نظــر

ایا طالبان به د پاکستان له سوړي بیا وچیچل شي؟

وايي د بدر په غزا کې د (ابو عزة) په نامه یو مشرک د مسلمانانو سره اسیر شو کله چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم حضور ته حاضر کړی شو نو له هغه سره یې دا لوظ او ژمنه وکړه چې بیا به يې پر ضد نه جنګیږي، او نه به یې په شعر کې مذمت کوي (ځکه چې دی شاعر هم وه) او نه به د رسول الله صلی الله علیه وسلم په خلاف څوک راپاروي، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم امر وکړ چې پرته له فدیې څخه یې د احسان له مخې خوشې کړئ. کله چې دا اسیر مکې ته ورسید په خپل کړي لوظ یې وفا ونه کړه او یو ځل بیا یې د رسول الله صلی الله علیه پر ضد خوله پرانیسته او هم یې د هغه پر خلاف په جګړه کې ونډه واخیسته.

تصادفا د احد په غزا کې یوازینی مشرک همدی وه چې د مسلمانانو په لاس کې اسیر پريووت. رسول الله صلی الله علیه وسلم چې خبر شو نو ټینګار یې وکړ چې خوشې يې نکړئ. ابو عزة دا ځل ډیرې زارۍ وکړې چې کلکه ژمنه او ټینګه وعده کوم چې بیا به ستا په خلاف نه جنګیږم او نه به خلک ستا په ضد راپاروم. خو دا ځل یې رسول الله صلی الله علیه وسلم په هیڅ خبره او وعده باور ونکړ او ورته یې وفرمایل: (والله لا تمسح عارضيك بمكة وتقول خدعت محمدا مرتين): په الله جل جلاله مې دې قسم وي چې دا ځل به رانه په مکه کې په بریتو لاس کش نه کړې چې خلکو ته وایې “ما دوه کرته محمد (ص) ته دوکه ورکړه”. او بیا یې امر وکړ چې ویې وژنئ، او ویې وفرمايل: (لا یلدغ المومن من جحر واحد مرتین): مومن انسان له یوې سوړې دوه کرته نه چیچل کیږي.

علماء کرام وايي چې هر مومن په ژوند کې د خطا او تیروتنې سره مخامخیږي، خو کامل مومن دوه ځله عین خطا نه تکراروي یا په بل عبارت: دوه کرته نه تیروځي. دا د مومن له صفاتو او ځانګړنو څخه ده چې د دښمن مکر او فریب ته کلک متوجه وي ترڅو یو کس یې دوه ځل ونه غولوي. که یو ځل د یو چا له لاسه متضرر شو باید د دې تجربې څخه استفاده وکړي او په راتلونکي کې ورته بیدار اوسي.

یوازې په انفرادي او ټولنیز ژوند کې نه، بلکې په سیاسي ژوند کې هم له یو مسلمان نه د اسلام تقاضا دا ده چې له یوې سوړې دوه ځلې ونه چیچل شي. اوس اصلي مطلب ته راځم.

په دې کې هیڅ شک نشته چې هغه پټ او ښکاره جنایتونه چې پاکستان د خپلې زیږیدنې له لومړۍ ورځ تر ننه پورې د افغانانو پرضد کړي دي ښايي په نړۍ کې ساری ونه لري، مونږ افغانان په مستمره توګه د پاکستان له سوړې څخه چیچل شوي او متضرر شوي یو، خو د تاسف ځای دا دی د یو حقیقي مومن په شان مو د بل ځل لپاره ترې هغسې چې لازمه ده ځان نه دی ژغورلی بلکې داسې هم شوي چې په لوی لاس مو خپله ځانونه دې سوړې ته دوهم ځلي برابر کړي دي.

لنډ مثال یې ‎پخواني جهادي احزاب دي. د پخوانیو جهادي احزابو څخه په استفادې چې پاکستان زمونږ هیواد ته څومره سخت ملا ماتونکی ګذار ورکړی ښايي په بل وخت کې يې نه وي ورکړی، خصوصا د نجیب د رژیم تر نسکوریدلو وروسته دوره کې.

که په تیرو دیرشو کلونو کې د جهادي او اسلامي ډلو او احزابو سره د پاکستان د نږدې اړیکو په تاریخ نظر واچول شي، په ډاګه به شي چې طالبان یوازینی اسلامي خوځښت وه چې د خپلو جهادي اهدافو په وړاندې ورته د پاکستان منافع ارزښت نه لري. دا درسته ده چې طالبانو د خپل حکومت پرمهال د پاکستان سره نږدې اړیکي لرل او اوس د غربي میډیا د بې دریغه تبلیغاتو له کبله په طالبانو د پاکستان تهمت داسې کلک نښتی چې بیلیدل یې ترې نږدې ناشونی کار ګرځیدلی، خو که مونږ پردي قضاوتونه د خپلو قضاوتو لپاره اساس ونه ګرځوو بلکه عملي میدان ته وګورو او د هرچا اعمال راواخلو او د عقل په تله کې يې وتلو بیا خپله قضاوت وکړو، ډیر څه به په نظر راشي.

هسې خو د سپتمبر تر حملو وروسته له طالبانو سره د پاکستان د غدر او خیانت مثالونه له حسابه وتلی دي خو ددې لپاره موضوع ښه روښانه شي یو څو مثالونه یې په لاندې ډول وړاندې کوم:

۱-له امریکا سره یې د افغانستان په اشغال کې مرسته وکړه او امریکایانو ته یې اجازه ورکړه څو د پاکستان له خاورې په افغان ولس د بمونو باران جوړ کړي.

۲-یوازې په دې یې بسنه ونه کړه، هغه طالبان چې هجرت کولو ته اړ شول او پاکستان ته یې پنا یووړه، یو یو یې ونیولو او په امریکایانو ئې خرڅ کړ.

۳-د یو هیواد استازی او سفیرپه ټولو اسلامي او کفري قوانینو کې محفوظ او ژوند یې خوندي وي، خو پاکستان د طالبانو رسمي نماینده او په اسلام اباد کې د افغانستان برحال سفیر ملا عبدالسلام ضعیف د ټولو اسلامي او نړیوالو قوانینو څخه په ښکاره سرغړونه لاس تړلی امریکایانو ته تسلیم کړ.

۴-پاکستان نه تنها دا چې د امریکایانو جیلونه یې په طالبانو ډک کړل، خپله یې هم د طالبانو په نیولو او بندي کولو کې د زړه له اخلاصه ونډه واخیسته او دا وخت په سلګونو او حتی په زرګونو طالبان د پاکستان په جیلونو کې پراته دي.

۵-د پاکستان د غدر او جفا دایره د طالبانو د نیولو او اسارت په حد کې محدوده پاتې نه شوه، بلکې وخت پر وخت کې د طالبانو هغه مشران چې له دوی سره په جیلو کې بندیان وه، په شهادت رسولي دي.

خو وايي هوښیاره مرغۍ په دوه لومو کې نښلي. مونږ نن وینو چې پاکستان نه د امریکا رضایت ترلاسه کړ، او نه ئې د طالبانو هغه پخوانی اعتماد چې په پاکستان یې درلود، وساتلی شو. پاکستان د طالبانو له صداقت څخه د ناسمې معنی په اخیستلو داسې فکر کاوه چې طالبان به د همیشه لپاره ددوی په ګرو کې وي. ښايي پاکستان به طالبان هم د تیر جهاد په تنظیمونو قیاسول. خو داسې بریښي چې حالات د پاکستان له اټکل سره موازي پرمخ نه ولاړل بلکه برعکس طالبانو د پاکستان په شته اغیز پسې هم جارو راواخیسته او پاکستان ته یې سور څراغ ولګاوه. هغه دلایل او قراین چې د طالبانو په استقلال او د هیواد د سیاسي بهیر څخه د پاکستان په منزوي کولو او کونج ته کولو دلالت کوي ډیر دي، خو د نمونې په توګه په لاندې څو بیلګو اکتفا کوم:

په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر په پاکستان یو داسې کلک سیاسي ګذار وه چې ښايي پاکستان یې سوچ هم نه شو کولی، دې ګذار پاکستان له هغه خوبه راویښ کړ چې ګومان یې کاوه طالبان یې لکه د پخواني جهادي ډلو په شان تر خپل سام لاندې راوستلي دي. دا بیله خبره ده چې پاکستان د خپل حیثیت د مزید څڅیدلو له ویرې په ښکاره کوم جدي غبرګون نه ښيي، خو د هغې ډار او وارخطايۍ چې پاکستان ورسره مخامخ دی کچه به یوازې پاکستاني جنرالانو ته ورمعلومه وي.

د تیر جهاد پر مهال پاکستان بې شمیره مجاهدین او قومندانان شهیدان کړل، خو زمونږ جهادي مشران سره له دې چې پوهیدل په دې کار کې پاکستان مستقیم لاس لري، د پاکستان په وړاندې دومره ژبون وهلي وه چې لږ تر لږه د یوه کس په اړه یې هم ورڅخه د پوښتنې جرئت نه شوی کولای. کله چې پاکستان ملاعبیدالله اخند او استاذ یاسر په شهادت ورسول، طالبانو یې د شهادت څخه د ټولې نړۍ په وړاندې پرده پورته کړه او په ډیر حکمت سره یې  ټولې نړۍ ته پاکستان یو ځل بیا وشرماوه، چې وګورئ پاکستان نه تنها دا چې د ټولو نړیوالو قوانینو خلاف د یو سفیر لاسونه تر شا ورتړي او بیا یې خرڅوي، بلکه د بندیانو په وژنه هم بند نه دی کوم چې د نړۍ په هیڅ قانون کې جواز نه لري.

هو دا سمه ده چې نړیوال اوس د ځینو لنډمهالو منافعو له کبله د پاکستان په یو شمیر جنایتو سترګې پټوي، خو داسې ورځ راروانه ده چې همدا هیوادونه به په پاکستان لعنت وايي او د پاکستان پرضد په دې پارونه او د کرکې په راټوکولو کې سر له اوسه د طالبانو دغسې ګامونه اساسي رول جوړوي.

سره له دې چې پاکستان له طالبانو سره د بې ساری غدر څخه کار واخیست، خو بیا هم کله چې د طالبانو او امریکایانو ترمنځ د خبرو موضوع مطرح شوه پاکستان تر وروستي حده کوښښ وکړ خپل ځان د منځګړي په نامه په دې خبرو کې ننباسي او طمع یې درلوده چې د طالبانو لخوا به کوم ممانعت ونه مومي، خو طالبانو د تیرو تجربو څخه په استفادې سره لا له مخکې فیصله کړې وه چې داسې هیواد به د منځګړي په توګه نه غوره کوي چې ګاونډی هیواد وي، په امریکايي اشغال کې یې د امریکایانو مرسته کړي وي، او له طالبانو سره یې ناوړه چلند کړی وي. او په ډیر حکمت سره یې پاکستان یوې څنډې کیښود او د طالبانو-امریکا ترمنځ خبرو څخه یې کاملا په انزوا کې وساتلو. دا د پاکستان په موقف باندې یو بل کلک ګذار وه چې په ارزښت یې بیا هم پاکستانیان ښه پوهیږي.

له بلې خوا که فکر وکړو د طالبانو دا پریکړه ډیره پرځای او معقوله پریکړه هم وه، کوم ضرر وه چې پاکستان طالبانو ته ونه رساوه؟! د پاکستان په زندانو کې به همدا اوس د طالبانو جنګیالي یو پر بل پسې په شهادت رسول کیږي او طالبان به بیا له امریکا سره په خبرو کې پاکستان د منځګړي په توګه انتخابوي؟ پاکستان پخپله یو منځګړي ته ضرورت لري چې طالبان ورسره خپل حساب تصفیه کړي.

دا او نور مثالونه ددې ښکاره ثبوت دی چې طالبان د خپلو لیکو نه د پاکستان نفوذ او اغیز داسې په تدریج راباسي لکه ویښته چې له اوړو ویستل کیږي.

ویل کیږي چې د طالبانو د سیاسي کمیسون د پخواني مشر ملا اغا جان معتصم د ګوښه کولو یو عامل دا هم وه چې په سیاسي پریکړو کې یې د پاکستان پر لور زیات میلان درلود. دا ټول هغه حقایق دي چې سړي ته د یو روښانه راتلونکي زیری وربخښي.

لنډه دا چې که د طالبانو روانو سیاسي خوځښتونو ته په غور سره وګورو، که څوک له حقیقته سترګې پټې نه کړي په واضحه ډول ترې دا نتیجه اخیستل کیږي چې طالبانو د تیرې واکمنۍ له تجربې او د پاکستان سره له تعامل نه کافي استفاده کړې، او همدا د یو مومن شخص او مومنې سیاسي ډلې صفت هم دی، همدا راز د طالبانو له اقداماتو او مواقفو څخه دا الهام اخیستل کیږي چې دا ځل یې د حال په ژبه پاکستان ته ټینګ سوګند کړی چې بیا به رانه په نړۍ کې په بریتو لاس کش نکړې او داسې لافه به ونه وهې چې “مونږ په طالبانو اغیز لرو”. 

شریف سهار

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x