایم. چی : ایت شریف: واذا خاطب …….. قالو سلاما.ط. الله (ج) موږ ټولو ته سمه لاره را… نور لوستل »

غوربندی

عبد الحق صيب تاسو ته سلامونه او احترام که ستاسو خبره رشتيا وی نو د مرحومي سانگي کورني چی پخوا یی د پاکستان په کویته بلوچستان کی د مهاجرت ژوند کری ده، يوه باسواده او پتمنه کورني وه ، البته دا به د آماج صيب عجله او له وخته مخکي اقدام وو چی د خپل عیال د استعداد او تحصيلاتو محصول یی د افغانی تولني د خدمت پر زاي د اشغال پر اوژو سپره ديموکراسي ته ارائه کرل. ديموکراسي په عالم الاسباب کی د هغو لپاره شه ده چی په نطفه کی یی خلط وی، مومن چی د ديموکراسي شوق… نور لوستل »

محمود

ز ما د خالد د نا مناسب الفاظو د استعمال جواب خاموشی او سقوط دی او بس. مننه خالده قنده ، خو دومره وایم چه د امارت په مشرانو جرحه منافقت ، جاسوسی او کفر ندی، دوی وحیی والا ندی دوی صحابه ندی او د نظر خلاف کومه نوی خبره نده ستاسی چه هر ځای یو ځوک و وینی چه د طالبانو سره په کوم ځای هم نظره ندی ستاسی په هفی باندی تهمتونه لګوی چه دا منا فقت دی ، جاسوس دی ،ا مریکایی دی او وغیره، او زما د ضمیر او وجدان نه الله خبر دی، ما صرف… نور لوستل »

khalid

ههههه داعش او اسلامی تحریک یا تنظیم هر څوک چی داعش ته اسلامی تحریک وایی هغه اصلا پدی نه پوهیږی چی اسلام څه شی دی او په حقیقت کی له اسلام سره سخته جفا کوی دانن چی د بشار الاسد حونخوار جکومت تراوسه په سوریه کی دوام وکړ دا صرف او صرف دداعش له وجی دی نور کارونه خو یی پخپل ځای پریږده او محمدربی آماج ته وایم چی تاسو صحیح فرمایلی دی جنابه زه واقعا هم ستا سیال نه یم ستا سیالان معلوم دی چی څوک دی هغه یو متل ده وایی باز با باز کبوتر با کبوتر وزاغ… نور لوستل »

الحاج استا ذ بیانزی

محمود صاحب مسلمانانو ورونو السلام علیکم ! زه هڅه لرم تر هغی چه ډیر مجبور نه شم څوک نه مسمی کوم ، چه غندنه یا ستاینه یی وکړم ، عمومی څه به ولیکم ،هر خبره د مقناطیس په شان خپل خپل کس پسی ځی . لمړی : دغه څلور کسان چه اشغالګرو او د هغوی غلامی اداری ته تسلیم شوی ، دا عمل یی مثبت او که د الهی قانون خلاف کار یی کړی ؟ که یی په ناپوهی کی خلاف کړی وی توبه دی وباسی او که دغه د الله ج خلاف عمل ته خلاف نه وایی له سره… نور لوستل »

Back to top button
34
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx