افغانستاننړۍ

سعودي نړیوالې راډيو پښتو څانګې بیا خپرونې پیل کړې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، تلې ۳۰مه، ۱۳۹۴ل): د سعودي نړیوالې راډیو له څه ځنډ وروسته بېرته په پښتو ژبه خپرونې پیل کړې دي.

دې راډيو د لومړي ځل لپاره په ۲۰۰۲ ميلادي کال کې چې له ۱۴۲۳ هجري قمري کال سره سمون خوري پښتو نشرات پیل کړل، خو څلور کاله وروسته يې د ځینو تخنیکي ستونزو له امله پښتو خپرونې وځنډېدې.

د راډیو مسوولین وايي چې دوی د پښتو په ګډون په ځینو نورو باندنیو ژبو خپرونې ځکه وځنډولې چې د راډيو پر نوې ودانۍ کار روان و.

د دوی په خبره سعودي نړیوالې راډيو تېره چهارشنبه د افغانستان پر وخت شپږ بجې او دېرش دقیقې ماښامنۍ خپرونه پیل کړه، چې دوه ساعته يې دوام وکړ.

د دې راډیو پښتو خپرونه په لنډو څپو ۹۶۹۵ کې د افغانستان پر وخت د شپې له شپږو بجو او دېرشو دقیقو تر اتو بجو او دېرشو دقیقو پورې خپرېږي.

په خپرونه کې مهم نړیوال خبرونه او ديني خپرونې شاملې دي.

د سعودي نړیوالې راډيو د پښتو څانګې پخوانی مشر دوکتور محمد ظاهر مکي او نوی مشر يې عبدالودود وحدتي دی.

دوی نه دي ویلي چې د پښتو ژبې لپاره به په څلورویشت ساعته کې همدا دوه ساعته خپرونه دوام وکړي او که به يې وخت ور زیات کړل شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
qalajanmosakhil

monga Da ghwaroo chi pakhto radio tah da ASLAM paB araki Malomath rakli zaka chi da dh ASLAM Markaz day da pakhto radio der mohim rol ada kawy mong pa da ASLAM pa baraki malomato ta Der zarorat lroo baeed monga pakhto radio sara rabetawaneso chi zan khaba karoo saudi ASLAM Markaz day pakhto radio ohim rol Loobawalayshi

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x