افغانستانخبرونه

استازي:د دولت د نه همکارۍ او خراب امنيتي وضعيت له امله امنيتي مسؤلين دندې پريږدي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، تلې ۳۰مه ۱۳۹۴ل):نپه هېواد کې ورځ تر بلې پېښېدونکې ناامني او د ولسوالیو او سيمو سقوط هغه څه دي چې د دولت په اړوندو ارګانونو او ادارو کې يې بحثونه راپارولي دي.

ولسي جرګې هم پرون په خپله ناسته کې د طالبانو له لوري دفارياب ولایت د غورماچ ولسوالۍ د نيولو او د ۳۰ تنو سرتېرو په وژل کېدو او د ولسوالۍ د امنیه قومندان په ګډون د ۲۰ تنو سرتېرو د طالبانو له لوري د نيول کېدو په اړه بحث وکړ.

په ولسي جرګه کې د فارياب ولايت د خلکو استازې رنګينه کارګر وويل چې د نظام په دننه په داسې پلانونو کار کيږي چې له امله يې طالبان قوت ترلاسه کوي او له امنيتي ځواکونو سره په جګړو کې برلاسي کيږی.

نوموړې وويل طالبان له امنيتي ځواکونو څخه د نيول شويو وسلو او ټانګونو په مټ غواړي په دغه ولسوالۍ کې نظامي فعاليت لا پيا وړی کړي.

رنګينه کارګر وايي چې د سيمه ييزو امنيتي ځواکونو د کمزورتيا او له مرکز څخه د مرستې نه کېدل هغه څه دي چې د فارياب ولايت دملي اردو او د لوا قومندان له خپلې دندې استعفا کړې ده.

طالبانو دفارياب ولايت د غورماچ له ولسوالۍ وروسته د هرات غوريان ولسوالۍ هم تېره ورځ ونيوله چې دولتي ځواکونه يې د بېرته نيولو ادعا کړې ده.

همدغه راز په ولسي جرګه کې د هرات دخلکو استازي منور شاه بهادري وويل چې ددغه ولايت د ګلران،غوريان او شينډډ ولسوالۍ هم له جدي امنيتي ګواښ سره مخ شي.

نوموړي دولت د ناامنيو په اړه په بې غورۍ تورن کړ او ويې ويل چې د امنيت د ټينګښت په اړه يې کوم عملي ګام نه دی پورته کړی.

په دې وروستيو کې په هېواد کې د طالبانو له لوري په بريدونو کې زیاتوالی راغلی چې له امله يې د افغانستان دولت له ننګونو سره مخ کړی.

تېره ورځ په کابل کې د ولسمشر اشرف غني په مشرۍ د امنيت د شورا په غونډه کې هم په امنيتي حالاتو غونډه وشوه او له غونډې وروسته ټولو امنيتي پوستو ته د امنيت د ټينګولو امر شوی دی.

خو د مشرانو د جرګې لومړي مرستيال محمد علم ايزديار چې تېره ورځ يې په مشرانو جرګه کې د امنيتي موضوع په اړه د غونډې مشري کوله وويل چې دولت د امنيت د ټينګښت په اړه کوم اقدام نه کوي.

نوموړي وايي چې “درې ځلې مو د ملي يووالي حکومت له دواړو مشرانو د ليدنې غوښتنه وکړه. د اجرائيه رياست چارواکي مو را وغوښتل، خو هغوى زموږ غوښتنې ته ځواب رانه کړ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استا ذ بیانزی

د اوسنی غلامی او بی کفایتی اداری د اوسنیو ذلتونو او یا دغه لیکنه چه خپلی دندی ایله کوی تښتی ، د موږګانو یوه قیصه رابه یاد شوه چه تاسی سره شریکه کړم : وایی د موږکانو یو ټولی یا کنډګ راټول شوی ، ښکلی ښکلی نیکتایی یی وهلی ، شکلی ښکلی دریشی یی کړی ټول په ضد مرمی لنډکروزرو کی راغلل باډیګارډان ورته بهر ولاړ دی د موږکانو ډیره مهمه شوری ده بل چاته د ننوتلو اجازه هم نه ورکوی د لوړپوړو مجلس دی ، ټول ناست دی ، ویاند یی پورته شوی ویل چه زمونږ ستونزه هغه پیشو… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x