دیني، سیرت او تاریخ

د زړه سکون!!!

ليکوال : اسدالله غيرت

اسدالله غیرت
اسدالله غیرت

ډير خلک د زړه په سکون , اطمينان او ډاډګيرنه پسې د کلونو راهيسې په بيلا بيلو لارو مزلونه کوي او د زړه سکون لپاره د ميلينونو پيسو د مصرف تر څنګ د ډول ډول زريعو څخه استفاده پورته کوي، خو تر اوسه په دې نه دې بريالي شوي چې زره هومره هم د زړه سکون او اطمينان حاصل کړي.

هغه څوک چې د خدای ج د مينې او اطاعت څخه بغير د زړه سکون لپاره نورې لارې اختياروي په حقيقت کې حماقت کوي. او په خپله ورکه پسې په ناسمو لارو قدمونه وهي .

زه هم د نورو خلکو په څير په کلونو کلونو د زړه سکون پسې په کلو او کوڅو وګرځيدم . د ډيرو ډاکټرانو نه مې درمل وخوړل د ډيرو زياراتونو ديدار مې وکړ او د لسګونو ملايانو تعويزونه مې غاړې ته واچول . خو ددې دومره هڅو سره بيا هم په دې بريالی نه شوم چې د زړه د نوک هومره سکون او اطمينان بيا مومم، بلاخره مې خدای ج ته رجوع وکړه د هغه او د هغه د ښکلي پيغمبر ص کامل اطاعت ته مې ملا وتړله د خپل ښکلي خدای ج ښکلی نوم مې په خوله جاري کړ. ددې کار د عملي کولو وروسته مې د زړه سکون او اطمينان حاصل کړ او په دې وپوهيدم چې د زړه سکون او ډاډګيرنه يوازې د خدای ج په اطاعت او کامله ديندارۍ کې نغښتې ده نه په دنياوي کارونو کې.

پای

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x