نظــر

غور، غورک، غورماچ، غوریان

زخمي افغان

دا څو ورځې هغو ولسوالیو ته ورپیښه ده چې په سر کې یې غور راغلی وي، د کندهار غورک طالبانو ونیو او په جګړه کې یې حکومتي عسکرو ته درانه تلفات ورکړل، ورپسې په غور ولایت کې د طالبانو د نظامي مارش اوازو حکومتي چارواکي دومره وارخطا کړل چې ښځینه والي یې نارینه نظامي لباس اغوستو ته مجبوره شوه، ترڅو که خپلو د نارینتوب دعوه ګیرو عسکرو ته روحیه ورکړي.

د غور وارخطایي لا نه وه کراره شوې چې طالبانو په شمال لویدیځ افغانستان کې د غورماچ ولسوالي ونیوله،د غورماچ فتحه د کندز له ښارنیولو وروسته د طالبانو تر ټولو مهمه بریا بلل کیږي،دا سیمه ډیره پراخه او ستراتيژیکه ده چې فاریاب او بادغیس دواړه ولایتونو ترې اغیزمن کیدلی شي، د غورماچ سقوط چې لسګونه عسکر یې د امنیه قومندان په مشرۍ طالبانو ته سلامي شول، دوستم یو ځل بیا دست وپاچه کړ او عجالتا یې د غور د والي غوندې خپله برګه کورتۍ واغوسته او جوزجان ته یي ځان ورساوو، د غورماچ سقوط دوستم دومره وارخطا کړی و چې د خبري کانفرانس په مهال ترې اپلتې ویل کیدې او خپلې خبرې یي نه شوای کنترولولی .

د غورماچ د فتحې په تعقیب د سه شنبې په مازدیګر طالبانو یوه بله داسې سیمه لاندې کړه چې ابتداء یې په غور وه، هو کې طالبانو د هرات غوریان ولسوالي ونیوله ، د غوریان د جګړې په اړه ویل کیږي چې دولتي عسکرو ته په کې دروند زیان رسیدلی، ددې جګړه یوه جالبه کیسه دا کیږي، چې د ولسوالۍ چارواکي چې کله پوه شول چې نور د قرار په ځای په فرار کې ګټه ده، د ولسوالۍ د شاتني دیوال څخه د خیز وهلو په مهال ځیني وزني چارواکي په ځمکه د لګېدو سره شدید خوږمن شوي دي،چې د ولسوال ملا او د څارنوال پښه ماته شوې ده.

د غور ، غورک ، غورماچ او غوریان حوادث داسې تصادفي او سره پېیلي رامخې ته شول، چې د کابل چارواکو ته یې هیڅ د ځوابي اقدام فرصت پرې نښود، پخوا به که کومه ولسوالي سقوط شوه نو دارګ چارواکو به ورته د څیړنې ځانګړې هیئتونه ټاکل، مګر اوس چې د ولسوالیو سقوط د ورځې خبره ګرځیدلې،خبره له تفتیش او څیړنې وتلې او دارګ مفکرین له خپل ځان سره د وسواسیانو په شان یوازې همدا ګردان کوي چې : غور غورک غورماچ غوریان …

د کابل له څنګ سره د غوربند ولسوالي چې دنوم په سر کې یي غور راځي، دارګ د چارواکو لپاره د وسوسې په مرکز بدله شوې، دوی چې ددې ولسوالۍ نوم ته ګوري نو فکر کوي چې شاید د طالبانو راتلونکي عملیات به همدلته وي، ځکه طالبانو له وړاندې همدلته خپل شتون ثابت کړی او د غوربند په ګاونډ کې یې د بغلان تاله وبرفک یې تر کنترول لاندې راوستي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمدربی آماج

د همدی (غ ) باندی شروع کیدونکو ولسوالیو پوری یوه خبره را یاده شو چی وایی: یو وخت کی یو نس پړس ملا دیوه کور په نوبت وو نو د کور یو کس د ځان ښوونی پخاطر ملاصیب نه تپوس وکړو چی ملا صیب شوله درته راوړو که شوروا؟ ملا سمدلاسه ورغبرګه کړه چی جاردشم ګله! په کور دوه لوښی نلرۍ؟ اوس هم دغسی ولسوالی نشته چی (ع) هم ولری. او دطالب چارواکو ورفکرشی چی دغه ع هم په ځان وګوری.

غوربندی

د طالبانو فاتحانه پرمختگ ددي سبب شوی ده چی ع- عررر و هلو، او غ- غول خورلو ته مخه کري.

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x