شعـــــرونه

روسان بیا چا تېر ایستې

اسدالله رزین –

asadullah razeen
لیکوال: اسد الله رزین

روسان بیا چا تیر ایستې چې مورچل ته چپ کاږه ګوري
ښکاریږي راته داسې چې بینا نه دي ړانده ګوري

مورچل هرځای مورچل جغرافیه یی بدلوای نه سې
جنون پری اړولي یا سرسام دي یا ویده ګوري

د عقل خوښه نه ده چې هرڅه دومره زر هیر کړې څوک
هغه ځواک یی هم نشته نو بیا څه پیښه په څه ګوري

هیڅ شک په دی کې نشته چې دا شته هرڅه به وبایلي
دوی نه ګوري لیدلی دي دا ټول د بل کا ته ګوري

د هیر شونتیایی نشته د اذهانو په تختو لیک دي
که بیا هم چیرته ګوري بیانو نه اوري کاڼه ګوري

ټپونه یی لا ټپونه دغرور شلمه یی ورګډه کړه
د سترګو خوښه نه ده د کوم بل منتر رانجه ګوري

بدن یی دړې وړې سو کوشیر ترینه بیزاره ده
شغال لیونی سوی له عینکو د لیوه ګوري

خرسان ټول تښتیدلي دي قطبینو ته یی پناه وړي
هلته هم پیرې کړي کله پټ پټ لکه غله ګوري

سوریه زما سوریه ده زما له تنه جلا کیږې نه
زرقاو هلته ودان زڼي له لیده د هغه ګوري

تیرسوی به دي هیر سې زرقاوي نه زرقاویان هوري
مورچل کې تیار ناست دي د قسام له دوربینه ګوري

هستمن فکر هوري ده مورچلونه پری ګاڼلي دي
سجدو باندې پراته دي د سید قطب په کاته ګوري

(رزین) چورلټ منلې فتحې بیا په هر کلې لګیا
رحمت ته ورکږې سترګې وحشت ته غرقیده ګوري

رزین

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Azim

باید أول در مسافرو حال سخه گل مرجان أو غربی غنى ترینه خیر ویی پی پی مسافر و سه تیریگی

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x