دیني، سیرت او تاریخ

د فزیک نوې سپړنې او د اسلام سره ئې سمون

1.     د کائناتو پیدایښت او پای :

متعال خدای جل جلاله فرمایی :  بدیع السموت والارض ° الآیه سوره انعام آیه ۱۰۱

 یعنې خدای جل جلاله د آسمانونو او ځمکو پیدا کوونکی دی ، بدیع  د نوي پیدا کېدلو په معنی دي یعنې خدای جل جلا له ځمکه او آسمانونه د هیڅ څخه پیدا کړی ، یا د مخکنۍ نمونې څخه ئې پرته پیدا کړي ،
دا آیت پدې دلالت کوي چې لومړی ځمکې او کائناتو شتون نه درلود ، بنا، کائنات مخلوق دي او یو وخت به پای ته رسیږي او د هغې څخه وروسته  به یو بل جهان د الهی عدالت په تحکیم سره شروع شي او هر چا ته به د خپلو کړو بدله ورکړای شي .

یو شمېر غیر اسلامی پوهان په دې نظر و چې ځمکه ، کائنات او دا هر څه طبیعې دې ، طبیعت را پیدا کړې او ثابت به وي ، یانې ادامه به لرې  .

خو د فزیک تر ټولو نوو سپړنو دا جوته کړې چې ځمکې مخکې شتون نه درلود ، همدارنګه فزیک دا هم ثابته کړې چې ځمکه او کائنات به یو وخت فنا کیږي ، په دې اړه فزیک پوهان وایی :

یو وخت به د لمر د سون اتمی مواد  ( سوخت اتمی خورشید ) چې لمر ته انرژي ورکوی ، پای ته ورسیږي او لمر به په داسې حال کې چې حرارت به له لاسه ورکوی لوی به شي ، او ځمکې ته به لنډ شي ، حتی دومره به لوی شي چې عطارد او زهره به په خپل ځان کې جذب کړي ، د ځمکې په مخ به اوبه وچې شي او وېلې غوندې به شي ، د دې څخه وروسته چې د لمر ټول د سون اتمی مواد ختم شي ، لمر به بیرته ډېر کوچنی شي او یو ډول ګازی اتمسفیر به په فضا کې خپور کړي ، اوس چې د لمر جاذبه قوه به ډېره ضعیفه وي او سیارې به ئې د جذب او کنترول څخه ووځې او په  پراخه فضا کې به  آزاد شي ،

د دې څخه ډېر وروسته به د تورې انرژۍ ( چې نوې کشف شوې ده ) د کائناتو انبساط او پراختیا به سرعت ومومي او په جاذبه قوه به غلبه وکړي ، په نتیجه کې به ټول شیان ( کهکشانونه ، لمریز نظامونه ، سیارې او حتی ماده ) له ځپل ځان څخه منتشر او وپاشل شي او پدې توګه به کائنات له منځه لاړ شي .
یعنې فزیک پوهان باالآخره دې نتیجې ته ورسېدل چې کائنات طبیعی نه دي او نه طبیعت پیدا کړي او نه هم ثابت دي ، بلکه مخلوق دی او یو وخت به له منځه ځي .

2.    د کائناتو پراختیا :

متعال رب فرمایی : والسمآء بنیناها بأید و انا لموسعون ° الآیه سوره ذاریات آیه ۴۷

یعنې مونږ آسمانونه پیدا کړي او ورسره پراختیا ورکوو یعنې پراخه کوو ئې ، فزیک هم ثابته کړه چې کائنات د انبساط او پراختیا په حال کې دي ، په دې وروستیو کې دری امریکایی پوهانو ( آدام ریس ، سال فرل ماتیر او براین سمچ ) د فزیکد نوبل جایزه خپله کړه ، د هغوی سپړنو او مشاهداتو دا ثابته کړه چې د کائناتو پراختیا د جاذبې قوې په اثر د ضعف په حال کې نه بلکه باالعکس د سرعت په حال کې دی ، یعنې کائنات د انبساط په حالت کې دي او انبساط ئې مخ په زیاتیدو دی.

3.    د لمر حرکت :

متعال رب فرمایي : والشمس تجری لمستقر لها ذلک تقدیر العزیز العلیم °

ترجمه : او لمر چې د خپلې قرار ګاه یا خپل مسیر په لوی په حرکت کې دی ، دا د متعال او پوه رب تقدیر دی .
ځېنې پوهان په دې نظر و چې لمر په خپل ځای ثابت دی او سیارې پرې راڅرخي ، خو د فزیک تر ټولو نوو اکتشافاتو دا ثابته کړې چې لمر هم د یوې سیارې ( ویګا )  په لور په ورځ کې د  ۱۷ ملیون کیلو متر څځه په زیات ګړندیتوب  د خوځښت  په حال کې دی ، او ټول شمسي نظام ورپسې په حرکت کې دی ، او خپله سیارې بیا په خپل دور او په لمر باندې را څرخی .

څومره چې انسانان طبیعت مطالعه کوي او څومره چې نوی اکتشافات رامنځ ته کیږي د اسلام حقانیت ورسره نور هم روښانه کیږی او متعال خدای جل جلاله ته مونږ نږدې کوي .

hamedullah Elahiحمید الله عبدالهی
نیمروز افغانستان
30 میزان 1391
0795565214

منابع
قرآنکریم
یوتیوب
سایت های مختلف انترنت

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x