نظــر

خوږه جګړه

لیکوال: محمد کمال افغان

لیکوال : محمد کمال افغان. د ژوندون ټلوېزیون د (ستاسو نظر) خپرونې چلوونکی
لیکوال : محمد کمال افغان. د ژوندون ټلوېزیون د (ستاسو نظر) خپرونې چلوونکی

ویښ شئ، افغانستان په (۳۴) میاشتو کې جوړېږي! ان شاءالله.

افغانستان چې یو غرنی هېواد دی او(۳۴) ولایتونه لري. موده کېږي، چې د تپل شوې جګړې ښکار ګرځېدلی او هر بهرنی هېواد هڅه کوي، څو خپلې نوې اختراع شوې وسلې په افغانستان کې وازمایي او د افغانستان خاوره د یو نظامي لابراتوار په توګه وکاروي. د ډېرو نظامي ازمایښتونو او جګړو له لاسه یې هره لوېشته خاوره د باروتو بوی کوي او هر افغان په جګړه کې پیدا، لوی او په همدغه جګړه کې وژل کېږي. تر دې دمه داسې څوک پیدا نشو، چې میراثي جګړې ته بس! ووایې او په ریښتینې توګه سولې ته غېږه خلاصه کړي. دا هم امکان لري، چې که داسې څوک پیدا شي، چې دغه پردۍ تپل شوې جګړه ختمه کړي او هڅه وکړي، چې د ګاونډیو او بهرنیو د لاسوهنې مخنیوی وکړي، نو شاید له یو لوري څخه ورته د مرګ ګواښ وشي، ځکه د ګاونډیو هېوادونو په ګډون نړیوال هېوادونه د افغانستان په جګړه کې بوخت ساتلو څخه خوند اخلي او خپلې ګټې او شوم اهداف په کې لټوي، چې که جګړه ختمه شي د دوی ګټې په خطر کې لوېږي، نو په افغانستان کې جګړه مونږ ته ترخه، خو دوی ته خوږه ده او دوی کولای شي هر هغه څوک چې خپل هېواد ته خدمت کوي، په اسانه د ډالرو په زور بدنام کړي او د اوږو منځ کې د جاسوس، منافق، غدار، ملي خاین او داسې نورو القابو د یوې ټاپې په لګولو د خپلو هېوادوالو له لوري وژني.

خو د هر افغان ایماني او وجداني دنده ګڼم، چې په اسلامي او انساني ارزښتونو په چوکاټ کې د خپل هېواد د ابادۍ، سرولوړۍ، سولې او ثبات لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي.

راځم خپلې خبرې ته او هغه دا ده، چې تاسې پوهېږئ! افغانستان د هغه هېوادونو په قطار کې راځي، چې د ملي بودېجې ډېره برخه یې امنیتي سکتور ته ځانګړې شوېده او په جګړه کې چې کوم لګښت په پراخه پیمانه کېږي، تر ډېره یې منفې اغېزې په نورو اقتصادي او ټولنیزو سکتورونو راځي او د ډېرو اقتصادي پروژو مخه نیول کېږي، د بیا رغونې ترڅنګ ښوونه او روزنه، عامه روغتیا، اقتصاد او ځینې نور مهم سکتورونه زیانمنېږي او ټول امتیازات پردې تپل شوې جګړه اخلي.

د سولې او دیموکراسۍ برابرۍ بنسټ د هغې سروې له مخې، چې د کابل په ګډون (۷) ولایتونو کې د اته میاشتو په درشل کې د اړوندو ادارو او وزارتونو په مرسته شوې وه، افغانستان په (۲۰۱۴) کال کې د جګړو، افراطیت او ترهګرۍ له امله نهه ملیارده او یو نوي میلیونه ډالره زیان لیدلی، چې د یوې ورځې د جګړې لګښت نږدې پنځه ویشت میلیونه ډالره محاسبه شوی او لاملونه یې هم په افغانستان کې کورنۍ او بهرنۍ لاسوهنې او د بهرنیانو بې ګټې حضور په ګوته شوی دی.

راځو دغه د یوې ورځې د جګړې لګښت ته، چې شاوخوا پنځه ویشت میلیونه ډالره محاسبه شوی، که دغه پیسې په جګړه مصرف نشي، نو په متوسط ډول یوه ولسوالۍ په بنسټیزه او دوامداره توګه رغولای شي او د همدغې روانې جګړې د یوې میاشتې لګښت، چې په جګړه نه بلکې په بنسټیزو اقتصادي او رغنیزو پروژو مصرف شي، نو په هر اړخیزه توګه یو ولایت په متوسط ډول رغوي.

افغانستان (۳۴) ولایتونه لري او که د جګړې یو میاشتنی لګښت په جګړه نه بلکې د یو ولایت په زیربنا، ښوونه او روزنه، عامه روغتیا، خصوصي سکتور او داسې نورو اقتصادي او زیربنایې کارونو باندې ولګول شي، نو په نتیجه کې به افغانستان په (۳۴) میاشتو یا درې کالونو کې په یو غني او عصري هېواد بدل او د سیالانو سره به سیال شي. دا هېواد به نور فقیر نه بلکې بډایه هېواد وي. د جګړې لګښت سربېره د هېواد په کچه سوداګریزه راکړه ورکړه، تولیدات، محصولات، صنعت، زراعت، د اوبو بندونه، برېښنا، کاني زېرمې، هوایي او ځمکني ګمرکي محصولات، ریل پاټلۍ او داسې نور اقتصادي کارونه او پروژې هغه څه دي، چې کولای شي د هېواد والو په دسترخوان کې مثبت بدلون رامنځته کړي او شاید داسې وخت راشي، چې له امریکا، لندن او نورو اروپایي هېوادونو څخه به کارګر او کسب ګر د مزدورۍ لپاره افغانستان ته راځي.

اوس لومړی په کار دا دی، چې ملګري ملتونه او افغان حکومت پر امریکا او افغانستان ته د نورو راغلو هېوادونو څخه دا وغواړي، چې افغان هوايي او ځمکني ځواکونه په بشپړه توګه په مدرنو او د وخت د اړتیا سره سم په عصري وسایلو سمبال کړي او حتا باید افغانستان د اټمي قدرت څښتن کړي او له هغې وروسته دې بهرني ځواکونه له افغانستان څخه په بشپړه توګه ووځي، افغان حکومت به دا ضمانت ورکړي، چې د افغانستان خاوره به هېڅکله د هېڅ هېواد په خلاف ونه کارول شي او له ټولو نړیوالو هېوادونو سره به اقتصادي، سیاسي او دیپلوماتیکې اړیکې ولرو، د طلبانو هغه خبره چې وایې، هغه وخت به د سولې په ټغر کیني، چې له افغانستان څخه بهرنیان په بشپړه توګه ووځي، نو د هغوی لپاره به هم نور څه نه وي پاتې، بل دا چې افغانستان هغه ټولنه ده، چې شاوخوا (۹۹) سلنه وګړي یي مسلمانان دي، نو باید اسلامي حدود د وخت د حاکم له لوري جاري شي، له یو لوري به مو د الله حکم پر ځای کړی وي او له بل لوري به په هېواد کې سرتاسري امنیت، سوله او ټیکاو رامنځته شي او د هر افغان سر، مال، ناموس، عقیده، خاوره او تصمیم به خپلواک او خوندي وي او ټول به په هېواد کې د مینې، محبت او ورورولۍ فضاء رامنځته کړو او په خپلو کې به سره جوړشو.

وما علینا الا البلاغ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x