fbpx

کندهار : بولدک کې د چټک غبرګون پر قطعې باندي سرتيري بريدونه شوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، تلې ۳۰مه، ۱۳۹۴ل): د کندهار ولايت په سرحدي ولسوالۍ کې د طالب سرتيرو له لوري د بولدک په سرحدي سيمه کې د چټک غبرګون پر قطعې سرتيري بريدونه شوي چې له امله يې حکومتي چارواکو ته مرګ ژوبله اوښتې .

حکومتي چارواکو د ياد بريد مرګ ژوبله خورا ټيټه ښودلې او وايي چې ياد بريد د څلورو بريدکوونکو او يوه پوليس په وژل کېدا سره پای ته ورسيدی

د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي ليکي چې په پروني بريد کې يې اته عسکر وژلي او ددې تر څنګ يې دروند مالي زيان هم اړولی .

احمدي زياتوي چې ددوی سرتيري له لاسي بمونو او واسکټونو سره د خپل تکتيکي پلان له لوري مرکز ته ننوتل او هلته يې پر حکومتي چارواکو بريدونه پيل کړل

د والي وياند صميم خپلواک وايي بريد وروسته له دوه ساعته جګړې د بريدکوونکو په وژل کېدا پای ته ورسېدی .

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د