د افغانستان په جنوب کې یو بهرنی عسکر ووژل شو
نن ټکی آسیا: د افغانستان په جنوب کې د بهرنیانو یو تن عسکر د طالبانو په برید کې ووژل شو.
په کابل کې د بهرنیانو د مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کی ویل شوي چی سرتیری یې تیره ورځ د طالبانو سره په یوه نښته کي ووژل شو.
په خبرپاڼه کي د عسکر د وژل کېدو دقیق ځای نه دی په ګوته شوی، او نه هم نور معلومات ورکړه شوي دي.
د ځینو سرچینو په قول سږ کال بهرنیانو خپل د 370 تنو عسکرو وژل منلي دي، چي 281 یې یوازي امریکایان دي.