د کب غاصب (عبرتناکه کیسه)

ژباړه: عبدالمنان ستاري

دا کیسه امام الهیثمي په کتاب الزواجر عن اقتراف الکبائر کې کړې:

امام الهیثمي رح لیکي:

یو چا راته وویل چې یو سړی مې ولید، چې لاس يې په اوږه کې پرې شوی او دا نارې يې وهلې چې هر څوک ما ویني نو په هېچا دې ظلم نه کوي؛ زه ورنژدې شوم، ورته ومې ویل:

اې وروره، کیسه دې راته ووایه، څه درباندې شوې دي

– ډېره عجیبه کیسه ده. یوه ورځ مې غریب او مسکین کب نیوونکی ولید چې ډېر غټ کب یې نیولی. نو زما ډېر خوښ شو او خواته یې ورغلم، ورته کړه مې، دا کب ماته راکړه، هغه راته وویل نه یې درکوم، دا زه پلورم او په پیسو یې اهل او عیال ته روزي رانیسم. نو ما وواهه او په زور مې ترې کب واخیست او له ځان سره مې یووړ، کب کې ساه وه او زما د لاس په غټه ګوته یې خوله ولګوله. د دې درد له لاسه مې ټوله شپه خوب ونه کړ. کله چې سهار شو ډاکټر ته ولاړم، له درده ورته ونالېدم، ډاکټر راته وویل چې ګوته باید غوڅه کړې او که یې غوڅه نه کړې نور لاس دې ترې متضررېږي؛ نو ګوته مې غوڅه کړه، له دې وروسته مې لاس کې درد نور هم زیات شو. د درد طاقت مې نه کېده. خوب مې نه شوای کولای. بله ورځ بیا ډاکټر ته ورغلم، ډاکټر راته وویل چې لاس دې باید مړوند کې پرې شي کنه نور هم خرابېږي. بیا مې په مړوند کې غوڅ کړ. بیا هم ښه نه شوه، بالاخره اوږه کې غوڅ شو. لا هم درد زیاتېده. خلکو راته وویل چې درد سبب دې څه شی دی. ما ورته ټوله کیسه تېره کړه.

حاضرینو راته وویل، که چېرې په لومړي درد کې ورغلی وې او بښنه دې غوښتې وه او راضي کړی دې وای، ټول لاس به دې نه وای غوڅ شوی؛ مخکې له دې چې ټول بدن درد ونیسي اوس ورشه او هغه راضي کړه او بښنه ترې وغواړه. روان شوم او لټون مې پیل کړ، پیدا مې کړ، په پښو کې يې پرېوتم او ژړل مې ورته، د خدای په نومه بښنه درنه غواړم. پوښتنه یې وکړه:

ته څوک یې؟

– زه هغه څوک یم چې له تا مې په زور او جبر کب اخیستی. ټوله کیسه مې ورته تېره کړه، لاس مې هم وروښود، چې زما لاس یې ولید نو په ژړا شو او راته کړه یې: اې وروره، ما دربښلی.

ظالم وايي، ورته مې وویل، اې وروره، ما چې کله کب درڅخه واخیست تا خو به ښېرا نه وي کړې. وې ویل، هو، ما همدغه دعا له الله څخه غوښتې وه، اې الله، ده زور او زیاتی وکړ پر ما، په هغه قوت سره چې دی پر ما قوي دی او زه کمزوری او له ما څخه هغه روزي چې ما ګټلې وه ده واخیسته، نو ماته یې په خپل قدرت سره رسوا کړه!

تبصرې (2)