افغانستان

بېړنی خبر:د جغتو ولسوال په وسلوال برید کې ووژل شو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، تلې ۳۰مه ۱۳۹۴ل) د تازه ورکړل شوي خبر په اساس د غزنی ولایت د جغتو ولسوالۍ ولسوال محمد داود نن سهار د خوګیاڼو ولسوالۍ د قیاغ په سیمه کې هغه مهال ووژل شو چې د غزنی ولایت مرکز ته په لار وو .

په ترلاسه شوی خبر کې ویل شوي د نوموړي جسد اوس مهال هم د د پیښې په ځاي‌ کې پروت دی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د پیښې پړه په غاړه اخیستې او زیاته کړې یې ده چې ولسوال محمد داود له ډیره وخته ددوي د کسانو لخوا په تعقیب کې وو چې بالاخره نن سهار وختي دیوه کمین په ترځ کې ووژل شو.

ولسوال محمد داود چې په امین علی سره یې شهرت درلود د غزني ولایت د قرباغ ولسوالۍ د جنګ لک د کلي اوسیدونکی وو.

د پیښې په اړه تر دې مهال د غزني امنیتي‌ چارواکو څه نه دي ویلي.

تر مرګ وروسته د چغتو ولسوال دغه انځور پر ټولنیزو ویب پاڼو خپور شوی
تر مرګ وروسته د چغتو ولسوال دغه انځور پر ټولنیزو ویب پاڼو خپور شوی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x