نظــر

مېړانه که سپېتانه ؟

په پښتو کې غیرت ته میړانه ویل کیږي او بې غیرتۍ ته بیا بې ننګي یاسپېګانه وایي ، غیرت ، مروت ، حمیة ټول مترادف الفاظ دی ، چې معنی یې دخپل دیني او دنیوي حریم دساتنې لپاره ( کما حقه ) کردار اداء کول دي .

 

علماء فرمایي چې الله تعالی په سړي او ښځه کې دوه جوهره وضع کړي دي ، که چیرې له دوی څخه دغه دوه جوهره لاړ شي نو بیا دوی دانسانیت معنی او ارزښت هم له لاسه ورکوي ، په نارینه  کې الله تعالی غیرت وضع کړی دی ، او په ښځه کې حیا ، که چیرې سړی بې غیرته او ښځه بې حیا شي ، نواخلاقا دانسانیت له دائرې وتلی بلل کیږي .

غیرت په معاصره نړۍ کې دمسلمانانو او بیا په ځانګړي ډول دافغان اولس مشخص پسول بلل کیږي ، افغانان په تاریخي لحاظ  غریب ، بې وسه ، وږي ، ځوریدلي او ځورول شوي پاته شوي خو بې غیرته نه دي پاته شوي ، دافغانانو تاریخ او ټولنیز ادبیات دغیرت او میړانې خورا زرین څپرکي لري .

 افغان امپراطور احمدشاه بابا ( رحمه الله ) دبې ننګۍ ژوند جفابولي او په ننګ مړ شوی ورته مړ نه ښکاري .

دننګ مړ خو څه مړ نه دی

دبې ننګه ژوند جفا ده

لاس به وانه خلم  له ننګه

که په ننګ پاته دنیا ده

چې سرپرې کړي احمد شاه

دهغو مینه رښتیا ده

په حقیقت کې همدا دیني او اخلاقي ارزښت ( غیرت )  دی چې افغان اولس له نورې نړۍ بیلوي ، او که ووایو له افغانانو سره دنړۍ جنجال هم له همدې ټکي پیلیږي ، غیرت هغه غریزه ده چې له محدود افغان اولس څخه یې دنړیوال استعماري سیلاب په وړاندې یو نه ماتیدونکی صخر/ کمر جوړکړی دی ، چې اوس یې نړیوال نه ماتولای شي ، نه یې له مخې لرې کولای شي او نه یې هضمولای شي .

خو چالاکه یرغلګر ددې لپاره چې دافغاني غیرت دغه کمر لومړی موم او بیا هضم کړي ، داسې هڅې یې شروع کړې دي ، چې افغان اولس له دې ارزښتونو څخه عاري کړي ، دوی که له یوې خوا  دحیاء دلوټلو لپاره دهالیووډ او بالیووډ دسریالونو او فحاشو راډیو ګانو بازار ګرم کړی ،له بلې خوا یې دغیرت په ضد هم مبارزه شروع کړې ده ، غیرت دوی یوه زړه او له وخته تېره پدیده معرفي کوي چې په اوسنۍ نړۍ کې ناچله ده ، دوی وایي  افغانان دغیرت په معنی نه پوهیږي نو ځکه خوار اوپه  جنجالونو اخته دي .

دوی باور لري چې انسان یوازې دمردارې سرې دتولید ماشین دی ، او ترټولو ستر غیرت یې دابلل کیدای شي ، چې خپله خیټه ډکه او دسرې تولید جاري وساتي ، له همدې امله خو اوس دوی افغانانو ته غیرت له سره تعریفوي ، دوی دافغانانو دیني دودیز غیرت  دستونزو زړی بولي ، او وایي چې که افغانان له همدې یوه ټکي تیر شي نو دلویدیزوالو غوندې به یې هراړخیزه هوسایي په نصیب شي .

خوافغاني روحیات او ادبیات بیا دغیرت ددغو نویو لغت پوهانو له لوړ قضاوت سره موافقه نه لري ، افغانان وایي ( غیرتي یوه ورځ مري او بې غیرته هره ورځ مري ) معنی داچې غیرتي انسان د دنیایي هوساینې په لحاظ هم تربې غیرته په ښه دریځ کې دی ، غیرتي ته دبنیادي انساني جوهر ( غیرت ) په درلودلو سره ځان متعهد او ملتزم انسان ښکاري ، او دخپل باهدف ژوند او مرګ په لاره کې په هرډول تکالیفو او مشقتونو کې ځان هوسا احساسوي ، په وجدان او ضمیر بوج نه احساسوي او هیڅ ډول تشویش او وسواس یې نه شي پریشانه کولای .

مګر بې غیرته چې ځان ورته دسرې ماشین اود زوندهدف ورته یوازې دخیټې ډکول بریښي همیشه تر روحي ځور لاندې وي ، دوی په حقیقت کې هیڅ داسې هدف نلري هغه دې له ژونده پورته وګڼي ، نوځکه له مرګ او دنیاوي مشکلاتو څخه همیشه په سخته ویرې او اضطراب کې وي ، چې په توګه دبې غیرتۍ له رنځه یې دیني برخلیک غوندې دنیوي ژوند هم له  جنجال او ځور څخه ډک وي .

دا موضوع مې نن ځکه راپیل کړه ، چې دبریتانیا چاپ (سنډې ایکسپریس  ) ورځپاڼې نن یوخبرخپور کړی ، چې دبې غیرتۍ ددنیاوي پاداش په اړه خورا له عبرت ډک دی او ډیر څه ترې زده کیدلای شي .

ورځپاڼه په یوه راپور کې لیکي ، چې په افغانستان کې جنګیدونکي برتانوي عسکر چې دمرګ له ویرې له سخت روحي ځور څخه کړیږي اوس کوښښ کوي چې له هرې ممکنې لارې په استفادې له دې جګړې څخه ځان وباسي .

ورځپاڼه لیکي چې په دې  لړ کې برتانوي عسکرو یوه خورا نادر کار ته لاس اچولی چې هغه په خپله دځان ټپي کول دي ، دراپور له مخې په تیر یوه کال کې په افغانستان کې دومره برتانوي ځواکونه په جګړه کې نه دي ټپیان شوي لکه په خپله یې چې ځانونه ټپیان کړي دي ، ورځپاڼه لیکي دروان کال داګست ترمیاشتې یوازې  ۱۵۱ برتانوي عسکر په جګړه کې ټپیان شوي او نورو ۴۷۱ عسکرو ځانونه په خپله ټپیان کړي دي .

دبرتانوي پوځي قانون له مخې که سرتیری په بې پروایي په خپله وسله ټپي شي ، یا بل څوک ټپي کړي ، نو درنه مالي جریمه ترې اخیستل کیږي ، له همدې امله  دغو ۴۷۱ برتانوي زخمي سرتیرو ځانونه په وسلو نه دي ویشتلي ، بلکې دچاقو په واسطه دځان زخمي کولو ، لاسونو او نورو هډونو ماتولو او زهرو خوړلو په توسط یې  ځان ته زیان اړولی ، ترڅو دټپیانو په توګه  دافغانستان له جګړې ځان وباسي .

که لوړ راپور ته په دقت سره وګورو ټوله ستونزه  له بې غیرتۍ او سپیګانې راولاړه شوې ده ، که چیرې برتانویانودافغانانو غوندې دغیرت ماده درلودی نو نن سبا به لږترلږه له دې شرموونکي ستونزې سره نه وای مخامخ ، چې ښایي برتانوي ستراتيژیستان ورته هیڅ حل لاره هم ونلري ، دایوازې په افغانستان کې دجګړې ډګر نه دی چې لویدیځ بې غیرتان په کې له داسې ستونزو سره مخ دي ، په عامه زوند کې هم په هغو ټولنو کې چې  دعیش  عشرت او هوس خوښونې په انتخاب سره یې غیرت له لاسه ورکړی دی ، دځانوژنې ګراف په کې خورا لوړ دی .

په افغانستان کې زما په ټول عمر په خپله سیمه او شاوخوا کې یوازې یو تن یادیږي چې ځان یې وژلی وو هغه هم دبې غیرتۍ، مایوسۍ او د ژوند په ډګر کې دماتې منلو له امله نه  ، بلکې له خپل مشر ورور سره دشخصي جنجال له امله ، مګر په لویدیځ کې ځانوژنه یو کولتور ګرځیدلې  دڅيړنو له مخې په افغانستان کې روزانه  خلک دغیرت پالنې په جګړه کې دومره افغانان ژوند له لاسه نه ورکوي لکه عام امریکایان او له جګړې ستړي عسکر  چې دبې غیرتۍ ( خودکشۍ )  له امله ژوند بایلي .

امریکایان او برتانویان شاید دمجاهدینو له وسلو څخه دخپلو سرتیرو دساتنې لپاره زغرې او نور وقایوي  وسائل جوړ کړای شي ، مګر هغه ستونزه ( بي غیرتي ) چې له امله یې ددوی ترټولو ډير عسکر مړه او ټبیان کیږي ، دحل لپاره یې دوی هیڅ لاره نه لري  .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x