خبرونهنړۍ

د اسراييلو لومړي وزير په فلسطينانو له دروغو ډک تورونه لګولي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، تلې ۳۰مه ۱۳۹۴ل): د اسراييلو لومړی وزير بنيامين نتنياهو ويلي چې د هټلر پلان د ټولو يهودانو وژل نه و خو د فلسطين د وخت مفتي هيټلر دې ته اړ کړ چې د يهودانو ټول وژنه وکړي.

نتنياهو چې تېره ورځ یې د يهوديت په اړه ۷۰ م نړيوال کانفراس ته وينا کوله وويل چې هټلر غوښتل چې يهوديان بيل کړي خو دا يې نه غوښتل چې ټول له منځه يوسي.

نوموړي وويل چې هيټلر وروسته له هغې خپله پرېکړه بدله کړه چې فلسطين د وخت مفتي الحاج امين حسيني برلين ته لاړ او هټلر ته يې هيټلر ته وويل چې که چېرې يهوديان بيل او په ډلو وويشۍ نو هغوی به ټول فلسطين ته راشي.

د نتنياهو په وينا هټلر له مفتي حسيني څخه پوښتنه وکړه چې څه پرې وکړم؟ نوموړي ورته وويل چې ټول وسوځوه.

خو د هولوکاسټ نامتو تاريخ پوهانو ،ځينې شنونکو او حتی د اسراييلو رسنيو هم د بنيامين نتنياهو دغه وينا خندوونکې او دروغ بللې ده.

په فلسطين کې په دې وروستيو کې د اسراييلي عسکرو او فلسطينانو ترمنځ جګړو زور اخيستی چې تر ۵۰ زيات فلسطينيان شهيدانو شوي او په سلګونو نور ټپيان شوي دي.
اسراييل هر وخت غواړي چې په يوه پلمه د فلسطينيانو په وړاندې جنګ ته زور ورکړي.

د بنيامين نتن ياهو د نوو څرګندونو په اړه ځينو شنونکو ويلي چې نوموړی غواړي په دې خبرو سره د فلسطينانو به وړاندې خپل نامشروع سياست ته د مشروعيت لارې ولټوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x