نړۍ

ويکيليکس د سي ای اې د مشر برېښنا ليکونه خپاره کړل

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، تلې ۳۰مه ۱۳۹۴ل): ويکيليکس ويبپاڼې تېره ورځ يو شمېر پټ اسناد خپاره کړل او په دغو اسنادو کې يې د امريکا د مرکزي استخباراتو د مشر جون برينين برېښناليکونه هم خپاره کړل.

ويل کيږي، چې دا ايمېلونه د جان برينين هغه ايمېلونه دي، چې ۲۰۰۷ او۲۰۰۹ کلونو تر منځ يې کارولي، مخکې له دې، چې د سي ای اې مشر وټاکل شي.

فرانس پرېس خبري اژانس وايي، ويکيليکس اعلان کړی، چې راتلونکو لنډو ورځو کې به د جان برينين نور غير رسمي اېمېلونه هم خپاره کړي.

په دغو خپرو شوو برېښناليکونو کې ۲۰۰۷م کال کې د امريکا د ملي امنيت ته د ممکنه پېښېدونکو ستونزو په اړه د يوې طرحې مسوده هم شامله ده.

سي ای اې د ويکيليکس د يادې ادعا په اړه څه نه دي ويلي.

ويکيليکس همدا رنګه د ايراني چارواکو په اړه هم يو شمېر سندونه خپاره کړي دي.

د ويکيليکس په وينا دغه خپاره شوي برېښناليکونه د ۲۰۰۷ او ۲۰۰۹ تر منځ ليکل شوي او برينين په ۲۰۱۳م کال کې د سي ای اې مشر ټاکل شوی دی.

د يادونې وړ ده، چې ويکيليکس د امريکايي چارواکو او سي ای اې ګڼ شمېر مهم رازونه خپاره کړي، چې د امريکايي چارواکو په وينا دا ډول سندونه خپرول د امريکا ملي امنيت لپاره ګواښ دي.

وړمه ورځ نيويارک ټايمز امريکايي ورځپاڼې د ليسې د يو زده کوونکي له قوله هم ليکلي و، چې د جان برينین شخصي برېښناليک يې هيک کړی دی.

له دې مخکې هم د ګڼو امريکايي چارواکو اېمېلونه د ناڅرګندو هېکرانو له لوري هېک شوي وو. په دغو چارواکو کې د امريکا د بهرنيو چارو پخوانۍ وزيرې او د ديموکرات ګوند له لوري د ولسمشرۍ نوماندې هيلري کلنټن شخصي اېمېل هم هېک شوی و.

امريکا کې د شخصي اېمېلونو، ټويټر او نورو ټولنيزو شبکو شخصي اکاونټونه يو مهم امنيتي ګواښ ګڼل کيږي او له همدې امله څه موده وړاندې امريکايي چارواکو ته ويل شوي و، چې خپل اېمېلونه، ټيليفون شمېرې او نور اړوند اکاونټونه بدل کړي او په خوندي طريقه يې وکاروي، تر څو د هېکرانو له حملو خوندي وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x