افغانستان

راشد بهروز: د برېښنايي تذکرو د وېش اداره کې ډېری ټاکنې په شخصي اړيکو او رشوت شوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، تلې ۳۰مه ۱۳۹۴ل): اداري فساد سره د مبارزې او څار اداره وايي، چې د برېښنايي تذکرو د وېش اداره کې ډېری ټاکنې د اصولو او معيار پر ځای د شخصي اړيکو او رشوت له مخې شوي دي.

اداري فساد سره د مبارزې ادارې اجرايوي مشر ډاکټر راشد بهروز د برېښنايي تذکرو اداره کې د فساد په اړه رسنيو سره خپل معلومات شريک کړل.

ښاغلي بهروز زياته کړه، چې د کاګرانو ټاکنو کې د پراخ فساد تر څنګ د دغې ادارې په قرادادونو کې هم په لويه کچه اختلاس شوی، مګر په دې اړه يې رسنيو ته زيات معلومات ور نه کړل.

د برېښنايي تذکرو ادارې تر اوسه د ښاغلي بهروز له لوري د لګېدلو تورونو په اړه څه نه دي ويلي او زياتوي، چې د برېښنايي تذکرو د وېش په اړه د ولسمشر اشرف غني وروستي امر ته په تمه دي.

دا لومړی ځل نه دی، چې په يوه اداره کې د ګومارل شوو مامورينو په اړه د معيار پر ځای له شخصي اړيکو او رشوته کار اخيستل کيږي.

له دې وړاندې يادې ادارې تور لګولی و، چې بهرنيو چارو وزارت کې هم ډېری ټاکنې د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني په دستور د يو ځانګړي قوم کسان ټاکل کيږي او ډېری هغه کسان، چې وړ او په کار پوه خلک دي، له دندو ګوښه شوي دي.

همدا رنګه د «ايسا» په اړه هم رسنيو ويلي، چې د ايسا نوي مشر قربان حقجو د اجراييه رييس ډاکټر عبدالله په سلا له ۱۳۰ زيات قانوني مامورين له دندو ګوښه کړي او پر ځای يې خپل ملګري او هغه کسان ټاکلي، چې د ډاکټر عبدالله په کمپاين کې يې مرسته او منډې ترړې کړې وې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x