افغانستان

د پاکستان صدر اعظم کندز ته د غنمو لېږلو امر کړی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، تلې ۳۰مه ۱۳۹۴ل): د پاکستان صدر اعظم ميا نواز شريف امر کړی، چې د کندز جنګ ځپلي بې کوره شوو ته دې په بېړنۍ توګه له غنمو ډکه الوتکه ولېږل شي.

پاکستاني رسنۍ د بهرنيو چارو وزارت له قوله وايي، چې صدر اعظم کندز کې د خوراکي توکو د کمښت په اړه اندېښنه څرګنده کړې او امر يې کړی، چې د کندز بې کوره شوو کډوالو لپاره دې ژر تر ژر له غنمو ډکه الوتکه ولېږل شي.

تېره مياشت طالبانو د لومړي ځل لپاره کندز ولايت په بشپړه توګه ونيو او ګڼ شمېر دولتي او نظامي وسايط يې هم نيولي و.

له هغې وروسته امريکايي الوتکو او ځمکنيو عسکرو د افغان عسکرو په ملتيا د طالبانو پر ضد جګړې او بمبارۍ پيل کړې، چې له امله يې طالبان اړ شول، چې کندز ښار بېرته خوشې کړي.

د بمبارۍ په ترڅ کې امريکايي الوتکو کندز کې د بې پولې ډاکټرانو پر روغتون هم بمبار وکړ، چې د اتيا کورنيو او بهرنيو ډاکټرانو په ګډون يې له سلو زيات بستر ناروغان هم ووژل.

تر اوسه دا نه ده روښانه، چې کندز ته لېږل کېدونکي غنم څومره دي، مګر پاکستاني چارواکي وايي، چې دوی به د کندز اړو او بې کوره شوو کډوالو لپاره بشپړ غنم او نور اړين توکي ولېږي.

د پاکستان او افغان حکومت تر منځ اړيکې وخت پر وخت د شکونو او تاوتريخوالي ښکار وي او دواړه لوري پر يو بل د طالبانو او مخالفينو د ملاتړ تور لګوي، مګر ولسونه له يو بل سره ډېر نږدې دي او د سياسي اړيکو او ستونزو عملي اغېز پرې ډېر نه ښکاري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x