افغانستانخبرونه

د ننګرهار د ولايتي شورا د مرستيال په موټر چاودنه شوې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، تلې ۳۰مه ۱۳۹۴ل): د ننګرهار ولايت د ولايتي شورا دمرستيال په موټر په موټر چاودنه شوې .

دننګرهار د امنيه قومندانۍ وياند سمونوال حضرت حسین مشرقيوال له پېښې وروسته رسنيو ته وويل چې چاودنه نن سهار شاوخوا نهه بجې رامنځته شوه.

مشرقيوال وويل چې دغه چاودنه د کونړ-جلال اباد په لويه لار د بهسودو ولسوالۍ د شاه برهان اغا په سيمه کې شوې ده.

نوموړي وويل چې چاودنه کې دننګرهار د ولايتي شورا د مرستيال افتخار مومند په موټر وشوه چې له امله يې د نوموړي يو تن ساتونکی ټپي شوی دی خو افتخار مومند له بريده روغ وتلی.

له پېښې وروسته افتخار مومند هم سيمه ييزو رسنيو ته ويلي چې دی د جلال اباد ښار څخه ګوشتې ولسوالۍ ته روان و چې د سړک دغاړې ماين پرې وچاودېد.

نوموړي ويلي چې خپله له چاودنې روغ وتلی خو يو ساتونکی يې ټپي شوی او موټر يې زيانمن شوی دی.

افتخارمومند په تېره دوره کې هم د ننګرهار د ولايتي شورا غړيتوب درلود او ددې شورا د مرستيا په توګه يې دنده ترسره کړې ده،او په دوهم ځل له بريالي کېدو وروسته هم د ياد ولايت د ولايتي شورا د مرستيال په توګه وټاکل شو.
تر اوسه ددغه بريد مسؤليت کومې ډلې په غاړه نه دی اخيستی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x