نړۍ

په سوریه کې د ایراني ضابطانو او جنرالانو وژنه زیاته شوې

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، تلې ۲۹مه ۱۳۹۴ل):د ایراني رسنیو د راپورونو سره سم په سوریه کې ددغه هیواد د انقلابي ځواک ۵ تنه وژل شوي، چې ۳ یې ضابطان دي، دهغو څخه یو سلاکار دی.

د اهل بیت په نامه خبري اژانس وویل چې د د ایران یو ضابط مهدي علي دوست چي رتبه یې تر پوځي سلاکاره رسیږي، په قم ښار کې د انقلابي ځواک (پاسداران انقلاب) قومندان هم وو، په سوریه کې یې د مشورتي دندي تر سره کولو پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د نجف اباد نیوز په نامه خبري اژانس خبر ورکړ چې د اتم فیلق دوه ضابطان (کمیل قرباني ، حسن احمدي) چې اصفهان ولایت څخه وه، د نورو ایراني عسکرو په شمول ووژل شول.

بل اړخ ته د فارس نیوز په نامه خبري اژانس خبر ورکړی چې د همدان ولایت د کمانډويي ځواک چې د پاسیج په نامه یادیږي، دوه تنه (مجتبی کریمي، مجید صانعي) په سوریه کې ووژل شول.

باید وویل شي چې تیره ورځ په طهران کې د هغه جګ پوړي عسکري قومندان نادر حمید جنازه واخیستل شول، چې څو ورځي وړاندي د ټپي کیدو وروسته وژل شوی وو.

ویل کیږي چې په روانه میاشت کې په سوریه کې د ایران څلور لوړ رتبه عسکري قومندانان وژل شوي، چې د هغو څخه یو هم حسین همداني وو.

حسین همداني چې د ایران دهمدان د سیمي اوسیدونکی وو، په خپل سیمه همدان کې لومړی کس وو چې هلته یې پوځي ځواک جوړ کړی وو.

نوموړی د ایران او عراق په جګړه کې د پاسداراني انقلاب ځواک د مخکښو مشرانو څخه وو.

همداني څه موده د ایراني پوځ د ۲۷ فرقې مشر هم پاته شوی، ددغي فرقي نوم محمد رسول الله وو، دغه فرقه وروسته په لښکر بدله شوه، او بیا هم دی یې مشر پاته شو.

د الجزیرې تلویزون مصري ژورنالیست احمد منصور پر خپل فیسبوک پاڼه په سوریه کې دایراني جنرالانو او ضابطانو د وژنو په اړه ویلي:

د سوریې پاڅون کوونکو د ایران دلوی جنرالانو، ضابطانو او عسکرو او ملیشو په شمول تر اوسه تر ۱۲۰ تنو زیات وژلي دي.

نوموړي وویل چې کره راپورونو تر اوسه دا په اثبات رسولي چې تر ۱۲۰ زیات جګپوړي جنرالان او ضابطان وژل شوي، چې په هغو کې حسن شاطري هم راځي، څوک چې د کال ۲۰۱۳ فروري میاشتي په ۱۶ نیټه ووژل شو، حسین همداني د روان کال اکتوبر میاشتي پر ۸مه نیټه ووژل شو، او دهغه تر مخه د مارچ په میاشتي کې جنرال علي رضا ووژل شو، په همدې میاشت کې محمد صاحب ارکداني هم ووژل شو.

څو ورځي وړاندي د الصابرون لواء مشر فرشاد حسوني ووژل شو.

نوموړي وویل چې ددې تر څنګ ډیري شیعه ملیشې چې د افغانستان، پاکستان، او نورو هیوادونو څخه را جلب شوي وې، ووژل شول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x