ټولنیزه برخه

په کړکېچنو شېبو کې د بریالیتوب ۲۱ رازونه – دوهمه برخه

لیکوال: برایان ټریسي /  ژباړن: حامدالله ستون /  دوهم څپرکی:

کتاب: په کړکېچنو شېبو کې د بریالیتوب ۲۱ رازونه
کتاب: په کړکېچنو شېبو کې د بریالیتوب ۲۱ رازونه

په خپلو وړتیاوو باور وکړئ

زړورتیا هغه ارزښت دی، چې انسان یې له ژوند څخه ترلاسه کوي، تر څو هغه ته آرامتیا ور وبښي
امیلیا ارهارت۱
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

ښايي یوه لویه ماته د دې سبب شي، چې په خپل ځان باور او په ژوند کې چې کومې وړتیاوې لرئ، له لاسه ورکړئ. د ناڅاپي بدو پېښو په وړاندې طبیعي غبرګون دا دی، چې ښايي پرېشانه او یا غوسه شئ. داسې لکه چې د احساستو په څرخ کې ګیر یاست. کله چې له ناڅاپي ماتو او بدیو سره مخ کیږو، دا ډول غبرګونونه زمونږ لپاره طبیعي دي.

مهمه نه ده چې څه پېښه رامنځ ته کیږي. مهمه دا ده چې خپل ځان ته مو یادونه وکړئ، چې تاسو غوره انسان یاست. تاسو یو با شخصیته، هوښیار او وړ انسان یاست. مهمه نه ده چې څه پېښ شوي دي. مهمه دا ده چې تاسو کولای شئ د هغې ستونزې په وړاندې را ولاړ شئ، او هغه حالت ته لارسی وکړئ.

د خپل ځان په اړه مثبتې خبرې وکړئ، تر څو بېرته مو په خپل نفس باور پیدا شي.

خپل ځان ته مو دې ته ورته جملې تکراروئ: زه مې له ځان سره مینه لرم، زه مې له ځان سره مینه لرم، زه مې له ځان سره مینه لرم.
تاسو کولای شئ!

کله چې په جدي ډول یوه چاره خرابې پایلې ته رسیږي، له ماتې څخه وېره احساسوئ. دا ډول وېره به بې له ځنډه په خپل زړه کې احساس کړئ. ښايي احساس وکړئ چې وړ او لایق نه یاست. کله کله د یو همیشه بایلونکي انسان احساس ته ورته احساس پیدا کوئ. کله مو چې له زیاتو هڅو سره سره کوم کار خرابې پایلې ته ورسیږي، نو ډېری وخت د ځان په اړه په یو ډول بدبینۍ کې ښکېل کېږئ.

له نېکه مرغه تاسو کولای شئ دا منفي احساسات له منځه یوسئ. یوازې باید دغه جمله په قاطع ډول خپل ځان ته تکرار کړئ: زه کولای شم! زه کولای شم! زه کولای شم!

خپل ځان ته و وایئ، چې کولای شئ ټولې هغه چارې ترسره کړئ، چې ذهن مو پر هغو باندې متمرکز کوئ. ځان ته مو و وایئ، هېڅ داسې ستونزه شتون نه لري، چې تاسو ونه شئ کولای هغه حل کړئ. د خپل شخصیت او ځیرکتیا د کچې د ازمویلو لپاره یوازې د ستونزې پر حل او د کړکېچ په له منځه وړلو تمرکز وکړئ. هماغه ستونزه داسې موقع په نظر کې ونیسئ، چې دا ستاسو خواته را استول شوې ده، څو مرسته درسره وکړي، او پوهه او ځیرکتیا مو زیاته کړئ.

د تشویش له منځه وړلو فرمول

د څلور برخییز فرمول څخه ګټه اخیستنه چې د تشویش له منځه وړونکی دی، د ذهن روښانه کولو او د ستونزو د حل لپاره په خپلو وړتیاوو د باور کولو یوه له غورو طریقو څخه ګڼل کیږي. دا فرمول په لاندې برخه کې راوړم:

۱ــ وخت مکث کړئ او د هغې ستونزې یا کړکېچ تر ټولو خرابه پایله ښايي مشخصه کړئ. خپل ځان او نورو ته په بشپړ ډول رښتیني اوسئ. له ځان څخه وپوښتئ: په دې حالت کې ښايي تر ټولو خرابه پایله څه وي؟

۲ــ پرېکړه ونیسئ، قبوله کړئ چې خرابه پایله که هرڅه وي، باید رامنځ ته شي. دا ډول اقدام تاسو ته آرامتیا دربښي او ذهن مو تازه کوي. کله مو چې د ذهن له لوري دا ومنله، چې ښايي وکولای شئ له دې خرابې پایلې سره هم خپل ژوند ته دوام ورکړئ، نو له خپګان څخه لاس اخلئ.

۳ــ له خپل ځان سره سوچ وکړئ، چې که چېرې خرابه پایله منځ ته راتله، نو څه کار مو کاوه؟  څه اقدامونو مو ترسره کول؟

۴ــ ښايي چې بې له ځنډه د پایلې د غوره والي لپاره خپل اقدام پیل کړئ. ټول هغه کارونه وټاکئ، چې کولای شئ د کړکېچ له امله د اوښتو زیانونو د کچې د را ټیټولو لپاره یې تر سره کړئ. خپله ټوله پاملرنه او وخت مو وسپموئ، ښايي چې غوره پایلې ته ورسېږئ.

 د اندېښنې دفع کول

د اندېښنې د دفع کولو لپاره یوه غوره لاره دا ده، چې خپلو موخو ته د رسېدو لپاره یو هدفمند اقدام وکړئ. د دې پر ځای چې پرېشانه شئ، یا په خپل ځان او وړتیاوو مو شک وکړئ، لاس په کار واچوئ، او د سختیو د له منځه وړلو او کړکېچ څخه د تېرېدو اقدام ترسره کړئ. خپل ځان ته مو یادونه وکړئ، چې ستونزې ستاسو د لارې بندولو لپاره نه را منځ ته کیږي، بلکې د دې لپاره منځ ته راځي، چې تاسو ته یو ټکی درس در زده کړي.

سربېره پردې ستونزه یا ماته خپل شخصي کار په نظر کې مه نیسئ. په خپل کاري چاپېریال کې که هرڅومره تجربه لرونکي او ماهر هم وئ، بیا به مو هم په ځینو ځانګړو وختونو کې ۷۰ سلنه پرېکړې ناسمې او ناهیلې کوونکې وي. کله چې تاسو ته منفي او ناوړه پېښې را منځ ته کیږي، ځان بې پروا او خپه مه نیسئ. دا ډول پېښې ټولو انسانانو ته پیښیږي، چې په کار اومسلک کې بوخت دي، یا په سازمان کې کوم مسئولیت ترسره کوي. په هماغه ډول لکه دا خلک چې وايي: د چا چې بامونه زیات وي، واوره یې هم ډېره وي.

پر نفس باندې ستاسو باور له هغه احساس څخه سر چینه اخلي، چې د موخو لور ته مو د وړاندې کېدو سبب کیږي. د ستونزو د حل لارو په پیدا کولو کې خپل ځان داسې بوخت وساتئ، تر څو دې ته وخت پیدا نه کړئ، چې منځ ته راغلو پېښو ته پرېشانه شئ. په ځانګړې توګه هغه پېښې چې نه شئ کولای بدلون ورکړئ.

په کړکېچنو شېبو کې اغېزمنې کړنې

۱ــ په بیړه د خپلې ستونزې د حل کولو لپاره یو هدفمند اقدام په نظر کې ونیسئ، او لاس په کار واچوئ، او اقدام ترسره کړئ. یوازې دا په یاد ولرئ، چې باید زړور مخکې لاړ شئ. ترڅو د چارو مسئولیت په اوږو واخلئ، او ښايي چې زیانونه ډېرې ټیټې کچې ته ورسوئ.

۲ــ په خپل حالت افسوس او په نورو باندې له نیوکو ځان وژغورئ. ستونزې د شور او زوږ څخه د ډک ژوند یوه عادي او طبیعي برخه ګڼل کیږي. په خپل ځان افسوس او پر نورو باندې د نیوکو پر ځای د هغه حالت مسئولیت په اوږو واخلئ، او د حل لارو په پیدا کولو تمرکز وکړئ.

*       د پیاوړي او کمزوري انسان تر منځ یو لوی توپیر په دې کې دی، چې پیاوړی په صبر او کلکې ارادې سره عمل کوي. مګر کمزوری شک کوي، زړه نا زړه قدم اخلي، هم خپل وخت تېروي، او هم په پای کې ماتیږي یا تسلیمیږي.
ادوین پرسي ويپل۱

——–

ددې لیکني لومړۍ برخه دلته کتلای سئ:

http://www.nunn.asia/54965/

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x