افغانستان

هلمند : ۵ پولیس دخپلو ۴ ملګرو ته وژلو وروسته طالبانو ته ورغلل

دجرمني خبري اژانس  ( ډي پې اې ) خبر ورکوي چې دجمعې په شپه دهلمند ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې  دیوې پوستې پنځو تنو پولیسو خپل څلور همکاران وژلي او وروسته دپوستې له ټولو مهماتو سره  طالبانو ته ورغلي دي .

دهلمند دپولیسو مشر عبدالنبي الهام رسنیو ته ویلي چې دغه پولیس  اوس تازه  دګرشک ولسوالۍ په مربوطاتو کې یوې امنیتي پوستې ته لیږل شوي  وو ، چې دجمعې په شپه ووژل شول .

چارواکي وایي چې له طالبانو سره یوځای شوي پولیس  څو اونۍ وړاندې دپولیسو لیکو ته جلب شوي وو او داسې ښکاري چې دطالبانو ارتباطي کسان  به وو ، دغه پنځو تنو پولیسو له ځان سره درینجر موټر په شمول دپوستې ټولې درنې او سپکې وسلې او تجهیزات هم  وړي دي .

په دې وروستیو کې نه یوازې په بهرنیو ځواکونو باندې دافغان ځواکونو له خوا بریدونه زیات شوي بلکې په داخلي عسکرو هم کله ناکله داسې بریدونه کیږي ، تر دې وړاندې دهلمند په ولایت کې یوه پولیس خپل  ۳ تنه ملګري لومړی مسموم کړي او بیا وژلي وو ، دا ډول بریدونه چې  چارواکي یي داخلي بریدونه بولی نه یوازې  د کابل حکومت دځواکونو ترمنځ  خپل منځي اعتمادپه صفر کې ضربوي  بلکې  دځواکونو به جګړه ایز مورال هم ناوړه اغیزه پرې باسي .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x