اقتصاد

د جاپان د موټرو شرکت د تخنيکي تېروتنې له امله ۶،۵ ميليونه موټرې راټولوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، تلې ۲۹مه ۱۳۹۴ل): د جاپان د موټر جوړولو ستر شرکت (ټيوټا) ويلي چې ددوی د شرکت نږدې شپږنيم ميليونه هغه موټرونه چې د جوړېدو پرمهال په کې تېروتنه شوې بېرته د رغولو له پاره راټولوي.

تر دې مخکې دې ته ورته اقدام د المان د ولکس واګون شرکت هم کړی و او دغه شرکت د ۶ ميليونو موټرو د بېرته راټولولو پرېکړه کړې وه.

د المان د ولکس واګون شرکت په ټوله نړۍ کې د نږدې ۱۱ ميليونه موټرو په خرڅولو او راټولو د تخنيکې تېروتنې له امله بنديز لګولی و.

هغه مهال د ولکس واګون شرکت مسؤلينو ويلي وو چې هغه موټرونه چې د هوا د ککړتيا او چاپيريال ته د زيان رسېدو سبب کيږي دغه شرکت غواړي دغه ډول موټرونه بېرته ټول او تخنيکي ستونزه يې په خپل ورکشاپ کې حل کړي

خو د ټيوټا شرکت بيا په خپلو ځينو موټرو کې د ښيښو د اتوماتيک سيستم د ستونزې له امله په دغه چاره لاس پورې کړی دی.

ټيوټاغواړي چې له ۲۰۰۵ څخه تر ۲۰۱۰ پورې د صادرشويو موټرو کې چې د يارس،کورولا،کمري،ماټريکس،راوي فور، هايي لينډ ،توندرا،سکويه او سکائن ايکس بي ډوله موټرونه دي دغه ستونزه لري چې غواړي همدا موټرونه راټول کړي او دغه ستونزه يې حل کړي.

ټيوټا ويلي چې په شمالي امريکا کې به ۲،۷ ميليونه،په اروپا کې ۱،۲ ميليونه او دجاپان په داخل کې به ۶۰۰ زره او پاتې نور به د نړۍ په نورو بېلابېلو هېوادونو کې راټول کړي او خپل مرکزی ورکشاپ ته به يې ولېږدوی ترڅو دغه ستونزه حل کړي.

د ټيوټا د موټرو شرکت په ۱۹۳۴ زيږديز کال د يوه جاپاني (کيچيرو ټويډا) له لوري رامنځته شو چې نوموړی د دوه کالو په موده کې په دې وتوانيده چې د موټر له پاره اينجن جوړ کړي چې له هغې وروسته يې په ۱۹۳۶ زيږديز کال په لومړي ځل يو مسافر وړونکی موټر جوړ کړ.

له هغې وروسته ټيوټا د موټرو بېلابېل ډولونه جوړ کړل چې تر اوسه يې په لسګونو ډوله لوی او واړه موټر جوړ کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x