خبرونهنړۍ

رسنۍ: د ۲۶ روسي پوځیانو جنازې له سوریې څخه وړل شوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، تلې ۳۰ مه ۱۳۹۴ل):د د اوکراین خبري سرچینو خبر ورکړی چې د روسیې د ۲۶ سمندري ځواکونو د عسکرو جنازې روسیې ته وړل شوي دي.

دغه رسنیو ویلي چې دوي ته استخباراتي سرچینو ویلي چې د روسیې سمندري ځواکونه د خپلو مړو جنازې یې قرم جزیرې که د سفاستبول په نامه ښار ته راوړي.

دغه سرچینو رسنیو ته ویلي چې د روسیې عسکر په سوریې کي د ناجوړي کیدو له کبله مړه شوي دي.

د یونیان په نامه خبري ویب پاڼي ویلي چې په سوریه کې روسيه خپل د عسکرو لپاره سالم روغتیايي ماحول نه شي چمتو کولای، ځکه نو ددغه عسکرو اکثریت په وژونکو ناروغیو اخته شوي دي.

د اوکراین یوې بلي خبري ویب پاڼي ویلي چې د سوریې څخه د روسي پوځیانو مړي د یوې الوتکي په ذریعه د اوکرانیا «سفاستبول» ښار ته را وړل شوي.

تر اوسه معلومه نه ده چې د روسي استخباراتي معلوماتو سره سم دغه عسکر په روغتیايي لاملونه مړه شوي او که په سوریه کې د ازادي لپاره جنګېدوکو وسلوالو له خوا په نښه شوي دي.

وړمه ورځ د سوريې د پوځ جګپوړو سرچینو رویټرز خبري اژانس ته منلي وه چې لږ تر لږه د روسیې ۳ تنه عسکر هغه وخت ووژل شول کله چې د هغوی په قرارګاه کې دننه د مخالفینو د هاوان یوه مرمۍ ولګېدل.

نوموړي ویلي چې دغه پيښه په لاذقیه ولایت کې را منځته شوه، په کوم ولایت کې چې روسانو خپل پوځ میشت کړی او د سوریې په نورو سیمو هوايي بریدونه کوي.

بل اړخ ته په سوریه کې د بشري حقوقو د څارني ټولني ویلي چې دوی د روسي ځواکونو د وژل کیدو په اړه معلومات لري، خو دقیقه شمېره یې نه ده ورته مالومه.

باید وویل شي چې د روسیې سمندري او هوايي ځواک د بشار الاسد په ملاتړ په سوریه کې د جهادي ډلو په خلاف بمباریو کې برخه اخلي، چې له کبله یې د عربي رسنیو د خبرونو سره سم په زیات شمېر ملکي وګړي وژل کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x