ویډیو

د پولیسو قومندان د ټول افغانستان په مخ کې بچه بازي وکړه – ویډیو

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، تلې ۲۹مه ۱۳۹۴ل): په داسي حال کې چې د طلوع نیوز خبریال د کندز ښار څخه د جګړو تازه خبرونه د طلوع له لاري ټول افغانستان ته ورکول، تر شا یې ولاړ د پولیسو قومندان په یوه لاس کې توفنګچه په موبایل باندي خبري کولې، داسي ښکارېده چې د کوم ملګري یا کوروالا سره خبري کوي، او هغوی ته په تلویزون کې ځان ښيي.

نوموړی ددغه راپور په ټول جریان کې ځان په کیمره کې وساته، او وروسته یې یو ځوانکی هلک د وسلې په اشاره د ځان خواته را وبلی، او په غیږ کې تر نیولو ورسته یې مچه ځینی واخیسته. هلک چې سګریټ یې په لاس کې وو، لیږ وروسته د کیمرې له ساحې ځان باسي، خو قومندان یې بیا را کشه وي، او د مچي اخیستلو هڅه یې کوي.

باید وویل شي چې دغه صحنه د طلوع نیوز په ژوندۍ خپرونه کې په کورونو کې ټولو افغانانو هغه وخت ولیده، کله چې ددغه تلویزون خبریال د کندز په اړه هیوادوالو ته تازه احوال ورکوه.

ویډیو لاندي کتلای شئ:

ټاګونه

ورته لیکنې

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
sajad khan
میلمه
sajad khan

الله دی ددی سعی اجردرکړي

sajad khan
میلمه
sajad khan

کاش تاسو داسلامي خلافت خلاف نه وایی

Back to top button
Close
Close